1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«روسیه پر اوکراین د حملې له پاره بهانه لټوي»

۱۴۰۰ بهمن ۲۹, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن ویلي دي چې کیدای شي په نږدې راتلونکي کې نظامي عملیات پیل شي، خو په خبره یي اوس هم ممکنه ده چې د اوکراین بحران په دیپلوماتیکه توګه حل شي.

Donbas | Pro-Russische Soldaten beobachten
انځور: Kisileva Svetlana/ABACA/picture alliance

د امریکا ولسمشر جو بایدن د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین کړکېچ په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: «موږ ته د باور کولو له پاره داسې ډېر وسایل موجود دي چې هغه [روسیه] د کوم جعلي اقدام په وسیله د برید کولو په خاطر بهانه لټوي.»

د جعلي برید په وسیله عموماً یو هیواد د خپلو ګټو پر خلاف عمل کوي، څو د هغه ځوابي عمل پرې توجیه کړای شي. امریکا د تیرو څو اونیو راهیسې وایي چې دا ډول اقدامات د روسیې د پلان یوه برخه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې وویل چې روسیه د دا ډول یوه جعلي برید تیاری نیسي. نوموړي د داسې څو طریقو یادونه وکړه چې مسکو یي پر اوکراین د برید د توجیه کولو له پاره کارولی شي. خو روسیې بیا دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللي دي او امریکا یي کړکېچ ته په لمن وهلو تورنه کړې ده.

د روسیې د هوایي ځواکونو په امادګۍ کې سرعت

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا، ویلي دي چې بیلتون غوښتونکو د اوکراین په ختیځ لوهانسک کې د روسیې تر کنترول لاندې سیمې څخه د ټانک په وسیله ډزې کړي دي. یوه مرمۍ د ماشومانو پر یوه ښوونځي لګیدلې ده چې په پایله کې یي دوه ښوونکي ټپیان شوي دي. اوکرایني پوځ پر د بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې سیمې د ځوابي ډزو کولو څخه انکار کړی دی.

په همدې منځ کې د امریکا د دفاع وزیر لائیډ آستن په بروکسل کې د ناټو په مقر کې ویلي دي چې ډېري روسۍ الوتکې په فضا کې پرواز کوي. هغه وویل: «موږ په توره بهیره کې د دوی په امادګیو کې چټکتیا لیدلې ده.»  

د پوځ دغه پخواني جنرال ویلي: «موږ دا هم لیدلي دي چې دوی د زیرمه کولو له پاره د وينې جمع کول هم پيل کړي دي...زه پخپله هم عسکر پاتې شوی یم او زه د خپلو تجربو له مخې ویلی شم چې دا ډول شیان څوک بې له کوم دلیله نه کوي.»

ولسمشر بایدن هم ویلي دي چې دوی داسې کوم ثبوت نه دی ترلاسه کړی چې پر بنسټ یي وویل شي چې روسیه د اوکراین له سرحد څخه خپل پوځ بیرته پر شا کوي.

د روسیي انکار

د روسیې خبري آژانس «آر آی ای» په حواله کرملین وایي چې د بایدن له خوا د برید له خبرداري سره په کړکېچ کې زیاتوالی راځي.

د پنجشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله یوه اعلامیه کې ویلي دي: «روسیې پر اوکراین هیڅ برید نه دی کړی، چې په اړه یي امریکا او د هغې متحدین له یوې مودې راهیسې اعلانونه کوي او نه هم د برید کولو کوم پلان لري.»

خو روسیې دا هم ویلي دي چې که واشنګټن د امنیت په اړه د مسکو غوښتنې پوره نه کړي، نو کیدای شي دوی پوځي عملیات وکړي. د روسیې په غوښتنو کې اوکراین ته د ناټو پر غړیتوب بندیز او د اروپا له ختیځ څخه د امریکایي پوځیانو بیرته ستنول شامل دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب