1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سوله، سیمي ته د خلیلزاد سفر او په دوحه کې هم خبرې شوي

۱۴۰۰ تیر ۲۰, یکشنبه

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله، جګړو زور اخیستی، د افغان سولې له پاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد، یو ځل بیا تازه د قطر او سیمې هېوادونو په سفر وتلی. خو په دوحه کې پر کومو مسایلو خبرې شوي؟

Afghanistan Friedensgepräche in Doha
انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې سیمې او دوحې ته یې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک د څارنې په موخه سفر پيل کړی.

ښاغلی خلیلزاد وايي، دا د امریکا د غوڅې ډيپلوماسۍ برخه ده چې د افغان کشالې د حل یواځینۍ لار د سولې خبرې اترې بولي. خلیلزاد زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ښکېلتیا د پای ته رسېدو په حال کې ده، خو افغانستان ته د امریکا ژمنتیا پای نه مومي.

خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «مونږ به له ټولو ګوندونو، ټولو سیمه ییزو او نړېوالو ښکېلو خواوو سره جدي او نیږدې کار وکړو چې د جګړې ښکېلو غاړو سره د دې جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړو.»

د خلیلزاد پر وینا دا ټولې هڅې به پر دې ور ټولې وي چې د افغانستان امنیت، یووالی، ملي واکمني او ځمکنی بشپړتیا تضمین کړي.

د افغان حکومت هیلې

د ملي مصالحې شورا د زلمي خلیلزاد نوي سفر ته هیله منه ده چې لږ تر لږه طالبان به افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي.

د دې شورا د رسنیو او عامه پوهاوي کمېسیون غړي سید بشیر بشرمل دویچه ویله ته وویل چې اوس طالبان هم دې پایلې ته رسیدلي چې افغان کشاله پوځي حل نه لري.

بشرمل زیاته کړه: «زمونږ هڅه دا ده او زمونږ هیله هم دا ده چې طالبانو سره یوه توافقنامه لاسلیک کړو او په دې وروستیو کې چې د طالبانو او افغان مذاکراتي پلاوو ترمنځ کوم لیدل کتل شوي هغوی هم غواړي چې بیرته د مذاکراتو میز ته را وګرځي.»

په دوحه کې څه روان دي؟

سیمي ته د زلمي خلیلزاد سفر داسې مهال پيلیږي چې له دوحي رپوټونه وايي چې د افغان حکومت او طالب مذاکراتي پلاوو ترمنځ پر مهمو مسلو بحثونه روان دي.

امریکا کې میشت افغان شنونکي داوود عابدي دویچه ویله ته په دې اړه وویل: «په تېرو دوو درې ورځو کې د افغان مذاکراتي هیت او د امارت اسلامي افغانستان هیت ترمنځ دوه مجلسونه شوي او احتمال شته چې نور مجلسونه هم وشي.»

د دې ناستو ډېر جزئیات نه دي ډاګیز شوي، خو ښاغلی عابدي وايي چې د دوحي په راتلونکو ناستو کې به زلمی خلیلزاد هم ګډون ولري.

نوموړی چې د سولې خبرې له نیږدې څاري او په خپل سیاسي لیدلوري کې د طالبانو کلک پلوی ګڼل کیږي هیله من دی چې د دغو خبرو په ترڅ کې به یو مهم ګام پورته شي.

په دوحه کې بین الافغاني خبرې د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر پر ۲۰مه نیټه پيل شوې، خو دواړه لوري ونه توانېدل چې د څو میاشتو بحثونو سربیره هم پر یوې اجنډا هوکړې ته ورسیږي.

په عین وخت کې د ملي مصالحې شورا وايي، تېرو دوو ورځو بحثونو کې یوځل بیا د سولې خبرو د دوام پر اجنډا خبرې شوي.

انځور: Presseabteilung des Hohen Friedensrates

د چارو شنونکي بیا په سیمه کې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو د ګټو ټکر ته په کتو ډیر هیله من دي چې دا خبرې به کومه پایله ولري.

د نړېوالو اړیکو شنونکي نصرت الله حقپال دویچه ویله ته وویل: «د سیمې ډير هېوادونه سره له دې چې ټول په یوه خوله افغانستان کې د جګړې پای ته رسول غواړي، خو د دغو هېوادونو ګټې په تضاد او تقابل کې دي د ټولو هېوادونو په یوه خوله او یو ټکي راټولول هم یو سخته خبره ده.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې افغانستان کې تر بل هر وخت جګړو زور اخېستی او طالبانو په تېره یوه میاشت کې تر ۸۰ ډېرې ولسوالۍ نېولي دي.

افغان حکومت اوس هم پردې ټینګار کوي چې طالبان غواړي د زور له لارې واک ونیسي.

اسماعیل شاکر – کابل

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل