دا له کله نه چې ترمپ د امریکا ولسمشر شوی په یمن کې پر حوثي یاغیانو د متحده ایالاتو لومړنۍ حملې دي چې لږ تر لږه ۳۱ کسان په کې وژل شوي. ترمپ ژمنه کړې چې د حوثیانو د حملو مخ به نيسي او ایران ته ېې هم خبرداری ورکړی.
دا له کله نه چې ترمپ د امریکا ولسمشر شوی په یمن کې پر حوثي یاغیانو د متحده ایالاتو لومړنۍ حملې دي چې لږ تر لږه ۳۱ کسان په کې وژل شوي.انځور: Osamah Abdulrahman/AP Photo/picture alliance
اعلان
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ژمنه کړې چې د حوثیانو د حملو مخه به نيسي او ایران ته ېې خبرداری ورکړی چې د دغې ډلې ملاتړ ونکړي.
حوثي یاغیان چې د غزې جګړې په جریان کې فلسطیانو سره د پیوستون په خاطر پر اسرائيل او په سره بحیره کې پر کشتیو بریدونه کوي، ویلي دي چې د امریکا په شدیدو حملو کې د وژل شوو کسانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.
اوس د امریکا متحده ایالاتو تر حملو وروسته حوثیانو او ایران هم خبرداري ورکړي دي. حوثیانو خبرداری ورکړی چې دغه حملې به «بې ځوابه پاته نشي» په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا دغه وژنې غندلي او ويلي ېې دي چې واشنګټن د خپل بهرني سیاست د يکتې کولو له پاره «هېڅ اختیار» نه لري.
په ۲۰۱۱م کال کې د عربي نړۍ په يو شمير هيوادونو کې خلک د ظلم او بې عدالتۍ پر ضد سړکونو ته را ووتل. د يمن د خلکو غورځنګ هم په دې موخه پيل شو. د يمن مستبد جمهور رئيس ولاړ شو، خو يوه اوږده جګړه یې ترشا پريښوده.
انځور: CARE/Jennifer Bose
غوسه او اميد
لس کاله تر مخه د ۲۰۱۱م کال د فيبرورۍ مياشتې په سر کې د يمن خلکو د جمهور رئيس علي عبدالله صالح د مطلق العنان رژيم پر ضد په مظاهرو پيل وکړ. تر دې يو کال وروسته نوموړي استفا وکړه. خو دا استفاد د آرامۍ باعث نه شوه. د حوثيانو او صالح د پلويانو ترمنځ جګړه د لا زيات تاوتريخوالي او ناآرمۍ سبب شوه.
انځور: Suhaib Salem/REUTERS
حوثيان څوک دي؟
په ۲۰۱۲م کال کې د عبدالله صالح تر استعفا وروسته حوثيانو د هيواد په شمال کې قيام وکړ. هغوی په لومړي سر کې خپلواکي غوښتله خو په جګړه کې تر پرمختګ وروسته يې د واک غوښتونکي شول. حوثي ياغيان چې ایران يې ملاتړ کوي، په څو ځلي له بشري حقونو څخه په سرغړونه هم تورن شوي دي. د روان ميلادي کال په سر کې امريکا متحده ایالاتو دا ډله د ترهګريز سازمان په توګه درجه بندي کړه.
انځور: Hani Mohammed/AP Photo/picture alliance
د جګړې او وسلو تر سيوري لاندي لوېدل
آن کوچنيان هم د جګړې له ناخوالو خوندي نه دي. ډيرو یې ميندې او پلرونه له لاسه ورکړي او بې سرپرسته شوي دي. يوه ځانګړې برخه کې د حوثي ياغيانو له خوا د ماشوم عسکر په توګه کارول کيږي. ځوانان د راتلونکي له پاره هیڅ ليد لوری نه لري.
جګړې د يمن د پولي واحد ارزښت را کم کړی دی چې دا د بيو د لوړوالي سبب ګرځيدلی او پايلې یې بې وزلي او لوږه ده. د يمن د وګړو ستره برخه خپلې اړتياوې نه شي پوره کولی.