1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

امریکا وايي ګڼ ایراني ډرونونه ېې ویشتلي دي

محمد کریم صالح فرانس پریس
۱۴۰۵ خرداد ۲۳, شنبه

امریکا وايي په هرمز تنګي کې ېې د ایران ګن شمېر ډرونه رانسکور کړي دي. دغه ادعا داسې وخت شوې چې تر دې څو ساعته مخکې دواړو لورو ویلي وو چې د جګړې د پای له پاره د بل هر وخت په پرتله توافق ته ډېر نژدې شوي.

په هرمز تنګي کې سترې او وړې کشتۍ - نېټه د جون ۱۱مه ۲۰۲۶
امریکا وايي په هرمز تنګي کې ېې د ایران ګن شمېر ډرونه رانسکور کړي ديانځور: Amirhosein Khorgooi/ISNA/WANA/REUTERS

په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سینتکام) پر اکس شبکه ولیکل چې ایران «پر هرمز تنګي تېرېدونکو تجارتي کښتیو د هدف ګرځولو په یوه هڅه کې ګڼ شمېر ځانمرګي ډرونونه توغولي دي.»

سنیتکام په خپل پُست کې ویلي: «امریکايي ځواکونو په وروستیو ساعتونو کې ټول ډرونونه نسکور کړل په داسې حال کې چې په تنګي کې د کښتیو تګ راتګ په خپل حال ادامه درلوده.»

سنتګام زیاته کړې د هرمز تنګی به چې له فارس خلیجه د تېلو او ګازو د لېږد یوه کلیدي سمندري لار ده د «ترانزیت پر مخ پرانېستې پاته وي،» سربېره پر دې چې ایران ېې د جګړې له پیل راهیسې د بندولو هڅې کوي.

د ایران او امریکا ترمنځ د نظر اختلاف لا هم ادامه لري او ایراني رسنیو ځينې داسې جزئیات خپاره کړل چې ظاهرا د واشنګټن له غوښتنو سره په ټکر کې دي.

د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد تر دې مخکې د ایران او امریکا تر منځ د خبرو اترو کوربه پاته شوې دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر ټولنیزې رسنۍ خپور شوي یو پست کې ويلي چې د «اسلام آباد هوکړه لیک نهايي کیدل، هېڅ کله په دې حد کې نژدې شوی نه وو.» 

نور ولولئ: ترمپ: ښايي د اونۍ په پای کې له ایران سره توافق ته ورسېږو

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په داسې حال کې چې د جمعې په سهار ېې ایران په مذاکراتو کې پر «بد نیتۍ» او د هوکړې شرایطو پر تحریفولو تورن کړ، څو ساعته وروسته ېې پر خپلې شخصي ټولنیزې شبکې د عراقچي د پیغام سکرين شاټ خپور کړ.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي د ترمپ د «بد نیتۍ» ادعا سربېره وویل چې اوس له واشنګټن سره «په ډېرو برخو کې» توافق ته رسېدلي يو.

د ایران د دولتي رسنۍ (IRIB) د رپوټ پر اساس، خارجه وزیر عراقچي وویل تر هغې پورې چې پر ټولو موضوعاتو یو بشپړ توافق شوی نه وي، «په قاطعیت سره نشي ويلي چې [ایران] امریکا متحده ایالاتو سره هوکړې ته رسیدلی.»

د ایران او امریکا جګړه او منځګړی پاکستان

00:53

This browser does not support the video element.

 تهران واشنګټن سره یو تفاهم ته د رسیدو په برخه کې خپل مشخص وړاندیزونه لري او د هغو پر عملي کولو ټینګار کوي.

عراقچي له دولتي تلویزیون سره په یوه مرکه کې د تهران د شرایطو ځينې جزئیاتو ته په اشارې وویل چې دوی د امریکا لخوا د ایراني بندرونو د محاصرې لرې کول او د هرمز تنګي په ناڅرګند مدیریت کې بدلون غواړي.

هغه د ایران د غني شویو یورانیمو په هکله چې واشنګټن ېې د تهران د اټومي پروګرام یوه برخه ګڼي، وویل چې پرې توافق ته د رسېدو یوازینۍ لار دا ده چې «غني کیدل ېې دننه په ایران کې کم شي.»

نور ولولئ: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نقوي د خبرو اترو لپاره ایران ته سفر کړی

 د مهر په نوم ایراني خبري آژانس د جمعې په ورځ د ایران مذاکراتي ټيم ته د یوې نژدې سرچينې له قوله وویل چې په تړون کې د ایران د ۲۴ میلیارډه کنګل شوو ډالرو آزادول هم شامل دي.

پاکستان چې په دغو مذاکراتو کې منځګړيتوب کوي هیله مند دی چې تهران او واشنګټن ژر نهايي هوکړې ته ورسیږي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف منلې چې «د سولې تړون نهايي متن چمتو شوی دی.»

هغه زیاته کړې «سولې ته رسېدل هېڅ کله دومره نژدې نه وو لکه اوس،» خو په عین حال کې ېې تړون سره په تړاو «د بې وقفې ناسمو معلوماتو» موجودیت هم تائید کړ.

په ورته وخت کې یو لوړپوړي امریکايي چارواکي هم هیله مندي ښوولې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ «توافق به په راتلونکو څو ورځو کې لاسلیک شي.»

د فرانسې خبري آژانس په حواله دغه چارواکي خبریالانو ته وویل: «که چېرته زه وغواړم تاسو ته د دغه تړون د لاسلیک کولو په هکله اطمینان درکړم نو زه به تاسو ته همدا نن سهار د هغه [امکان] ۷۵ سلنه ووایم حتی اوس کېدای شي تر دې هم زیات ۸۰ تر ۸۵ سلنه وي، خو دا ۱۰۰ سلنه نه دی.»

نور ولولئ: ټرمپ له ایران سره د احتمالي هوکړې د تعدیل غوښتنه وکړه

 بل خوا د سویس د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې دغه هیواد له امریکا متحده ایالاتو او ایران سره په اړیکه کې دی او «د دواړو لورو د توافق په صورت کې سویس د ممکنه تړون د لاسلیک کولو د ځای په توګه وړاندیز شوی دی.»

خو عراقچي بیا ويلي دي چې امریکا سره توافق ښايي له لیرې [انلاین] لاسلیک شي او زیاته ېې کړه چې دا کار کېدای شي «په راتلونکو ورځو کې» وشي.

د امریکا متحده ایالاتو نژدې متحد او د ایران سرسخته رقیب، اسرائیل، وايي چې جمهور رئیس دونالد ترمپ ورسره ژمنه کړې چې د هر ډول توافق په صورت کې به د ایران اټومي پروګرام لغوه کوي، خو ایراني چارواکو ایرنا خبري آژانس ته ویلي چې د اټومي پروګرام موضوع اصلا د مذاکرې په میز کې نشته.

د ایرنا د رپوټ پر اساس، تر ابتدايي توافق وروسته به ایران او امریکا متحده ایالات ۶۰ ورځې خبرې اترې ولري او ټینګار به وشي چې د «ایران د یورانیمو د غني کولو او د غني شوو موادو د ساتلو حق» په نهايي تړون کې ورزیات شي.

نور ولولئ: ټرمپ وايي ایران منلې چې اټومي وسلې به ونه لري

له آرشیف څخه: 

اسلام اباد؛ د ایران-امریکا مذاکراتو ته چمتوالی

01:19

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب