1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ ستاينه او د طالبانو غبرګون

۱۴۰۰ تیر ۲۲, سه‌شنبه

امريکايي چارواکو ويلي چې په افغانستان کې د امنيت په برخه کې د همکارۍ په تړاو له ترکيې سره خبرې اترې دوام لري. طالبانو د يوې اعلامیې په خبرولو سره ترکیې ته په دې اړه خبرداری ورکړی دی.

Weltspiegel 15.06.2021  NATO Gipfel in Brüssel
انځور: OLIVIER MATTHYS/AFP via Getty Images

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وياند ند پرايس د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۱۲نېټه) وويل چې له ترکیې سره په دې تړاو خبرې اترې لا دامه لري. دا په داسې حال کې ده چې ترکیې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل د هوايي ډګر د امنيت ساتنې وړاندیز کړی وو.

نوموړي وياند په دې اړه چې د هوايي دګر د ساتنې له پاره کوم اقداماتو په نظر کې نيول شوي دي، د جزياتو له ورکړې ډډه وکړه.

خو هغه زياته کړه: «موږ [له افغانستانه] د وتلو په ترڅ کې د دغه هيواد د دفاع او د امنيتي وضعيت په برخه کې د ترکیې د رغنده نقش ستاينه کوو.» نوموړي زياته کړه چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې د پراخې امنيتي همکارۍ په اړه په بحثونو بوخت دي.

په داسې حال کې چې د ناټو او امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، ترکیې له افغان حکومت سره د پوځي ملاتړ وړاندیز کړی دی. ولسمشر رجب طيب اردوغان په جولای مياشت کې د ناټو په سرمشریزه کې په دې اړه پلانونه وړاندې کړي ول.

د طالبانو غبرګون

طالبانو په داسې حال کې چې مخکې یې هم په څو ځلي د ترکیې له دغه وړاندیز سره مخالفت ښوولی وو، د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۱۳نېټه) هم د يوې اعلامیې په خپرول سره په افغانستان کې د ترکیې د پوځيانو د حضور په اړه خبرداری ورکړ او دا یې د «اشغال» دوام بللی دی.

د طالبانو له خوا جاري کړل شوې اعلاميه کې ټينګار شوی چې د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د ترکي ځواکونو پاتېدل د «غندلو وړ پريکړه» ده.

د طالبانو له خوا زياته شوې: «دا نه سنجول شوې پريکړه زموږ د ولس او هيواد د خپلواکۍ او ځمکني تماميت او ملي ګټو پر خلاف عمل دی او په کلکه یې غندو.»

طالبانو په افغانستان کې د ترکیې د پوځي حضور د ادامې په اړه خبرداری ورکړی دیانځور: picture-alliance/AP Photo

طالبانو ويلي دي چې د هغي هوکړې پر اساس چې له امريکا متحده ایالاتو سره یې لاسليک کړې ده، ټول بهرني ځواکونه بايد له افغانستان څخه ووځي.

آيا ترکيه طالبان مهارولی شي؟

خو افغان حکومت د ترکیې له خوا د کابل د هوايي ډګر د امنيت ساتنې د وړاندیز هرکلی کړی دی. د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په دې وروستيو کې د ترکیې له «ټي آر ټي» شبکې سره په خبرو کې ويلي ول: «موږ د حامد کرزی نړيوال هوايي ډګر د همغږۍ په چارو کې د ناټو د غړيو هيوادونو په ملاتړ مرستې ته د ترکیې د چمتووالي هرکلی کوو.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم نن په يوه خبري غونډه کې ترکيه د افغانستان د يوه «پخواني او نږدې ملګري» په توګه ياد کړ او ویې ويل چې د افغانستان د ښېګڼې له پاره د ترکیې پر ارادې باور لري او خدای دې وکړي چې له هغوی سره په همکارۍ ښې ورځې وويني.

خو طالبانو همدا راز خبرداری ورکړی دی چې که د ترکیې ځواکونه په افغانستان کې پاته شول نو دوی به یې پر وړاندې ودريږي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل