1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړينړیوال

امريکا بیلاروس کې د خپلو کارکوونکو کورنيو ته د وتلو امر کړی

۱۴۰۰ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د يوه سفري لارښود په جاري کولو سره خپلو اتباعو ته په بیلاروس کې د نه اټکليدونکي وضعيت په اړه خبرداری ورکړی دی. د اوکراين سره پر پوله د روسي عسکرو تر ځای پر ځای کيدو وروسته وضعيت ډېر ترینګلی دی.

Konflikt in der Ukraine - Militär in Belarus
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance

امریکا متحده ايالاتو پر اوکراين باندې د روسیې د احتمالي اشغال له ويرې د دوشنبې په ورځ په بيلا روس يا سپينه روسيه کې د خپلو حکومتي کارکوونکو کورنيو ته لارښوونه کړې ده چې له دغه هېواد څخه ووځي.

د دوشنبې په ورځ د سفر په اړه د جاري کړل شوي دغه لارښود په حواله د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت له سپينې روسیې څخه د «خپلو حکومتي کارکوونکو کورنيو ته د وتلو امر کړی دی.»

همدا راز په خبرپاڼه کې امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړل شوی چې بيلا روس ته سفر ونه کړي او په دې ترڅ کې یې «د قوانينو په خپل سر پلي کولو، د نيول کيدو خطر او له اوکراين سره د سپينې روسیې پر سرحد د روسیې ځواکونو د ځای پر ځای کيدو په اړه انديښنې ته اشاره کړې ده.»

دا امر د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د اوکراين پر موضوع د امريکا او روسیې تر جنجال لږ وروسته جاري کړل شوی. 

امريکا پر روسیې تور لګولی دی چې په راتلونکو اوونيو کې په سپينه روسيه کې د خپلو عسکرو شمير ۳۰ زرو ته د لوړو پلان لري. دا به پر هغو ۱۰۰ زرو عسکرو اضافه وي چې لا دمخه یې د روسیې ـ اوکراين سرحد ته څېرمه مستقر کړي دي.

په بيلا روس کې روسي عسکر

د امريکا متحده ایالاتو په حواله دمګړۍ څه نا څه ۵۰۰۰ روسي عسکر په سپينه روسيه کې ميشت دي. په ملګرو ملتونو کې امريکايي استازې لندا توماس – ګرينفيلد د امنيت شورا په غونډه کې وويل چې «موږ داسې نخښې نښانې ليدلي چې روسيه پلان لري د سپينې روسیې سرحد ته څېرمه د خپلو عسکرو په شمير کې تر ۳۰ زرو نور هم ډیروالی راولي.»

نوموړې همدا راز وويل چې دغه ځواکونه به «د پلازمينې کيف څخه شمال لوري ته دوو ساعتو هم لږ واټن» کې ښايي ځای پر ځای شي.

امريکا پر سرحد د روسیې د ځواکونو دا پرمختګ «نړيوالې سولې او ثبات ته ګواښ» بللی او ګواښ یې کړی دی چې که چېرې پر اوکراين بريد وشي نو پر شتمنو روسي شخصيتونو به بندیزونه ولګول شي. 

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسيلي نيبنزا د امريکا د استازي څرګندونو ته کلک ځواب ورکړ او ویې ويل چې امريکا د «بې ځايه وار خطایی» ښکار شوې. نوموړي د ملګرو ملتونو دا غونډه يوازې يوه «تبليغاتي غونډه» وبلله.

هغه زياته کړه چې سپينې روسیې ته یې عسکر د ګډو پوځي تمريناتو له پاره تللي دي. په دې منځ کې سپينې روسیې هم دا خبره رد کړې ده چې ګنې خاوره یې پر اوکراين د اشغال له پاره کارول کيږي.

د اوکراين پر سر د لوېديځ او روسیې ترنګلتیاوې د لوړو پوړو چارواکو په کچه پر خبرو اترو سربيره هم د پراخيدو په حال کې دي.

د امريکا ليک ته د روسیې ځواب

د دوشنبې په ماښام روسیې د امريکا د هغه وړاندیز چې په اوکراين کې یې د ترینګلتياو د راکمولو په اړه کړی وو، کتبي ځواب ورکړ خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دې ليک جزيات په ډاګه نه کړل.

د دغه وزارت يوې وياندې وويل: «په عموميت کې به پر دې خبرې کول رغوونکي نه وي. موږ له دې کبله دا روسیې ته پريږدو چې پر خپل دې ځواب بحث کول غواړي او که نه.»

دغې ویاندې زياته کړه چې واشنګټن به د اوکراين په ګډون له خپلو متحدینو او شريکانو سره په دې اړه مشورو ته ادامه ورکړي.

تېره اونۍ امريکايي حکومت کريملن ته په اروپا کې د دغه هېواد د امنيتي انديښنو په غبرګون کې يو ليک استولی وو.

روسیې ويلي ول چې پر اوکراين د بريد هيڅ پلان نه لري خو له ناټو څخه د دې تضمين د ورکړې غوښتنه یې کړې وه چې هيڅکله به اوکراين ته د ناټو غړيتوب نه ورکوي.

نورې غوښتنې یې له لوېديځې اروپا څخه د ناټو ځواکونو د لمن د ټولولو او د روسیې سرحد ته څېرمه د وسلو د ځای پر ځای کولو بندول ول. خو ناټو او امريکا دواړو دا اساسي غوښتنې غير مسئولانه وبللې او هغه یې رد کړې.

ب. ص/ خ. ح (AFP, Reuters, dpa)

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل