1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې، پر افغانستان به یې اغیز څه وي؟

۱۳۹۹ آبان ۱۱, یکشنبه

یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته به هم د افغانستان په وضعیت کې ښکاره بدلون رامنځته نه شي، خو که بدلون رامنځته کیږي هغه بدلون به څه وي؟ د ټرمپ او بایډن تګلارې د افغانستان لپاره څه لري؟

Kombobild | Donald Trump und Joe Biden

ټاکل شوې د نوامبر پر ۳مه چې د روانې اونۍ د سې شنبې ورځې سره برابره ده، په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې وشي. د دغو ټاکنو دواړو نوماندانو ولسمشر ټرمپ او جو بایډن په خپلو کمپایني غونډو کې د افغان جګړې د ختمولو ژمنه کړې.

د امریکا ټاکنو پورې د افغانانو تړلې هیلې

یوشمېر افغانان پر دې اند دي چې د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ د بریا په صورت کې ښايي د طالبانو او امریکایانو ترمنځ شوې هوکړه عملي شي او افغانان هم خپل منځې موافقې ته ورسیږي.

په امریکا کې افغان سیاسي شنونکي واحد فقیري دویچه ویله ته وویل چي د امریکا داخلي سیاست او ټاکنې د افغانستان پر عمومي وضعیت ژور اغیز لري. ده وویل:

«که چیري ټرمپ ټاکنې وګټي، په اغلب ګومان به د افغانستان په مورد کې خپل نظر او پالیسي عملي کړي.»

دغه امریکا میشتی افغان شنونکی پردې باور دی چې د ټرمپ د بریا په صورت کې به د ۲۰۲۱ میلادي کال د مۍ تر میاشتې خپل ټول سرتیري له افغانستانه راوباسي.

خو ښاغلی فقیري ډير باوري نه دی چې ټرمپ دې د امریکا ټاکنې وګټي ځکه پروینا یې د ټرمپ په ناکامه کېدو کي کورونا ستر رول لري. فقیري زیاتوي:

«اقتصاد خراب دی، زیات امریکایان بېکاره دي. د شتمن او غریب تر مینځ تفاوت زیات شوی. امریکا په خپل ټول تاریخ کې د نن په شان اقتصادي بې عدالتي نه وه تجربه کړې.»

جو بایډن او افغانستان

واحد فقیري د جو بایډن د بریا په صورت کې د افغانستان وضعیت له یوې بلې زاویې تحلیلوي.

دی وايي، هغه مهال چې جو بایډن د بارک اوباما مرستیال ؤ هم افغانستان ته د ډيرو سرتیرو له لېږلو سره مخالف ؤ.

«په مجموع کي جو بایډن د افغانستان د جنګ مخالف دی. یو ځل يې د سپیني ماڼۍ  په مجلسونو کي په قهر ویلي ول چي هیڅکله به هم خپل زوی د افغانستان عبث جنګ ته وا نه ستوي.»

جو بایډن د سږ کال د ولسمشریزو ټاکنو د مناظرو پرمهال ویلي چې «افغانستان یو ملت نه دی او دا هېواد به هیڅکه هم یو ملت نه شي.» د بایډن دغو څرګندونو د افغانانو کلک غبرګون هم له ځان سره درلود.

افغانستان لپاره د امریکا تګلاره

خو هاخوا ځیني افغان کتونکي پردې باور دي چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره اوږدمهاله ده او ټاکنې پرې اغیز نه شي کولای. سیاسي شنونکي اصف ننګ په دې اړه دویچه ویله ته وویل:

«د امریکا سیاست تر ډیره د امریکا د ملي ګټو په محور راڅرخي، دلته شپږ اجنډاوې دي چې افغانستان پکې ډیره محوري اجنډا نه ده، اوس د امریکا څلور اجنډاوې د امریکا په کورني سیاست او دوه نورې یې خارجي سیاست پورې تړلې دي.»

د ښاغلي ننګ پروینا افغانستان اوس د امریکا له بهرني سیاسته وتلې اجنډا ده او دغه دوه بهرنۍ اجنډاوې  یوه یې له اروپا سره سیاست او دویمه یې عربي نړۍ سره د تعامل سیاست مشخصوي.

 ننګ د امریکا دغو اجنډاوو ته په کتو باوري نه دی چې د دغه هېواد ټاکنې دې د افغانستان پروضعیت ژور اغیز وکړي. د پوهنتون استاد محمود مرهون هم وايي، د امریکا بهرنۍ تګلارې هغه بنسټونه یا انستیتیوتونه جوړوي چې هلته د امریکا پر سیاست پوه او تګلاره جوړونکي کسان پکې له کلونو کار کوي.

ښاغلي مرهون دویچه ویله ته وویل، د امریکا تګلارې اوږدمهاله دي او د ټاکنو په پایله کې راتلونکی هر ولسمشر یواځې د تګلارو د پلې کېدو مسؤلیت پرغاړه لري.

«دا معلوم داره خبره ده چې په تقسیم اوقات او ځینو اړخونو کې به یې رئیس جمهور رول لري، مګر د امریکا پالیسي لنډ مهالې نه دي، هغه د کلونو کلونو لپاره جوړیږي.»

د پوهنتون دغه استاد وايي چې له افغانستانه د پوځونو د اېستلو په اړه دواړه نوماندان ورته نظر لري، خو د افغان سولې په برخه کې د ټرمپ سیاست مثبت ارزوي.

ښاغلی مرهون زیاتوي چې د ټرمپ په مقابل کې د بایډن څرګندونو بیا په افغانستان کې خورا خطرناک حساسیتونه هم راپارولي.

ځیني کتونکي د افغانستان په اړه د بایډن او ټرمپ د لومړیتوبونو ترمنځ هم خورا ډیر توپيرونه ویني.

د هغوی پر باور د جو بایډن لومړیتوبونه به د اقتصاد سمول، له اروپا سره د امریکا د اړیکو ښه کول او بیا وروسته افغانستان، خو د ټرمپ ډیر پام په دې ورټول دی چې څنګه افغان جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

اسماعیل شاکر – کابل 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب