1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپینه ماڼۍ: امريکا په افغانستان کې د القاعدې د څار وړتيا لري

۱۴۰۰ فروردین ۲۷, جمعه

سپينې ماڼۍ ويلي دي چې په افغانستان کې بې له نظامي حضوره هم د دې وړتيا لري چې د القاعدې ډلې د بيا پياوړي کيدو هر ډول هڅې وڅاري. تر دې مخکې د امريکا د دفاع وزير ټینګار کړی وو چې د ترهګرۍ ضد ځواک به په سيمه کې پاته شي.

USA White House Press Secretary Jen Psaki PK
انځور: Drew Angerer/Getty Images

سپينې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ويلي چې امريکا متحده ایالات د دې وړتيا لري چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د سر راپوته کولو هر ډول هڅه وڅاري، پرته له دې چې په دغه هیواد کې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکړي. دا څرګندونې تر هغه وروسته شوي چې ولسمشر جو بايدن اعلان وکړ چې تر کابو شلو کلونو جګړې وروسته امريکایي ځواکونه له افغانستان څخه راوباسي.

د سپېنې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي خبريالانو ته وويل: «موږ ډاډه يوو چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښونو او د القاعدې شبکې د قوي کيدو د هر ډول هڅو د نظارت له پاره اړين وسايل لرو. پرته له دې چې په دغه هېواد کې مو خپل پوځي حضور ته ادامه ورکړې وي.»

همدا راز د امريکا د دفاع وزير لوېد اوستین هم ډاډ څرګند کړی دی چې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته به هم د امريکا متحده ایالاتو د پوځ د ترهګرۍ ضد بوختياوې دوام ولري څو په افغانستان کې پر فعالو ترهګرو ډلو فشار ته ادامه ورکړای شي. خو نوموړي په دې اړه د جزياتو له ورکړې ډډه وکړه چې د دغو امريکایي ځواکونو شمير به څومره وي او چيرته به ځای پر ځای کیږي.

خو د نظامي چارو يو شمير کارپوهان بیا په دې آند دي چې د امريکا متحده ایالاتو او متحدينو له خوا یې له افغانستانه د وتلو پريکړه د افغان حکومت له پاره هم يو جدي فشار دی او دا چې تر اوسه د سولې د خبرو برخه ليک هم معلوم نه دی نو امريکا به سره له دې له افغانستانه څخه خارجيږي، په سيمه کې به حضور ولري. د نظامي چارو کارپوه جاويد کوهستاني له دويچه ويله سره په خبرو کې د منځنۍ آسيا هيوادونو ته اشاره وکړه.

طالبانو امريکا د دوحې د تړون په نقضولو تورنه کړې دهانځور: Ibraheem al Omari/REUTERS

هغه وویل: «ډېر احتمال لري چې امريکا متحده ایالات سره له دې چې له افغانستانه خارجيږي د پخوا په څېر د منځنۍ آسيا په هيوادونو لکه قرغیزستان، تاجيکستان او ازبکستان څخه په يوه کې خپلې پوځي اډې ولري چې افغانستان ته نزدې اوسي او همداراز د خليج له هيوادونو څخه هم افغانستان ته رسيدګي کولی شي.»

نوموړي زياته کړه چې د استخباراتي اطلاعاتو په برخه کې به هم امريکا ډېره مرسته ترلاسه کړي. هغه په سيمه کې د امريکا فعالې استخباراتي شبکې ته اشاره وکړه: «امريکا او د سیمې هيوادونو په افغانستان کې په دې برخه کې کافي مخفي کدرونه روزلي دي چې کولی شي د اړتيا پر وخت ورته د اطلاعاتو رسولو په برخه کې مرسته وکړي.»

نوموړي آن د طالبانو او افغان حکومت په ليکو کې د امريکا له پاره د دغه ډول مخفي اطلاع رسوونکو د شتون خبره وکړه.

نوموړي زياته کړه چې طالبان په وار وار سره امريکايانو ته په هغه صورت کې چې د دوحې تړون عملي نه کړي او د مي تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستانه خپل ځواکونه ونه باسي، د بريدونو ګواښ کړی چې له دې څخه یې موخه پر هغوی د ډېر فشار واردول دي.

نوموړي زياته کړه: «خو که چېرې يوه انتقالي ټول شموله اداره رامنځته شي نو ښايي دا مشکل حل شي. خو چېرې دا څه پېښ نه شي او وضعيت همداسې ادامه پيدا کړي نو دا احتمال چې طالبان نورې سيمې هم ونيسي، ډېر لوړ دی.» د هغه په خبره دا چې امريکا به بيا هغه وخت څه عمل کوي، دا يوه مهمه پوښتنه ده.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن له افغانستانه د خپلو عسکرو د وتلو د اعلان پر وخت د القاعدې شبکې يادونه وکړه او ویې ویل چې امريکا په افغانستان کې خپله دنده سر ته رسولې ده چې له دې څخه يې موخه د القاعدې د مشر اسامه بن لادن وژنې په دې سره د دې ډلې کمزوره کیدو ته وه. خو په سيمه کې اوس هم د ترهګرو ډلو د فعاليت په اړه اندیښنه موجوده ده.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب