1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براون پوهنتون کې له ډزو وروسته د تنوع ویزې قرعه کشۍ ځنډيدل

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۴ آذر ۲۸, جمعه

د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر په لارښوونه د تنوع ویزې قرعه کشي درول شوې. دغه ویزه چې انګیرل کیږي د براون پوهنتون بريدګر یې لارې امريکا ته تللی وو، د هغو هېوادونو وګړو ته ورکول کيږي چې ډېر وګړي یې امريکا ته نه وي تللي.

د امريکا پر بیرغ د تنوع ویزه او ګرين کارټ
د متحده ايالاتو د تابعيت او کډوالۍ خدماتو په حواله د تنوع مهاجرت ویزې پروګرام له لارې چې د ګرين کارټ لاتري په نامه هم ياديږي، په کال کې تر ۵۰ زرو ډېرو کډوالو ته ویزې ورکول کيږي.انځور: Mehaniq/Panthermedia/IMAGO

د امريکا متحده ایالاتو د کورني امنيت وزیرې کرستي نووم، ويلي دي چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته ورته ولسمشر دونالد ترمپ، امر وکړ چې د تنوع د ویزې قرعه کشي دې ودرول شي.

نوموړې ویل چې د براون پوهنتون شکمن بريدګر هم د همدې پروګرام چې «DV1» بلل کیږي، له لارې امريکا ته تللی وو.

اړونده موضوع: د ترمپ د «طلايي کارت» معرفي؛ د یو میلیون ډالرو په بدل کې د امریکا ویزه

نووم، همدا راز زياته کړې: «د ولسمشر په لارښوونه ما سملاسي د متحده ايالاتو د تابعيت او مهاجرت خدماتو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د «ډي وي ۱» پروګرام ودروي څو ډاډ ترلاسه شي چې نور امريکايان د دې پروګرام له وجې زيانمن نه شي.»

د ویزې د ځنډولو او براون پوهنتون د ډزو ترمنځ تړاو؟

نووم، وويل چې د براون پوهنتون د ډزو د بريد شکمن کس په ۲۰۱۷م کال کې د مهاجرت د تنوع ویزې د قرعه کشۍ د پروګرام (DV1) له لارې امريکا ته داخل شوی وو.

شکمن بريدګر يو ۴۸ کلن د پرتګال وګړی دی چې دوې لسیزې تر مخه د براون پوهنتون محصل وو او وروسته یې بيا د دې پروګرام په ترڅ کې ګرين کارت ترلاسه کړ.

د افغان کډوالو پر رواني وضیعت د امريکا د حکومت د پريکړو اغیز

13:55

This browser does not support the video element.

نووم، وويل: «دې د کرکې وړ فرد ته بايد هيڅکله امريکا ته د اخليدو اجازه نه وای ورکړل شوې.»

اړونده موضوع: د ترمپ نوی وړاندیز: نړيوال محصلين او خبريالان انديښمن دي

تیره اوونۍ د روډآېلند ایالت په براون پوهنتون کې د ډزو په يوه پېښه کې دوه کسان ووژل شول او نهه نور ټپیان شول.

د پنجشنبې په ورځ بيا چارواکو د نيو همپشاير ایالت په يوه ګودام کې د شکمن بريدګر مړی وموند. هغه ځان پخپله ټپي کړی وو. چارواکي د پېښې په اړه په نورو پلټنو بوخت دي.

د ماسېچوست څارنوالې ليه بي. فولي، وويل چې پلټونکي په دې آند دي چې همدا سړی د تکنالوژۍ د ماسېچوست د انستيتويت د پروفیسور نونو اف. جي. لاریرو، د وژلو مسئول هم دی. دغه پروفيسور د دوشنبې په ورځ په بوستن کې په ډزو وژل شوی وو. 

د تنوع د ویزې قرعه کشي څرنګه پروګرام دی؟

د متحده ايالاتو د تابعيت او کډوالۍ خدماتو په حواله د تنوع مهاجرت ویزې پروګرام له لارې چې د ګرين کارټ لاتري په نامه هم ياديږي، په کال کې تر ۵۰ زرو ډېرو کډوالو ته ویزې ورکول کيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په حواله دا ویزې د هغو «هېوادونو په شراېطو پوره عريضه ورکوونکی ته ورکول کيږي چې په امريکا متحده ايالاتو کې یې د کډوالو شمير لږ وي.»

د تنوع د ویزې پروګرام د امريکا د کانګرس له خوا پر لاره اچول شوی وو. انتظار کيږي چې د دې پروګرام د درولو پريکړه به په حقوقي توګه وننګوله شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل