امريکا له عراق څخه د پاتې امريکایي عسکرو پر وتلو توافق کړی دی. د دواړو هيوادونو په ګډه اعلاميه کې راغلي دي چې د عسکرو د وتلو نېټه به په فني مذاکراتو کې مشخصه شي. عراق بيا د امريکايي اډو د ساتنې ژمنه کړې ده.
اعلان
امريکا متحده ایالاتو او عراق توافق کړی دی چې د امريکا پوځي ځواک او د داعش ضد ائتلاف کولی شي چې له دغه هيواد څخه ووځي. خو د دې ځواکونو د ایستلو نېټه نه ده مخشصه شوې.
واک ته د جو بايدن تر رسیدو وروسته د عراق او امريکا په لومړيو مذاکراتو کې دواړو هيوادونو تائيد کړې ده چې د عراق پوځ د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د دواړو اړخونو ترمنځ د ترسره شويو خبرو اترو وروسته د چهار شنبې په ورځ په خپره شوې اعلاميه کې ټینګار شوی دی چې امريکایي ځواکونه او داعش ضد ائتلاف به د عراقي عسکرو د روزنې او مشاورت دنده پر غاړه ولري او په دې توګه به پاتې جنګي ځواکونه تر هغه وخت په عراق کې پاتي وي څو یې په فني مذاکراتو کې د وتلو نېټه مشخصه شي.
له عراق څخه د امريکايي عسکرو د وتلو اعلان په داسې حال کې کيږي چې په ایران پورې تړلي شيعه مليشې کابو هره ورځ په عراق کې پر امريکایي عسکرو د توغنديو بریدونه کوي او همدا څه لامل شول چې جو بایدن په سوريه کې په ایران پورې پر تړلو ډلو د هوايي بريدونو امر صادر کړي.
خو عراق له امريکا متحده ايالاتو او ایران سره په خپلو اړيکو کې د يوه باريک انډول په ساتلو توانیدلی دی. په ۲۰۲۰م کال کې د امريکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په امر په بغداد کې د قاسم سليماني تر وژلو وروسته، د عراق حکومت له خپل هيواد څخه د امريکایي عسکرو د ايستلو غوښتنه تکرار کړه.
خو بايدن اوس د هغه څه د ختمولو په لټه کې دی چې پخواني ولسمشر دونالد ترمپ «نه ختميدونکې جګړه» بللې وه. دې چلن ته د ادامې په موخه بغداد او واشنګټن اوس توافق کړی دی چې د داعش پر ضد مبارزه به د عراق پوځ کوي.
د عراق دولت بيا د دې په مقابل کې ژمنه کړې ده چې په دغه هيواد کې د امريکا د پوځي اډو حفاظت او امنيت به تضمينوي.
زموږ له آرشيف څخه:
د ايران او عراق د جگړې ۴۰ کاله تیر شول
د ایران او عراق ترمنځ جگړه د منځني ختیځ تر ټولو اوږده او خونړۍ شخړه وه چې اته کاله یې دوام وکړ او کیمیاوي وسلې هم په کې کارول شوې وې. د دې جگړې له امله په سیمه کې فرقه ايز ويش هم زيات شو.
له دې جگړې پنځه کاله مخکې په ۱۹۷۵م کال کې د هغه وخت مرستیال ولسمشر صدام حسین او د ایران د پادشاه ترمنځ یو تړون لاسلیک شوی وو، چې په هغه کې د سرحدي شخړې د حلولو کوښښ شوی وو. خو د بغداد حکومت پر ایران تور لگولی وو چې په هرمز تنگي کې یې پر دریو ټاپوگانو د برید پلان جوړ کړی وو. ایران او متحده عربي امارات دواړه د دغو ټاپوگانو د مالکیت ادعا کوي.
انځور: Gemeinfrei
د اوبو مهمه سرچينه
د ۱۹۸۰م کال د سپټمبر په ۱۷ نیټه د عراق حکومت د الجزایر تړون لغوه اعلان کړ او د ۲۰۰ کیلومترو په اوږدوالي د شط- العرب پر سیند یې د خپل کنترول غوښتنه وکړه. د خلیج دغه مهم سیند د دجلې او فرات د رودونو له یوځای کیدو څخه رامنځته شوی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. al-Jurani
پر ښارونو او بندرونو بمباري
د عراق ولسمشر صدام حسین د ایران پر هوایې ډگرونو بمبارۍ وکړې چې په هغې کې د تهران هوایي ډگر هم شامل وو. د دې ترڅنگ عراقي ځواکونو پر ایراني تاسیساتو او د نفتو پر زیرمو هم بمبارۍ وکړې. د جگړې په لومړۍ اونۍ کې د عراقي پوځ له مقاومت سره مخامخ نه شو او د قصر شرین او مهران ترڅنگ یې سویلي ختیځ بندر خرمشهر هم تر خپل کنترول لاندې راوستل. دا هغه ځای دی چیرې چې شط- العرب له سمندر سره یوځای کیږي.
انځور: picture-alliance/Bildarchiv
گډ دښمن
په دې جگړه کې عربي هیوادونو د عراق ملگرتیا وکړه. په ځانگړي توگه سعودي عربستان او کویت سره دا ویره موجوده وه چې هسې نه ایران په منځني ختیځ کې ټول اکثریت شعیه میشته هیوادونه تر خپل نفوذ لاندې را ولي. لویدیځ هیوادونه هم له عراق سره مل وو او هغو پر صدام حسین د وسلو پلورل شروع کړل.
انځور: Getty Images/Keystone
د ایراني پوځیانو ځوابي عملیات
د ایراني ځواکونو ځوابي بریدونه د عراق له پاره حیرانونکي ثابت شول. ایراني ځواکونو په دغو عملیاتو کې خرمشهر بندر بیرته تر خپل کنترول لاندې راوست. عراق د اوربند په اعلانولو سره خپل ځواکونه بیرته را وبلل. خو ایران اوربند ونه مانه او د عراق پر ښارونو یې بمباري پیل کړه. په ۱۹۸۴م کال په اپریل کې د دواړو هیوادونو پوځیانو پر ښارونو بریدونه وکړل. په دې توگه د دواړو هیوادونو ۳۰ ښارونه ته سخت زيان ورسيده.
انځور: picture-alliance/dpa/UPI
د کیمیاوي وسلو استعمال
عراق په دې جگړه کې کیمیاوي وسلې هم وکارولې. په ۱۹۸۴ م کال کې ایران دا تور ولگاوه چې وروسته بیا ملگرو ملتونو هم دا تائید کړی وو. په ۱۹۸۸م کال کې هم عراقي ځواکونو کیمیاوي وسلې وکارولې. ایران ادعا وکړه چې عراق د ۱۹۸۷ م کال په جون کې د ایران په سردشت ښار کې د د زهرجن گازو برید وکړ، په داسې حال کې چې د ۱۹۸۸کال په مارچ میاشت کې د عراق په کردي سیمه کې د حلبجه کې یې عراقي سیمې په نښه کړل.
انځور: Fred Ernst/AP/picture-alliance
اوربند
د ۱۹۸۸م کال په جولای کې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د اوربند غوښتنه ومنله. په دې جگړه کې د وژل شویو کسانو د دقیق شمیر په اړه تائید شوي ارقام شتون نه لري، خو د اټکل له مخې لږ تر لږه ۶۵۰ زره کسان په دې شخړه کې وژل شوي دي. دواړو هیوادونو د ۱۹۸۸م کال په اگست میاشت کې د اوربند اعلان وکړ.
انځور: Sassan Moayedi
نوی فصل
کله چې په ۲۰۰۳ م کال کې امریکایي ځواکونو د عراق د ولسمشر صدام حسین حکومت نسکور او واکمنۍ ته د پای ټکې کیښود، په منځني ختیځ کې یو نوی فصل پرانیستل شو. له هغه وخت راهیسې د ایران او عراق ترمنځ اړيکې مخ پر ښه کیدو شوې. اوس دواړو هیوادونو نه یوازې په اقتصادي برخه کې، بلکې په کلتوري او ټولنیزو برخو کې هم خپلمنځي اړیکې بهتره کړي دي.