1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا:‌ د مالي زیرمو د آزادولو له پاره مناسب اقدامات وکړئ

۱۴۰۰ آبان ۲۹, شنبه

امریکا د طالبانو له لوري د افغانستان د کنګل شویو مالي زیرمو د آزادولو د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې په کابل کې نوی حکومت باید تر څه مخکې «مشروعیت» ترلاسه کړي. امریکا د افغانستان شاوخوا ۹،۵ میلیارده ډالر کنګل کړي دي.

Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul
انځور: Oliver Weiken/dpa/picture alliance

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د نومبر میاشتې پر ۱۹مه) امریکا متحده ایالاتو د طالبانو له لوري د افغانستان د کنګل شویو مالي زیرمو د آزادولو د غوښتنې په ځواب کې طالبانو ته ویلي چې دوی دي تر هرڅه ترمخه د خپل مشروعیت له پاره هڅې پیل کړي. د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځیدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، امریکا متحده ایالات د افغانستان نیږدې ۹،۵ میلیارده ډالر مالي زیرمې کنګل کړي او دغو پیسو ته یې د افغانستان لاس رسی منع کړی دی.

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویست د یوه ټویټري پیغام له لارې ویلي چې واشنګټن له ډیرې مودې راهیسې دا واضح کړې چې که چیرته طالبان په افغانستان کې د خبرو او مذاکراتو پر ځای د زور له لارې قدرت ته ورسیږي، له دغه هیواد سره د امریکا متحده ایالاتو مالي مرستې به قطع شي. د افغانستان پخواني حکومت د امریکا او نورو ګڼ شمیر هیوادونو ملاتړ له ځانه سره درلود او له دغه جګړه ځپلي هیواد سره یې په مختلفو برخو کې مالي مرستې کولې. د ویسټ په خبره، په افغانستان کې دقیقا همدا څه پیښ شول. د امریکا متحده ایالاتو د دغه جګپوړي استازي اشاره په افغانستان کې د زور له لارې واک ته د طالبانو رسیدل دي.

د زلمي خلیلزاد دغه ځای ناستي امریکايي چارواکي همدا راز زیاته کړې چې «مشروعیت او ملاتړ باید له ترهګرۍ سره د مبارزې، د ټول شموله حکومت د جوړیدو او همدا راز د اقلیتونو، نجونو او میرمنو حقونو ته د درناوي له لارې او همدا راز کار او زده کړو ته د مساوي لاس رسي له لارې ترلاسه شي.»

تر دې وړاندې د تیرې چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د نومبر میاشتې پر ۱۷مه نیټه) طالبانو امریکا متحده ایالاتو ته په یوه پرانیستي لیک کې له د دغه هیواد له سنا جرګې یا کانګرس څخه غوښتي وو چې د افغانستان مالي زیرمې آزادې کړي. د روان میلادي کال د اګست میاشتې په نیمايي کې وروسته له هغې چې طالبان د زور له لارې واک ته ورسیدل، متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک نیږدې ۹،۵ میلیارده ډالر مالي زیرمې کنګل کړې چې له امله یې پر بهرنیو مرستو متکي د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخامخ دی. په دې ترڅ کې د افغانستان د حکومتي کارمندانو معاشات نه دي ورکړل شوي او د دې هیواد په بانکونو کې د نغدو پیسو کمښت افغانان له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

انځور: Alexey Kudenko/Sputnik/dpa/picture alliance

د امریکا کانګرس ته په استول شوي لیک کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي چې د افغانستان تر ټولو ستره ننګونه اوسمهال مالي بې ثباتي ده او خبرداری یې ورکړی چې په افغانستان کې اقتصادي ناورین به ټولې نړۍ ته بدې پایلې ولري.

د طالبانو په دغه پرانیستي لیک کې همدا راز راغلي دي چې اوس زموږ د خلکو اساسي مسله مالي خوندیتوب دی او د دې اندیښنې ریښه د امریکا د حکومت له خوا زموږ د خلکو پر شتمنیو بندیزونو ته ورګرځي. په لیک کې دا هم راغلي چې طالبان اندېښمن دي چې که چیرې اوسنی وضعیت دوام وکړي نو په پراخه کچه به د کډوالۍ لامل شي او همداشان د هیواد روغتیايي تعلیمي سکتورونو ته به هم زیان واړوي.

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویست بیا ویلي چې افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط لا مخکې د اوږدې وچکالۍ، کرونا وبا او کلونو جګړو له کبله له اقتصادي او بشري بحرانونو سره مخامخ وو. هغه ویلي: «متحده ایالات به د بشري مرستو له لارې د افغانانو ملاتړ ته ادامه ورکړي.» توماس ویست زیاتوي چې په روان کال کې افغانستان ته له وړاندې نه ۴۷۴ میلیونه ډالر ورکړل شوي دي.

توماس ویست همدا راز زیاته کړې چې امریکا متحده ایالات به د ملګرو ملتونو او نورو بشري مرستندویه ټولنو سره د مرستو په برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.