1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امریکا ولسمشريزې ټاکنې؛ د رای ورکونې بهیر پیل شوی

۱۴۰۳ آبان ۱۵, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو په سویل ختيځ کې د رای ورکونې بهیر پیل شو. د متحده ایالاتو خلک نن تصمیم نیسي چې څوک ېې پر هېواد د راتلونکو څلورو کلونو له پاره حکومت وکړي، جمهوري غوښتونکی دونالد ترمپ او که ډموکراټه کاملا هریس.

د شمالي کارولینا په برنسویل کې د رای ورکونې یو مرکز
د امریکا متحده ایالاتو په سویل ختيځ کې د رای ورکونې بهیر پیل شوانځور: Allison Joyce/AFP/Getty Images

په امریکا متحده ایالاتو کې د ولسمشر یا ولسمشرې د ټاکلو له پاره د رای اچونې په مرکزونو کې د رای اچونې پروسه پیل شوې ده. په متحده ایالاتو کې د وخت له لحاظه سیمو ته په کتو، د امریکا په ایالتونو کې د رای ورکونې د مرکزنونو پرانیستلو او تړلو وختونه سره توپير لري.

د امریکا متحده ایالاتو په سويل ختيځ کې ويرجينیا، کنتاکي، ورمونټ، جورجيا، ايندیانا او جنوبي کارولينا لومړني ایالتونه دي چې د رای ورکونې مرکزونه په کې په شرایطو برابرو د رای ورکوونکې پر مخ پرانیستل شول. دغه مرکزونه نن سه شنبه (د ۲۰۲۴م کال د نومبر ۵مه) په ځایي وخت ۶ بجې (د مرکزي اروپا په وخت د غرمې ۱۲بجې) پرانيستل شول چې په ځای وخت د ماښام په ۶ بجو به بېرته وتړل شي.

آلاسکا د امريکا تر ټولو وروستی ایالت دی چې شپې یوه بجه (د واشنګټن په وخت) د رای ورکونې مرکزونه تړي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند دونالد ترمپ او دیموکرات ګوند نومانده کاملا هریس، د انتخاباتو له پيلېدو څو ساعته مخکې د هرې رايې د ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوله، په ځانګړې توګه د پنسيلوانیا په څېر برخلیک ټاکونکي ایالتونو کې.

د ناآرامیو د پېښدو اندېښنې

تر اوسه پورې ترسره شوو نظرپوښتنو کې ښکاري چې دواړه نوماندان په یوه ډېرې نژدې مبارزه کې قرار لري. خو دواړو نوماندانو د مخه د خپلو بریاو ډاډ څرګند کړی دی. دونالد ترمپ بیا تر دې هم پښه مخکې اړولې او ویلي ېې دي چې بله ماته نه مني. هغه د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په وروستیو ورځو کې په (مخکني) انتخابات کې د درغلیو د شتون بې اساسه ادعاوې وکړې او زیاته ېې کړه چې په اصل کې ېې باید سپينه ماڼۍ نه وای ترک کړې.

په پلازمينه واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ او همدارنګه د سپينې ماڼۍ شا او خوا فلزي موانع درول شوي ديانځور: IMAGO/dts

کاملا هریس بیا د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په پای کې په ډاډ وویل: «دا کېدای شي په تاريخ کې تر ټولو سخته سیالي وي، هره رایه مهمه ده.»

دونالد ترمپ هم چې په میشيګان کې په ډاډه زړه خپلو پلویانو ته وويل: «سبا ستاسو په رایو سره کولی شو هره ستونزه حل او امریکا او نړۍ د یو نوي برم پر لور سوق کړو.»

هغو تحرکاتو ته په کتو چې د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال پېښ شو، په امریکا متحده ایالاتو کې ډېرو چارواکي د احتمالي تاوتريخجنو پېښو له بېرې، احتیاطي امنیتي تدابیر شديد کړي دي.

په پلازمينه واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ او همدارنګه د سپينې ماڼۍ شا او خوا فلزي موانع درول شوي دي. د اکثرو اداري ساختمانونو شاوخوا هم تړل شوي او یو شمېر مغازو د ښيښو مخې ته د لرګیو تختې درول شوي دي.

لږ تر لږه په درو ایالتونو، نیوادا، واشنګټن او اوریګان کې ملي ګارډ بسیج شوی دی. په اریزونا ایالت کې پولیسو د احتمالي تاوتریخوالي سره د مقابلې له پاره ډرونونه او نخښه ویشتونکي چمتو کړي دي.

(dpa, afp, rtr, ape, DW) si, af, mks/sr

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب