1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ـ زيانمنو مېرمنو ته مليوني ډالره تاوان ورکول کيږي

۱۴۰۱ مهر ۱۶, شنبه

د امریکا په متحده ايالاتو کي دوه روغتونونه کابو ۱۵۰ مېرمنو ته د ورته رسېدلي جنسي ازار له کبله په مليونونو ډالره تاوان ورکوي. دغه مېرمنو پر یو ډاکټر د جنسي تېري او بداخلاقيو تور لگولی ؤ.

آرشيف انځور ـ پر پخواني ډاکټر د جنسي ازار تورونه لگول سوي دي
آرشيف انځور ـ پر پخواني ډاکټر د جنسي ازار تورونه لگول سوي ديانځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

د امريکا د متحده ايالاتو په نيويارک ايالت کي دوو روغتونونو د اکتوبر په ۷ مه نېټه ۱۴۷ پخوانيو تر علاج لاندي مېرمنو ته د ۱۶۵ مليونو ډالرو تاوان ورکولو باندي تفاهم وکړ. دا هغه مېرمني دي چي په دغو روغتونونو کي مؤظف يو پخواني د مېرمنو د ناروغيو ډاکټر يا جينوکولوجيست باندي يې د جنسي تېري او ورسره بداخلاقي کولو تورن لگولو ؤ.

د ياد تفاهم له مخي د تاوان لپاره يو صندق جوړ کړل سوی دی چي پکښي موجودي پيسې به پر اغېزمنو سوو مېرمنو ويشل کيږي. په دغو کي په لسونو هغه مېرمني هم شاملي دي چي په ښکاره توگه يې په ياده قضيه کي د روغتونونو پر اړونده شبکه حقوقي دعوی کړې وه.

د تاوان په ياد تفاهم کي د نيويارک دوه روغتونونه شامل دي چي د کولمبيا پوهنتون ارونگ ميډيکل سنټر او نيويارک پريسبايټيرين څخه عبارت دي.
م.م.: پاپ دې په جنسي تېري د تورن اُسقف دوسيې را بهر کړي

د کولمبيا پوهنتون ارونگ طبي مرکز روغتون يوه اعلاميه خپره کړې ده. په دغه اعلاميه کي ويل سوي دي چي روغتون د رابرټ هيډن په نوم پخواني ډاکټر پخوانيو ناروغانو ته د رسېدلي تکليف له کبله خپله خواشينی دی. زياته سوې چي دغه روغتون هليله لري چي د رامنځته سوي تفاهم په ترڅ کي به تر يوې اندازې هغو مېرمنو ته مرسته ورسيږي چي ورته تکليف رسېدلی دی.

پر ډاکټر تور څه دی؟

ډاکټر رابرټ هيډن ته په ۲۰۱۶ کال په جبري توگه و مېرمنو ته د لاس وروړلو او د دريمي درجې د جنسي استحصال په دوو تورونو کي سزا اورول سوې وه. نوموړي له هغه وروسته د ډاکټرۍ خپله جوازنامه يا لايسنس بېرته سپارلی ؤ. هغه له ۲۰۱۲ کال راهيسي د ډاکټر په توگه نور کار هم نه دی کړی.

نوموړي ډاکټر د ۲۰۱۶ کال په محاکمه کي د ډاکټر په توگه خپل لايسنس بايللی ؤ. د دې تر څنگ هغه د کمي درجې د جنسي زهيرونې د يو عامل په توگه ثبت سوی ؤ. خو هغه ته د بند سزا نه وه اورول سوې.
د پاکستان پوليس: پر يوې امريکايي د ډله ایز جنسي تيري په تور دوه کسان نيول شوي

خو ياد ډاکټر د دوو لسيزو په جريان کي پر لسونو ځوانو مېرمنو باندي د جنسي تېري له کبله د مرکزي حکومتي ادارو د تورونو سره هم مخامخ دی. څارنوالانو هغه ته په خپلو تورونو کي »په سپينو جامو کي د ښکاري« خطاب کړی دی.

د ولسمشريزو ټاکنو پخواني کانديد او د نيويارک ښار د پخواني ښاروال اينډريو يانگ مېرمنې هم پر ياد ډاکټر د جنسي زهيروني تور لگولی ؤ، کله چي هغه په ۲۰۱۲ کال د نوموړي ډاکټر تر درملنې لاندي وه.

د اړونده روغتيايي ادارو له خوا ويل سوي دي چي د نسايي امراضو په شعبو کي به د تيرو لسيزو پر پاليسيو له سره غور وکړي او د ناروغانو د تحفظ د بهتره کولو اقدامات به وکړي.

آ./ا.ا./ن.ص.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل