1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن او شي پر تليفون د نړۍ د برخلیک په اړه خبري کړي

۱۴۰۰ شهریور ۱۹, جمعه

د امریکا جمهور رئیس جو بایدن او د چين ولسمشر شي جين پينګ دا خطر ويني چې د هېوادونو تر منځ ترينګلتیا یې د یو بل پر وړاندې په جبهه ګیرۍ او شخړې پاې ته رسیدلې شي.

USA | Joe Biden
انځور: Adam Schultz/White House/ZUMA/picture alliance

وروسته له اوو میاشتو څخه د امريکا جمهور رئيس جو بايدن او د چین ولسمشر مشر شي جين پینګ تلیفوني خبرې کړي دي.

د لویو سیالو قدرتونو ترمنځ له اوږدې مودې ترینګلتیا وروسته سپينې ماڼۍ د «پراخو ستراتیژیکو خبرو اترو» خبر ورکړی دی.

د سپينې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي چې دواړو ولسمشرانو «پر هغو موضوعاتو بحث وکړ چې زمونږ ګټې سره نږدې کوي او همدارنګه پر هغو موضوعاتو چې زمونږ ګټې، ارزښتونه او برخلیک یو له بله توپير لري.» بایډن او شي موافقه وکړه چې د دواړو ګټه ګوریو ستونزې به په ښکاره او مستقیم ډول ارزوي.

بايدن د هند- پاسیفیک یا آرام سمندر سیمه او نورې نړۍ کې سولې، ثبات او سوکالۍ ته د متحده ايالاتو پر ليوالتیا ټینګار وکړ.«دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو د مسوليت په اړه خبرې وکړې، تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې د دوی ترمنځ رقابت باید د شخړې رامنځته کیدو سبب نه شي.

جدي ستونزې

په دغه ۹۰ دقيقه يې تلیفوني خبرو کې شې متحده ايالات په دې ملامت کړل چې د واشنګتن پالیسې د (جدي ستونزو) لامل شوې ده. د چين ولسمشر وويل د چين جمهوریت او متحده ايالات چې له يو بل سره کوم ډول چلند کوي هغه د نړۍ د برخلیک له پاره ډير مهم دې. دا د «روانې پيړۍ ستونزه یا پوښتنه ده چې دواړه هېوادونه يې بايد ځواب کړي».

انځور: NICOLAS ASFOURI/AFP/Getty Images

د چين په سویلي سمندرګې کې د بیجینګ د ځمکنیو ادعاوو او په تایوان کې دیموکراسۍ ته د ور پيښو ګواښونو په اړه جنجال موجود دی. د بشري حقونو په مسايلو کي د توپیرونو ژورتیا کمه نه ده، په ځانګړي توګه په شمال لويديځ چین کې د ايغور مسلمان  لږکيو سره د چلند او په هانګ کانګ کي پر دیموکراتیک اپوزيسیون د فشار په برخو کې.

په هانګ کانګ کې له سختۍ څخه کار اخستنه

په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د تلیفونی خبرو اترو خبر ورکول کیږي، د هانګ کانګ چارواکو د ديموکراسۍ غورځنګ د دری مخکښو غړو په وړاندې تورونه لګولي دي.

مخکې تر دې په چين کی د «هانګ کانګ ائتلاف» مرستيال رئیس البرت هو او لی چوک يان د وطنپاله دیموکراتیکو غورځنګونو له مظاهرو څخه د ملاتړ په تور نیول شوي و. همدارنګه وکيل چوهانګ تونګ د سه شبنې په ورځ «د حکومتي واک کمزوری کولو له پاره د تحریکولو» په تور ونیول شو.

د دغي ډلې ۲۰۲ ميلونه هانګ کانګي ډالرو شتمني چې د( ۲۳۹۰۰۰ يورو معادل کیږي) کنګل شوې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب