امریکا له لبنان سره د حزب الله د بې وسلې کولو له پاره ۲۳۰ میلیونه ډالره امنیتي مرسته کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ترمپ حکومت له هیواده بهر خپل د مالي ملاتړ اکثره پروګرامونه کم کړي دي.
حزب الله چې ایران یې ملاتړ کوي تر اوسه پورې د بې وسلې کیدلو په اړه یې غوښتنې رد کړي ديانځور: Marwan Naamani/ZUMAPRESS/picture alliance
اعلان
رویټرز خبري آژانس په واشنګټن او بیروت کې د سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت په روانه اونۍ کې د حزب الله د بې وسلې کولو په خاطر د لبنان امنیتي ځواکونو ته د ۲۳۰ میلیونه ډالره مالي مرستې له ځانګړې کولو سره موافقه کړې ده.
دغه مالي ملاتړ په داسې یوه وخت کې صورت نیولی دی چې د ترمپ حکومت د مالي ملاتړ اکثره بهرني پروګرامونه را کم کړي دي او اعلان یې کړی دی چې د اتباعو د مالیاتو په مصرفولو کې د حکومت لومړيتوب «اول امریکا» ده.
د رویټرز د لیکنې په اساس داسې معلومیږي چې لبنان ته د امریکا ۲۳۰ میلیونه ډالره مرستې ځانګړې کول، د هغې لومړیتوب منعکس کوونکی دی چې ترمپ د غزې او تر هغې ور اخوا په سیمه کې د شخړې د حل له پاره ورته قایل شوی دی.
متحده ایالات په دې هکله څه وایي؟
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د رویټرز د پوښتنې په ځواب کې یوه اعلامیه استولې ده او په هغې کې یې له لبناني ځواکونو څخه د امریکا ملاتړ ته په اشارې سره ویلي دي چې دغه ځواکونه: «د ټول هیواد په کچه د لبنان د حاکمیت د تامین او د ۱۷۰۱ کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک د بشپړ عملي کولو کوښښ کوي».
هغه پریکړه لیک چې د دې ویاند په خبره : «د لبنانیانو او اسرائیلیانو ترمنځ د یوه باثباته امنیتي نظم له پاره یو د اعتبار وړ چوکاټ دی»
دغه پریکړه لیک چې د ۲۰۰۶م کال په اګست کې تصویب شو، د حزب الله او اسرائیل ترمنځ د خونړۍ شخړې وروستي دور ته یې د پای ټکې کیښود.
په غزه کې د جګړې له پيل څخه وروسته د حماس له ترهګرې ډلې څخه په ملاتړ د غچ اخیستونکي غبرګون په ترڅ کې، د دغې ملیشه ډلې او اسرائیل ترمنځ د نښتونوی پړاو پیل شو چې په هغې کې اسرائیل څو ځله د لبنان خاوره په نښه کړه او د حزب الله پوځي مرکزونه یې بمبار کړل.
حزب الله چې ایران یې ملاتړ کوي تر اوسه پورې د بې وسلې کیدلو په اړه یې غوښتنې رد کړي دي. خو سره له دې هم دغه ملیشه ډله د وسلو سپارلو په خاطر په لبنان کې د داخلي رقیبانو او همدارنګه د واشنګټن له خوا تر فشار لاندې قرار لري.
د لبنان شعيه مذهبه سياسي او وسله وال تنظيم حزب الله ډېر پياوړی بلل کيږي. خو پر دغه تنظيم داسي تورونه دي چي د لبنان تر څنګ په سيمه کي په کړکېچونو کي لاس لري.
انځور: Reuters/A. Taher
د حزب الله منځ ته راتلل
حزب الله سازمان چي «د الله ډله» معنی ورکوي په ۱۹۸۲ کال د اسرائيل له خوا د لبنان پر جنوب تر بريد وروسته د مذهبي مشرانو له خوا جوړ کړل سو. دغه سازمان دوې څانګي لري چي يوه يې سياسي او بله يې وسله واله ده.
انځور: picture-alliance/dpa
د اسرائيل پر ضد ملي پيوستون
حزب الله سازمان په لومړي ځل په ۱۹۸۰م کال کي د شعيه مذهبه ملېشې په توګه راپورته سو. دغې ډلې د لبنان په کورنۍ جګړه کي مهم رول لاره. په ۲۰۰۰م کال چي کله اسرائيلو له جنوبي لبنان څخه خپل ځواکونه پر شا کړل، د هغه تر شا هم د حزب الله چريکي عمليات ول. په ۲۰۰۶م کال د اسرائيلو او حزب الله تر منځ بيا جګړه وسوه. خو په دغه جګړه کي نورو مذهبي ډلو هم له حزب الله سره مرسته وکړه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Zaatari
د ايران ملاتړ
د حزب الله له جوړښت راهيسي له دغه سازمان سره ايران او د شام هيوادونه، نظامي، اقتصادي او سياسي مرستي کوي. دمګړی د دغې ډلې نظامي څانګه د لبنان تر پوځ زياته پياوړې بلله کيږي. دغه ډله نه يوازي په هيواد کي دننه، بلکي په سيمه کي زيات اغېز لري.
انځور: Reuters/O. Sanadiki
سياسي مشر
حزب الله تر هغه وروسته خپله ټول پام سياسي اړخ ته واړاوه، چي په ۱۹۷۵م کال کي پېل سوې کورنۍ جګړه په ۱۹۹۰م کال پای ته ورسېده. حزب الله په لبنان کي د اکثريتي شعيه مذهبي ډلې تر څنګ د مسيحيانو او نورو ډلو ملاتړ هم لري. په ۱۹۹۲م کال د دغه سازمان مشري حسن نصرالله پر غاړه واخيسته چي تر نن پوري د دغه سازمان مشر دی.
انځور: picture-alliance/dpa
نظامي څانګه
د لبنان په کورنۍ جګړه کي د ښکيلو نورو سازمانونو برعکس، حزب الله د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته خپله وسله واله څانګه له منځه نه يووړه. که څه هم چي د هيواد نورو سياسي ډلو د حزب الله پر دغه مؤقف نيوکي هم وکړې خو دوی استدلال کوي چي دغه نظامي څانګه يې له اسرائيلو او نورو بهرنيو قوتونو څخه د دفاع له پاره حتمي ده.
انځور: picture-alliance/AA
ايا يوه ترهګره ډله؟
امريکا متحد ايالات، اسرائيل، کاناډا او عرب ليګ تر څنګ ځيني نور هيوادونه او نړيوال سازمانونه هم حزب الله ته د ترهګرې ډلې په توګه ګوري. خو بريتانيا، آستراليا او اروپايي اتحاديه د دغه سازمان د سياسي او نظامي څانګو تر منځ فرق کوي.
انځور: picture-alliance/Pacific Press/I. Press
د سوريې په کورنۍ جګړه کي
حزب الله ډله د سوريې په جګړه کي د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي. دغې ډلې نه یوازي دا چي د سوريې د پوځ د وسلو د لېږد رالېږد لاري ساتلي دي، بلکي د لبنان شاوخوا يې داسي ساحه د سوريې د حکومت په پلويتوب خوندي کړې ده چي پکښي سني مذهبه مليشې ګواښ بلل کيږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Syrian Central Military Media
د تشنج ډېرښت
لبنان له زیات وخت راهيسي د سعودي عربستان او ايران تر منځ د خپلو دلچسپيو د ساتلو له پاره د سيالۍ ډګر دی. خو په لبنان کي حزب الله د غلبې او په سوريه کي د دغې ډلې د فعاليتونو له کبله په سيمه کي د مذهبي ډلو تر منځ تشنج لا زيات سوی دی.