1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
طبيعت او چاپيريالامریکا متحده ایالات

په امريکا کې د مصنوعي غوښې د پلورلو اجازه ورکړل شوې

۱۴۰۲ تیر ۱, پنجشنبه

د امريکا دوو شرکتونو په لومړي ځل په لابراتوار کې د جوړې شوې غوښې د خرڅلاو اجازه ترلاسه کړې ده. دا په دې معنا ده چې ډېر ژر به دا په اصطلاح «کرل شوې غوښه» په ځانګړو رستورانتونو کې مشتريانو ته هم وړاندې شي.

آرشيف انځور: مصنوعي غوښه
آرشيف انځور: مصنوعي غوښهانځور: Jeff Chiu/AP/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو د کرهنې وزارت د چهار شنبې په ورځ د دغه هېواد په لابراتوار کې د جوړې شوې غوښې د پلور اجازه ورکړې ده.

د «اپ سايډ فوډز» او «ګډ ميټ» په نوم دا شرکتونه هغه لومړي شرکتونه دي چې په اصطلاح د مصنوعي غوښې د خرڅلولو اجازه یې ترلاسه کړې ده.

په دې ترتيب امريکا تر سنګاپور وروسته دويم هېواد دی چې په اصطلاح د «کرل شوې غوښې» پلور ته پکې اجازه ورکول کیږي.

اړونده موضوع:آیا ۲۰۱۹م کال به د مصنوعي غوښې د توليد کال وي؟

د «اپ سايډ فوډ» شرکت مشر او بنسټ ايښوونکي اوما واليټي، وویل چې دا جواز د «يوه خوب په حقيقت» بدليدو په معنا دی او دا «د يوه نوي عصر د پېليدو نښه ده.» 

واليټي زياته کړې: «د دې غوښې د پلور اجازه به په اصل کې دې ته تغير ورکړي چې غوښه څرنګه زموږ دسترخوان ته را رسيږي. دا د يوه ډېر پايداره راتلونکي پر لور زموږ لومړی ستر ګام دی.»

په لابراتوار کې توليد شوې غوښه څه شی دی؟

په دودیز ډول د ترلاسه شوې غوښې برعکس د لابراتوار دا غوښه په مصنوعي توګه جوړویږي. په دې کې په اصل کې همدا د ژويو پروټين شامل وي، خو د دودیزې غوښې برعکس په دې پروسه کې څاروي نه ذبح کيږي.

اړونده موضوع: آیا اوس به غوښه هم وکرل شي؟

په لابراتوار کې د دې ډول غوښې د جوړولو له پاره له يوه ژوندي څاروي يا  له القاح شويو [Fertilized] حجرو څخه حجرې اخيستل کيږي او بيا سره يوځای کیږي. تر دې وروسته دا حجرې د فولادونو په ټانکونو کې په اصطلاح کرل کيږي او د دې پروسې په ترڅ کې هماغه دول غذايي توکي ورکول کيږي لکه ژوي چې یې خوري. تر دې وروسته دې غوښې ته د ټوټو شکل ورکول کیږي.

د امريکا حکومت که څه هم چې په لابراتوار کې د جوړې شوې غوښې د پلور اجازه ورکړې ده خو دا چې د جوړولو لګښت ډېر دی نو عادي امريکايانو به ورته په سملاسي توګه لاس رسی ونه لري.انځور: Firn/Zoonar/picture alliance

په ۲۰۲۰م کال کې د سنګاپور د «جسټ ايټ» په نوم شرکت ته هم په مصنوعي توګه د توليد شوې غوښې د پلور اجازه ورکړل شوې وه.

دا غوښه به چېرته پلورل کيږي؟

د امريکا حکومت که څه هم چې په لابراتوار کې د جوړې شوې غوښې د پلور اجازه ورکړې ده خو دا چې د جوړولو لګښت ډېر دی نو عادي امريکايانو به ورته په سملاسي توګه لاس رسی ونه لري.

په دې ترڅ کې يوه ډېر معتبر رستورانت د دې ډول غوښې د پلور له پاره قرارادونه کړي دي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د «اپ سايډ فوډ» شرکت وايي چې لومړی فرمایش یې په سان فرانسسکو کې د بار کرين په نوم رستورانت د مشهور آشپز دومينک کرين له خوا ترلاسه کړی وو او غوښه یې هلته پخه شوې وه. د «ګډ ميټ» شرکت له خوا جوړه شوې غوښه په لومړي ځل په مشهور آشپز جوز ايندریس پلورل شوې وه.

آيا په لابراتوار کې توليد شوې غوښه چاپيريال دوسته ده؟

د مصنوعي غوښې صنعت د چاپیريالي نقطه نظره هم ستايل شوی دی. د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهنې د ادارې د شمیرو په حواله په ټوله نړۍ کې د ګلخانه يي ګازونو د افرازاتو ۱۴،۵ سلنه برخه د څارويو له محصولاتو څخه ده.

اړونده موضوع: بازار ته مصنوعي غوښه وړاندي کيږي

له همدې کبله په لابراتوار کې جوړه شوې غوښه د چاپيريال دوسته بديل په توګه وړاندې کيږي.

خو تېره میاشت د کليفورنيا پوهنتون له خوا په خپرې شوې يوه څېړنې کې ويل شوي دي چې دا په اصطلاح نوې غوښه هم دومره چاپيريال دوسته نه ده لکه په اړه چې یې فکر کیږي.

د څېړنې په حواله په لابراتوار کې د غوښې د توليد له پاره چې په ټولو پړاونو کې څومره انرژي مصرفيږي او له دې څخه چې څومره ګلخانه يي ګازونه افرازيږي، هغه د دودیزې غوښې د چمتو کولو په پرتله څو برابره ډېر دي. زياته شوې چې په ځانګړي توګه په لابراتوار کې د غوايي د غوښې پر جوړولو دا خبره سل په سلو کې صدق کوي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب