1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

سنا مجلس د ایران جګړې پای ته رسولو پريکړه ليک تصويب کړ

بريښنا صابر | د فرانسې خبری آژانس، رويترز
۱۴۰۵ تیر ۳, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو سنا مجلس د سه شنبې په ورځ هغه پريکړه ليک تصويب کړ چې پر ترمپ، د ایران پر وړاندې د امريکا د نظامي عملياتو ختمولو غږ کوي. دا ګام په اصل کې پر سپينه ماڼۍ د دواړو ګوندونو له لوري يو نادر انتقاد دی.

ولسمشر دونالد ترمپ د وينا پر مهال
د امريکا د سنا مجلس له خوا تصويب شوی دا پريکړه ليک د ولسمشر ترمپ، لاسليک ته اړتيا نه لري او له حقوقي نظره جنجالي دی. انځور: Jeanne Accorsini/SIPA/picture alliance

دا پريکړه ليک چې تر ډېره سمبوليکه بڼې لري، د ۴۸ مخالفو رايو په مقابل کې د ۵۰ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره په سنا مجلس کې چې جمهوري غوښتونکي پکې اکثریت لري، تصويب شو.

تر دې دمخه د امريکا استازو مجلس هم دا پريکړه ليک د جمهوري غوښتونکو په ملاتړ  تصويب کړی وو.

دا پريکړه ليک د ولسمشر ترمپ، لاسليک ته اړتيا نه لري او له حقوقي نظره جنجالي دی. 

د ايران د جګړې په اړه د کانګرس اندېښنې

دا رايه اچوونه په کانګرس کې د ایران پر وړاندې د جګړې په اړه د اندیښنو ښکاروندوي کوي چې په فيبرورۍ میاشت کې پر دغه هېواد باندې د امريکا او اسرائيل له بريدونو سره پېل شوه.

اړونده موضوع: پزشکيان له متحده ايالاتو سره هوکړه ستايلې ده

همدا راز دا رايه اچوونه له هغو لږو مواردو څخه ده چې د جمهوري غوښتونکو يوې برخې د ولسشمر د سياست پر ضد او د ديموکراتانو سره يوځای رايه ورکړې ده. دا موضوع ښيي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند ځيني غړي د ایران پر وړاندې د امريکا د جګړې په اړه بدبينه شوي دي.

ترمپ پريکړه ليک بې اهمیته بللی

ولسمشر دونالد ترمپ، د کانګرس دا پريکړه ليک «بې معنا» بللی دی او په خبره یې وخت یې مناسب نه وو.

نوموړي د «تروت سوشيال» په شبکه کې پر سنا مجلس نیوکې وکړې چې د جګړې د واک په اړه یې «بې معنا رايه اچوونه» یې ترسره کړې ده.

ترمپ، زياته کړې: «دا سناتوران زما کار لا سختوي خو زه یې په يوه نه يوه شکل کې سرته رسوم ځکه تل کار سر ته رسوم.»

د جګړې په اړه د امريکا عامه افکار بدبينه شوي

دا رايه اچوونه په داسې حال کې ترسره شوې چې د رويترز/ ايپسوس د يوې ګډې نظر پوښتنې په حواله درې په څلورمه برخه امريکایان باور نه لري چې د ایران پر وړاندې د امريکا جګړه په ترسره شويو لګښتونه ارزېدله. اکثريت ګډونوالو همدا راز ويلي دي چې له ایران سره به اوربند پایدار نه وي.

اړونده موضوع: د ایران او امريکا ترمنځ د ۱۴ ماده يي تفاهم اصلي ټکي

يو شمیر جمهوري غوښتونکو هم د دې جګړې د اقتصادي لګښتونو په اړه انديښنې څرګندې کړي دي.

له بله پلوه ديموکراتان استدلال کوي چې ولسمشر د کانګرس د تائيد پرته د جګړې په پيل کولو سره له اساسي قانون څخه سرغړونه کړې ده. 

وروستۍ هوکړې ته د رسېدو هڅې

په همدې حال کې د ولسمشر ترمپ، حکومت هڅه کوي چې له ایران سره د تفاهم يادښت يا لومړۍ هوکړه پر يوه وروستي توافق باندې واړوي؛ داسې يو توافق چې د ایران د اتومي پروګرام، د بندیزونو د لغوه کولو او هرمز تنګي د وضعيت په څیر موضوګانې به پکې شاملې وي.

اړونده موضوع؛ د ایران د توغنديو او ډرونو زېرمه څومره ستره ده؟

د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات ادامه لري خو د دواړو هېوادونو چارواکي د اتومي پروګرام او هرمز تنګي په څیر مهمو او اصلي موضوعاتو په اړه تل ضد او نقيض څرګندونې کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب