د امریکا دولت د بودجې پر سر د نه توافق په پایله کې رخصت شو
۱۴۰۴ مهر ۹, چهارشنبه
د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ د مؤقتې بودجې پر سر خبرې اترې بې نتیجې پای ته ورسیدلې. د سه شنبې شپې په رای اچونه کې هغه لایحه چې د حکومت مالي تامین یې د اوو اونیو له پاره تمدیدولو د ۵۵ موافقو پر وړاندې له ۴۵ مخالفو رایو سره، ونه توانید چې د ۶۰ سلنې نصاب حد پوره کړي.
هغه بودجه چې سپينې مانۍ یې غوښتنه کړې وه تصویب نه شوه او د امریکا سنا بې له دې چې د مالي تامین مسوده تصویب کړي خپل کار پای ته ورسولو.
د روغتیا په سکتور کې پراخ اصلاحات د دیموکراتانو د غوښتنو اصلي محور و، هغه مسئله چې د جمهوري غوښتونکو له شدید مخالفت سره مخامخ شوه، دیموکراتانو خپل کړی ګواښ عملي کړ او د جمهوري غوښتونکو له خوا وړاندیز شوې طرحې ته یې منفي رایه ورکړه.
د سپینې ماڼۍ د بودجې د مدیریت دفتر اعلان وکړ چې د امریکا حکومت به د چهارشنبې (د اکتوبر میاشتې ۱ نیټه) له سهار څخه رخصت شي.
یو شمیر حکومتي فعالیتونه لکه د ناسا ماموریتونه او د خوړو او درملنو په سازمان (FDA) کې به د عمومي روغتیا فعالیتونه دوام ولري.
د سپینې ماڼۍ د بودجې د مدیریت دفتر (OMB) په متحده ایالاتو کې د حکومت د رخصت کیدو له کبله اړونده فدرال ادارو ته امر کړی دی چې د «منظمې رخصتۍ» له پاره دې خپل حکومتي فعالیتونو ترسره کړي.
په هغه یاداشت کې چې د ایکس په شبکه کې خپور شوی دی د دغې ادارې مشر راسل وت، د سنا دیموکراتان د بودجې د نه تصویبیدو مسئول ګڼلي دي.
راسل وت، د دیموکراتانو سیاسي غوښتنې «لیونتوب» بللی او ویلې یې دي چې دا «ښکاره ده چې دیموکراتان غواړي په زوره د حکومت رخصت کیدل تحمیل کړي.»
په یاداشت کې راغلي دي چې تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د حکومت دغه احتمالي رخصتي به څومره وغځیږي. خو سره له دې له حکومتي کارمندانو غوښتل شوي چې په خپل راتلونکي کاري شیفت کې دې حاضر شي، تر څو چې د نوې رخصتۍ بهیر پیلیږي.
د سپینې ماڼۍ د بودجې د مدیریت دفتر دغه راز ویلي دي چې راتلونکي لارښوونې به وروسته له هغې خپرې شي چې ولسمشر دونالد ترمپ د نوې بودجې لایحه لاسلیک کړي.
د حکومتي رخصتیو په ورځو کې د کارمندانو اخراج
د امریکایي رسنیو د رپوټونو په حواله د امریکا د بودجې ادارې په تیرو ورځو کې څو فدرال ادارو ته لادمخه خبر ورکړی و چې د حکومت د رخصتۍ په صورت کې باید د کارمندانو دایمي اخراجول (منفک کول) په نظر کې ونیسي.
د دونالد ترمپ د جمهوري ریاست په لومړیو میاشتو کې ډیر شمیر دولتي کارمندان په پراخه پیمانه د بودجې د کمښت له کبله له کار وایستل شول.
د حکومت اوږدمهاله رخصتیدل کولی شي د امریکا متحده ایالاتو د خلکو او حکومتي کارمندانو له پاره پراخې پایلې ولري. په لومړي پړاو کې به «غیر ضروري خدمات» لکه د پارکونو او موزیمونو خدمات په دغو رخصتیو کې شامل وي او د دې برخې فدرال کارمندان به خپل کار رخصت کړي.
د دونالد ترمپ حکومت وتوانید د ۲۰۲۵م کال په مارچ میاشت کې په سختۍ سره د حکومت د رخصت کیدو مخه ونیسي. د امریکا متحده ایالاتو حکومت له ۱۹۸۱م کال راهیسې تر اوسه پورې څو ځله له حکومتي رخصتۍ سره مخامخ شوی دی چې تر ټولو اوږده رخصتي یې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م کالونو کې د ترمپ د جمهوري ریاست په لومړۍ دوره کې رامنځته شوه چې ۳۹ ورځې غځیدلې وه.