1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

امريکا د طالبانو تورونه رد او د هدفي وژنو مسؤل طالبان بولي

۱۳۹۹ دی ۱۵, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو پوځ وویل چې په افغانستان کې د پیژندل شویو افغانانو د هدفي وژنو ترشا طالبان دي. دا لومړی ځل دی چې واشنګټن طالبان د هدفي وژنو د عاملینو په توګه مسؤل ګڼي.

Afghanistan Kabul Bombenanschlag
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو پوځ د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جنورۍ ۴مه) وویل چې په افغانستان کې د هدفي وژنو ترشا د طالبانو ډله ده. په دې ترتیب سره، دا لومړی ځل دی چې واشنګټن په مستقیمه توګه طالبان د هدفي وژنو مسؤل ګڼي.

د امریکا له لوري پر طالبانو د هدفي وژنو تور داسې مهال پورې کیږي چې ټاکل شوې د افغان حکومت مرکچي پلاوی او د طالبانو استازي تر یوې وقفې وروسته د سه شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې مخامخ خبرې یو ځل بیا پیل کړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند، ډګروال سوني لیګیټ په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي: «د طالبانو له لوري د حکومتي چارواکو، مدني ټولنې د مشرانو او خبریالانو هدفي وژنې او پر دوی باندې بریدونه چې طالبان یې بیا مسؤلیت هم نه مني، باید توقف شي، ترڅو سوله کامیابه شي.»

د تیرکال له نوومبر میاشتې راهیسې د کابل د والي د مرستیال په گډون، پنځه خبریالان او د انتخاباتو د څار د یوې مؤسسې مشر په هدفي وژنو کې وژل شوي دي، داسې قتلونه چې تر اوسه پورې یې چا مسؤلیت نه دی منلی.

افغان حکومت د دغو هدفي وژنو تر شا طالبان ګرم بولي خو طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړي دي. داعش ډالې بیا د ځینو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

د امریکا د پوځ ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو په کندهار، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې امريکايي ځواکونه د دوی پر جنګیالو باندي په هوايي بريدونو تورن کړي دي. طالبان ویلي چې دغو هوايي بریدونو د امریکا او طالبانو ترمنځ د تیرکال د فبرورۍ میاشتې تړون مات کړی دی.

د امریکا د پوځ ویاند د طالبانو د دغو څرګندونو په ځواب کې ویلي دي چې امریکا متحده ایالات به د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو ترشا ودریږي. په افغانستان کې په تیرو څو میاشتو کې جګړو او نا امنیو په داسې حال کې شدت موندلی چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات روان ول او ټاکل شوې چې د مذاکراتو تازه پړاو به هم سبا د سه شنبې په ورځ پیل شي.

AFP - KH/NZ