محکمې مينيسوټا کې د احتجاج کوونکو حقونه پياوړي کړل
۱۴۰۴ دی ۲۷, شنبه
په امريکا متحده ايالاتو کې يوې فدرالي محکمې د مينيسوټا په مينياپولس ښار کې د کډوالۍ او ګمرکاتو د پلي کولو ادارې (ICE) پر ضد د سوله ييزو مظاهرو پر مهال د زور کارول او بې دليله نيونې محدودې کړي او ويلي يې دي چې سوله ييز لاريون کوونکي او څارونکي نه شي نيول کېدای.
محکمې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۱۶مه) په خپله فيصله کې د هغو کسانو حقونه پياوړي کړل، چې د امريکا د کډوالۍ ادارې ICE د کړنو پر ضد احتجاج کوي. فدرالې قاضي کټ مېنينډېز مامورينو ته امر وکړ چې د سوله ييزو مظاهره چيانو او څارونکو پر ضد دې زور نه کاروي او نه دې هغوی نيسي.
دغه هم ولولئ: ترمپ امریکا له ۶۶ نړیوالو سازمانونو وایستله
د محکمې د دې پرېکړې له مخې، فدرالي مامورين هغه کسان نه شي نيولای چې په سوله ييز ډول احتجاج کوي يا يوازې د مامورينو څارنه کوي، پرته له دې چې داسې شک موجود وي چې هغوی د قانون پلي کېدو پر وړاندې خنډ جوړوي او یا يې کوم جرم کړی وي.
د محکمې د پرېکړي له مخې د مرچو سپرې، اوښکې بهوونکي ګاز يا د نورو ورته مهماتو کارول هم د سوله ييزو مظاهره چيانو پر ضد منع شوي دي.
دا پرېکړه د شپږو مظاهره چيانو او څارونکو د هغې دعوې وروسته شوې ده، چې هغوی د امريکا د کورني امنيت وزارت او نورو فدرالي ادارو پر ضد د دسمبر په ۱۷مه ثبت کړې وه. درې اونۍ ترمخه، د کډوالۍ ادارې يو مامور د مينياپولس د مظاهرو پر مهال د رينې ګوډ په نوم يوه ۳۷ کلنه مېرمنه په ډزو وويشتله چې له کبله یې پراخ غبرګونونه را وپاریدل.