1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنگټن روسيه دنوي ستارت له اټومي تړون څخه په سرغړونه تورنوي

۱۴۰۱ بهمن ۱۲, چهارشنبه

واشنگټن ويلي دي چي د روسيې او اوکراين د جگړې پرسر شخړو په زياتيدو سره، مسکو د نوي ستارت له اټومي ټړون څخه پيروي نه کوي. دغه تړون چي په اوس وخت کي تر ۲۰۲۶م کال پوري اعتبار لري، د دواړو هيوادونو اټومي وړتياوي محدودوي.

Russland, Plesetsk | Test einer ballistischen Interkontinentalrakete
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance

امريکا متحده ايالاتو د سې شنبې په ورځ ويلي دي چي روسيه د »نوي ستارت« تړون شرطونه نقض کړي او په خپله خاوره کي نظارتي فعاليتونو ته اجازه نه ورکوي.

په دې اړه د امريکا حکومت موندني، کانگرس ته استول سوي او د بهرنيو چارو وزارت د هغو د محتوا لنډيز په يوې اعلاميه کي خپور کړی دی.

«د اټومي تسليهاتو کنټرول ته يو گواښ»

د امريکا متحده ايالاتو د خارجه وزارت وياند ويلي: «د نظارتي فعاليتونو د ارزوني له آسانولو څخه د روسيې ډډه کول، د امريکا متحده ايالاتو مخه نيسي چي په دغه تړون کي راغلو مهمو حقونو ته لاس رسی پيدا کړي او د امريکا او روسيې د اټومي وسلو د کنترول وړتيا تهديدوي.»

بایډن: امریکا اوکراین ته اف ۱۶ جنګي الوتکې نه ورکوي

د سنا مجلس د ملي امنيت کمېټې مشرانو چي بايد دغه ډول تړونونه تصويب کړي، ويلي دي چي د روسيې له خوا د دغه تړون د شرايطو نه مراعاتول به په راتلونکي کي د تسليحاتي ترتيباتو په اړه پريکړې اغيزمني کړي.

ديموکرات سناتورانو، باب مينندس، جک ريد او مارک وارنر په يوې اعلاميه کي ويلي دي: «خو دا بايد ډېره واضح سي چي له روسيې سره د وسلو د ستراتيژيک کنترول د هرډول معاهدې په پام کي نيولو سره به، د نوي ستارت تړون له ژمنو څخه پيروي په راتلونکي کي حياتي وي.» 

په اوکراین کې د لویدیځ ټانکونو ویجاړولو له پاره نغدي انعامونه

واشنگتن د دغه خبر تر اعلان مخکي، په مياشتو مياشتو  په دغه برخه کي په ارزونو بوخت ووو چي د روسيې او اوکراين د جگړې په هکله پر سختو شخړو سربيره، به آيا دواړه هيوادونه وکولاي سي د ستراتيژيکو اټومي وسلو د محدودولو په هکله همکاري وکړي.

د نوي ستارت تر تړون لاندي د روسيې او امريکا د سايتونو څار، د دواړو هيوادونو له خوا د ۲۰۲۰م کال په مارچ مياشت کي د کرونا د وبا له امله وځنډيد.

شولڅ: د اوس له پاره د روسیې د اټومي وسلو د کارونې خطر نشته

د امريکاـ روسيې کمېټې چي هدف يې د دغه تړون له عملي کولو څخه اطمينان دی، د وروستي ځل له پاره د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کي يوه غونډه جوړه کړه.

د ۲۰۲۰م کال په نوومبر مياشت کي، روسيې د دغو خبرو اترو بله دوره هم وځنډوله او دا کار يې له اوکراين څخه د امريکا ملاتړ او د روسيې په وړاندي تحريمونه وبلله. نوموړي هيواد همدغه خبره د روان کال په پيل کي له څارونکو سره د نه همکارۍ دليل راوړ.

د شمالي کوريا پاروني؛ امریکا او سویلي کوریا د اټومي وسلو پر تمريناتو بحث کوي

په ملگرو ملتونو کي د روسيې سفير، اناتولي انتونوف وويل، مسکو د نوي ستارت تړون د نورو شرايطو او محدوديتونو رعايت کوي. انترفکس خبري آژانس د انتونوف له خولې رپوټ ورکړی دی چي په اوس وخت کي د روسيې ستراتيژيکو تاسيساتو ته د امريکا بلنه مناسبه نه ده.

له جگړې وروسته د اټومي گواښونو محدودول

نوی ستارت تړون، له نړيوالي جگړې وروسته، د دواړو هيوادونو ترمنځ د اټومي تسليحاتو د کنترول په اړه وروستۍ پاته سوې معاهده ده.

دغه تړون، دواړه هيوادونه محدودوي چي ۱۵۵۰ ځای پر ځای سوي اټومي سرگلولې او ۷۰۰ بالستيک توغندي او ستر بمونه په اختيار کي ولري.

دواړه هيوادونه، امريکا او روسيه د نړۍ د اټومي سرگلولو شاوخوا ۹۰ سلنه په اختيار کي لري. خو بيا هم د دواړو هيوادونو د سرگلولو د ساتلو ساحې، په اوس وخت کي د سړې جگړې په پرتله کوچنۍ دي.

GP/NZ/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل