1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستعراق

له عراق څخه ټول امریکایي ځواکونه وځي

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، ای پي، اسوشيتد پريس، رويترز
۱۴۰۵ تیر ۲۴, چهارشنبه

د سپتمبر میاشتې تر ۳۰مې نيټې به ټول امريکايي ځواکونه له عراق څخه ووځي. دا ګام په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو بانفوذه ځواکونو د بې وسلې کولو بهير سره تړلی ګڼل کيږي.

د عراق لومړی وزير د ولسمشر دونالد ترمپ سره د روغبړ په حال کې
د الزيدي، حکومت د امريکايي ځواکونو وتل د ایران له ملاتړه برخمنو قدرتمندو وسله والو په بې وسلې کولو پورې مشروط ګڼلي.انځور: Evan Vucci/REUTERS

د عراق لومړي وزير علي الزيدي، د امريکا متحده ايالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ، سره په واشنګټن کې د ليدنې کتنې پر مهال وويل چې د سپتمبر میاشتې تر پای پورې به د متحده ايالاتو ځواکونه له عراق څخه ووځي.

ترمپ، هم په سپينه ماڼۍ کې وويل: «فکر نه کوم چې هلته دې نور نظامي حضور ته اړتيا موجوده وي.»

تر دې مخه په عراق کې ۲۵۰۰ امريکایي عسکر مستقر ول او په اصطلاح د «اسلامي دولت» يا داعش ترهګرې ډلې پر ضد عملياتو کې یې ونډه درلودله خو په دې وروستيو مياشتو کې یې شمیر راکم شوی دی.

اړونده موضوع: چارواکي: بغداد له تهرانه غوښتي چې په عراق کې دې پر امريکايي اډو حمله نه کوي

د الزيدي، حکومت د امريکايي ځواکونو وتل د ایران له ملاتړه برخمنو قدرتمندو وسله والو په بې وسلې کولو پورې مشروط ګڼلي.

نوموړي وويل: «د سپتمبر پر ۳۰مه به امريکايي عسکر ووځي او امريکايي شرکتونه به داخل شي. د سپتمبر تر ۳۰مې نيټې وروسته به هیڅ کوم بنسټ ته د دولت له چوکاټه دباندې د وسلو د ګرځولو اجازه ورنه کړو.»

د عراق او امريکا ترمنځ پر اقتصادي همکارۍ تمرکز

واشنګټن ته د عراق د لومړي وزير د سفر په ترڅ کې اصلي موخه د نفتو، ګازو او انرژۍ په برخه کې د امريکا د سترو پانګونو جذبول بلل شوي دي.

الزيدي، له ترمپ، سره د ليدنې کتنې پر وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ د «اقتصادي همکارۍ» د يوه پروګرام د اعلانولو خبر ورکړ.

ترمپ، وويل چې عراق د تیلو د خپلو سرچينو له کبله ډېر زيات پتانسيل لری.

هغه د ډېرو جزئياتو له ورکړې پرته وویل: «ډېر قراردادونه به ولرو. د دواړو هېوادونو له پاره به کار ايجاد کړي او ډېر مقدار نفت به استخراج کړو.»

د تیلو د سترې نلليکې پروژه

دوو عراقي چارواکو ويلي دي چې په پام کې ده عراق، شورون شرکت، د ټي آې کاپيتال د پانګونې شرکت او د يو سي سي قطري شرکت به د جمعې په ورځ يو توافق لاسليک کړي.

دې دوو چارواکو ويلي دي چې په دې پروژه کې د تیلو د يوې نل ليکې چې هره ورځ به د دوو ميليون بیرلو تیلو د انتقال وړتيا ولري، جوړول شامل دي.

دا نلليکه به له بصرې پیل او تر حديتې رسيږي او بيا د ترکیې او سوریې بندرونو ته غځيږي.   

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب