ایران ته د خبرداري په ډول بیا دوو بي-۵۲ امریکايي بم غورځونکو طیارو د منځني ختیځ پر فضا او د ایرن سرحد ته نژدې پرواز کړی چي د اسراییلي، سعودي او قطر د جنګي طیارو لخوا هم بدرګه کیدلې.
انځور: Reuters/K. Hong-Ji
اعلان
د ایران سرحد ته نژدې د بي-۵۲ امریکايي بم غورځونکو جټ طیارو لومړی پرواز د جو بایدن تر لوړي فقط شپږ ورځي وروسته تر سره سو. اوس خبري آژانس، اسوشیتد پریس بیا د منځني ختیځ پر فضا او د ایرن د سرحد سره نژدې د دوو بي-۵۲ امریکايي بم غورځونکو طیارو د پرواز خبر ورکړی دی.
د دغه رپوټ پر اساس پرون یکشنبه (د مارچ میاشتي اوومه) بیا دوو بي-۵۲ امریکايي بم غورځونکو طیارو د منځني ختیځ پر فضا او د ایرن د سرحد سره نژدې پرواز کړی دی. دغه امریکايي جنګي طیارې د اسراییلي، سعودي او قطر جنګي طیارو لخوا هم بدرګه کیدلې. د جنورۍ میاشتي راهیسي په منځني ختیځ کي دا د امریکايي جنګي طیارو څلورم ماموریت دی.
د امریکايي پوځ په یوه اطلاعیه کي راغلي دي چي ددغو پروازونو هدف په منطقه کي د امریکايي متحدینو د امنیت ساتل او د یرغل مخنیوی دی. په اطلاعیه کي مګر د ایران نوم نه دی ذکر سوی.
د بي-۵۲ امریکايي جیټ طیارو اوسنی پرواز بیا د یوې اسراییلي باروړونکي کښتۍ تر چاودني وروسته تر سره کیږي.
اسراییلي چارواکو ویلي دي چي هغه باروړونکې کښتۍ یې چي د عمان په بحیره کي د فبرورۍ پر ۲۵ مه وچاودله، د ایران له خوا د ماین حمله ورباندي سوې او یا په راکټ باندي ویشتل سوې وه.
د بلي خوا بیا الماني خبري آژانس (ډي پي ای) د همدې مارچ میاشتي پر ۴ مه د اسراییلو د اقلیم ساتني د وزیر په حواله رپوټ ورکړی ؤ چي یوه کښتۍ چي د ایران څخه سوریې ته تلله، په مدیترانه کي د اسراییلي اوبو قلمرو ته تر رسیدو دمخه یې خپل ارتباطي سیسټم قطع کړی او د خپلو تیلو تر تخلیې وروسته اول سوریې او بیا ایران ته ولاړه. د اسراییلو د اقلیم ساتني وزیر دغه اقدام د« اقلیم ساتني په مقابل کي جنایت» توصیف کړی دی.
کوم هيواد تر ټولو زیات وسله وال ځواک لري؟ ـ دلته يې وپېژنئ
زيات عسکر د يوه هيواد د پوځ د پياوړتيا نخښه نه وي، ځکه چي نظامي تجهيزات او نور لاملونه هم مهم وي. خو بیا هم د عسکرو شمېر د پوځ د پياوړتيا مهم عنصر وي. د عسکرو د شمېر له مخي د نړۍ تر ټولو لوی پوځونه دلته وپېژنئ:
انځور: Getty Images/AFP/I. Mukherjee
۱۰ مقام ـ جنوبی کوریا
د نړيوال بانک د ۲۰۱۵م کال د راپور له مخي د جنوبي کوريا د عسکرو شمېر ۶۳۴ زره تنو ته رسيږي. د ستراتيژيکو څېړنو د نړيوال انسټيټيوټ (IISS) د راپور پر اساس دغه هيواد هرکال ۳۴ ميليارده ډالره پر دفاعي چارو لګوي. دغه هيواد نه يوازي د عسکرو د شمېر، بلکي د دفاعي بودجې د زياتوالي په فهرست کي هم په نړۍ کي لسم ځای لري.