د ملګرو ملتونو د افغانستان ماموریت د تمدید پر سره جنجالونه
۱۴۰۰ اسفند ۱۲, پنجشنبهدغه ماموریت د مارچ میاشتې په ۱۷ نیټه د نه تمدید په صورت کې پای مومي او هر کال د یوه کال له پاره تمدیدیږي. د امریکا استازي ټینګار کوي چې دغه ماموریت دې د بشري حقونو د ملاتړ له پاره په قوي شکل تمدید شي داسې یوه موضوع چې مسکو ورسره مخالفت لري.
د چهارشنبې ورځې په غونډه کې په امنیت شورا کې د روسیې د استازي مرستیالې انا اواسټیګنیوا، د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ماموریت د تمدید په هکله وویل مسکو د بشري حقونو د عنصر د عملي کولو په برخه کې موافق نه دی.
د هغې په خبره موږ د بشري حقونو موضوع له بشري وضعیت او همدا راز له مرستو سره د وصل کولو خلاف یو. خو د امریکا متحده ایالاتو د استازې مرستیال جیفری ډي لورنتیس بیا وویل چې امریکا متحده ایالات د ملګرو ملتونو د ماموریت په چوکاټ کې د بشري حقونو د څار او د بشري مرستو د همږغۍ د نقش ادا کولو ملاتړي یو.
په دې ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو استازي پر چین هم سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې دا د خفګان خبره ده چې چین د امریکا د کارونو پر انتقاد ډیر وخت مصرفوي خو په خپله د افغانانو د مرستې له پاره هیڅ نه کوي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو د استازې مرستیال جیفری ډي لورنتیس په دې هکله زیاته کړه: «چین په ملګرو ملتونو کې دویم ستر مالي مرسته کوونکی دی. د افغانانو د مرستې او یا د سیمې د امنیت له پاره چین چې څه کړي، د هیڅ برابر دي.»
په ورته وخت کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د امنیت شورا په غونډه کې پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د انزوا پر ځای دې له طالبانو سره کار وکړل شي چې په خبره یې د مثبت تغیر له پاره همدا یوازینۍ لار ده.