امریکايي پوځ شکمن بالون ویشتلی؛ چین په قهر دی
۱۴۰۱ بهمن ۱۶, یکشنبهتر ورځو ورځو مشاهدې او تعقیب وروسته د امریکا متحده ایالاتو د پوځ جنگي طیارو د امریکا د جمهور رییس، جوبایدن په امر د ساوت کارولاینا ایالت د اتلانتیک ساحل سره د چین شکمن استخباراتي بالون د هوا څخه راکښته او ویشتلی دی. امریکا پدې سره د خپل قلمرو د نقضیدو څخه شکایت کوي. د امریکايي مقاماتو په نظر دغه بالون د امریکا د ستراتیژیکي مهمو نظامي تأسیساتو معلومات راټولول، خو چین بیا د امریکا د بېحده « ډیرعکس العمل» په مقابل کي اعتراض کړی او د جاسوسۍ تورونه یې رد کړي. پیکینگ هغه د ملکي تحقیقاتو او اهدافو یو بالون بللی، چې لار یې غلطه کړې وه.
په عین حال کي بیا کولمبیا هم په خپله فضأ کې د یوې پردۍ هوايي آلې (بالون) څخه خبر ورکړی دی. خو دغه ډول پيښي او د بل هیواد پر فضأ باندي د بالونونو تیریدل په تکرار سره رامنځته کیږي. د امریکا متحده ایالات او کولمبیا په اوس وخت کي د ممکنه نورو بالونونو موجودیت مشاهده کوي، چي د جنوبی امریکا د دغه هیواد پر فضأ باندي لیدل سوی دی.