امريکا له بې وزلو هيوادونو سره د کرونا واکسين مرسته کوي
۱۴۰۰ خرداد ۲۰, پنجشنبهد سپیني ماڼۍ په حواله د فایزر بایونتیک واکسین به هغو ۹۲ بې وزلو او د افریقايي ټولني هیوادونو ته ورکړل سي چي د عاید اوسطه کچه یې ډیره کمه او یا هم متوسطه وي.
ویل کیږي چي ۲۰۰ میلیونه دوزه به د روان کال تر پایه او پاته ۳۰۰ میلیون دوزه به د ۲۰۲۲م کال د جون تر میاشتي پوري نوموړو هیوادونو ته ولیږدول سي.
د سپیني ماڼۍ په حواله به د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن نن پنجشنبه (د جون ۱۰ مه) دغه »تاریخي« اقدام اعلان کړي او د نړۍ له نورو دیموکراتانو څخه به وغواړي چي د ډاډمنو واکسینونو په استولو سره دي د ټولۍ نړۍ ملاتړ وکړي.
بایدن اوس د انګلستان په کورنوال کي دی چيري چي نن پنجشنبه د بریتانيا له صدراعظم بوریس جانسن سره یې یوه لیدنه کتنه پلان سوې ده.
نوموړی به هلته له جمعې څخه تر یکشنبه پوري د اوو صنعتي هیوادونو د دولتي او حکومتي مشرانو په سرمشریزه کي برخه واخلي.
GP/NZ/AG