1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له افغانستان سره په میلیونونو اضافي مرستې کوي

۱۴۰۰ خرداد ۱۵, شنبه

امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره د شاوخوا ۲۶۶ میلیونه ډالره اضافي بشري مرستو اعلان کړی دی. د امریکایي چارواکو په خبره له دغه هیواد سره به یي مالي مرستې دوام ولري.

Belgien Brüssel | NATO Treffen der Außenminister - Antony Blinken
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکنانځور: Olivier Hoslet/REUTERS

امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره د شاوخوا ۲۶۶ میلیونه ډالره اضافي بشري مرستو اعلان کړی دی. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ وویل: «په داسې حال کې چې متحده ایالات له افغانستان څخه خپل پوځي ځواکونه وباسي، خو په دغه هیواد کې زمونږ د ښکیلتیا دوام یقیني دی.»

تر ټولو په لومړي قدم کې به دغه پيسې په افغانستان کې د کرونا ویروس وبا د مهارولو په برخه کې ولګول شي. د واشنګټن په حواله دغه مرستې «د هغو افغانانو چې تر ټولو زیات زیان منونکي دي د حفاظت له پاره، د هغو له جملې څخه په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو» له پاره په پام کې نیول شوي دي.

دغه شاوخوا ۲۶۶ میلیونه ډالره مرسته د امریکا د پراحتیایي مرستو ادارې (Usaid) او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال په بودیجه کې په مجموع کې د افغانستان له پاره ۵۴۳ میلیونه دالره بشري مرسته په بام کې نیول شوې ده.

امریکا متحده ایالات او همدارنګه ناټو په پلان لري چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱ نیټې پورې، چې دا په امریکا کې د ترهګریزو بریدونو له شلمې کلیزې سره سمون خوري، خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

امریکا متحده ایالاتو لا ترمخه په افغانستان کې خپلې ډیرې پوځي اډې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل