پر افغانستان د چابهار د بندیزونو د معافیت د لغوه کيدو اغیزې
۱۴۰۴ شهریور ۲۸, جمعه
متحده ایالاتو اعلان کړی دی چې پر ایران د لګېدلو بندیزونو څخه د دغه هېواد د چابهار بندر معافيت لغوه کوي.
د امريکا دا ګام کولی شي د هند او افغانستان پر تجارت هم اغیزه وکړي ځکه د افغانستان او هند ترمنځ په دې وروستیو کلونو کې تجارت تر ډېره له همدې بندر څخه کیده.
امريکا په ۲۰۱۸م کال کې د افغانستان د بيارغونې او اقتصادي پراختيا په هدف د ایران د چابهار بندر پر دغه هېواد له لګېدلو بندیزونو څخه معاف کړی وو.
په هغه خبرپاڼه کې چې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا نشر شوې، راغلي دي چې د ایران د رژيم د منزوي کولو په موخه د ولسمشر دونالد ترمپ، د حداکثر فشار له سياست سره سم، په ۲۰۱۸م کال کې د افغانستان د بيارغونې او اقتصادي پراختيا په موخه د بندیزونو صادر شوی معافيت لغوه کوو او دا پريکړه به د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر له ۲۹مې څخه عملي شي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلاميه کې راغلي: «د معافیت د لغوه کيدو له اجرايي کيدو وروسته به، هغه کسان چې چابهار بندر اداره کوي او يا په نورو هغو فعاليتونو کې ښکیل وي چې د «ايران د آزادۍ او اتومي وسلو د پراختيا سره د مقابلې په قانون» کې ليکل شوي دي، ممکن د همدې قانون پر اساس له تحريمونو سره مخامخ شي.»
افغانستان تر ټولو نږدې پروت تجارتي بندر له لاسه ورکوي؟
افغانستان چې سمندر ته لاس رسی نه لري، د پاکستان له لارې په تجارت کې تل له ستونزو سره لاس او ګريوان وي او همدا علت وو چې په دې وروستیو کلونو کې یې تر ډېره د چابهار بندر پر لاره باندې تمرکز کړی وو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع خونو مرستيال خان جان الکوزي، دويچه ویله ته وويل چې د افغانستان او هند ترمنځ زياتره سوداګرۍ د چابهار بندر له لارې کیږي.
الکوزي، وويل که څه هم چې د پاکستان د واهګه بندر لاره د افغانستان او هند ترمنځ د تجارت تر ټولو نږدې لاره خو تر هغه وروسته چې دا لاره د نوي ډيلي او اسلام آباد ترمنځ د ترينګلتياو له کبله د ستونزو ښکار شوې، افغانستان د خپلو صادراتو له پاره د چابهار له لارې استفاده کوي.
اړونده موضوع: د هند او ایران ترمنځ د چابهار تړون او د امریکا خبرداری
هغه وویل چې افغانستان ته زياتره واردات د ايران د عباس بندر له لارې کیږي خو د افغانستان صادرات د چابهار بندر له طريقه ترسره کیږي: «په دې وروستیو کې زموږ د وچې مېوې تر ۲۰ سلنه صادرات د چابهار بندر له لارې کیږي.»
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع خونو مرستيال وويل چې پر چابهار بندر د بندیزونو په عملي کيدو سره به، افغانستان يوازې وکولی شي د جبل علي او منځني ختيځ له لارې صادارت ولري چې لا لارې «ډېرې لېرې دي او ګران بيه تمامیږي.»
الکوزي وويل چې دا ګام به د افغانستان او سيمې پر تجارت جدي منفي اغیزه ولري.
د سيمې له هېوادونو سره د هند د سوداګرۍ په اړه جدي پوښتنه
د «ټايمز آف انډيا» هندۍ ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې ليکلي دي چې د ایران پر ستراتيژيک چابهار بندر د امريکا د بندیزونو فعاليدل به سترې ننګونې له ځان سره ولري.
دغه ورځپاڼې ولي دي چې په چابهار بندر کې به ښايي هندي اوپراتوران د امريکا له مجازاتو سره مخامخ شي او دا به د سيمې له هېوادونو سره د هند د تجارتي پروژونو په اړه مهمې پوښتنې را ولاړې کړي.
ټايمز آف انډيا ويلي دي چې په دې وروستيو کلونو کې د چابهار بندر له لارې ۸ ميليون ټنه توکي وارد او صادر شوي او همدا راز په لسونو زره کانتینرونه انتقال شوي دي.