1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امريکا په شمال ختيځ کې مرموز ډرونونه

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، د فرانسې خبري آژانس، ای پي
۱۴۰۳ آذر ۲۶, دوشنبه

د امريکا د هيواد ساتنې وزير ويلي دي چې د دغه هيواد په شمال ختیځ کې د ليدل شويو مرموزو ډرونو په اړه یې پلټنې پېل کړي دي. خو دا چې د ختيځ ساحل پر آسمان دقيق څه ليدل شوي، تر اوسه روښانه نه ده.

د نيوجرسي په آسمان کې د احتمالي ډرونو ليدل کیدل
له څو ورځو راهيسې د امريکا د ختيځ ساحل په آسمان کې د ممکنه بې پېلوټه الوتکو په اړه رپوټونو په دې اړه بحثونه راپارولي دي.انځور: Trisha Bushey via AP/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو د هېواد ساتنې وزير اليخاندرو مايورکاس، ټینګار کړی دی چې «په دې کې هیڅ شک نشته چې خلک ډرونونه ويني.»

نوموړي وویل چې ځيني یې داسې الوتکې وې چې پېلوټان پکې سپاره ول، خو ډېر وخت پرې خلکو د ډرون ګمان کړی دی.

مايورکاس، د يوې تلویزيوني مرکې په ترڅ کې وويل چې د نيوجرسي پوليسو ته د ملاتړ په موخه نور پرسونل او تکنالوژي هم په اختيار کې ورکړل شوې ده.  

له څو ورځو راهيسې د امريکا د ختيځ ساحل په آسمان کې د ممکنه بې پېلوټه الوتکو په اړه رپوټونو په دې اړه بحثونه راپارولي دي.

مايورکاس، د يوې تلویزيوني مرکې په ترڅ کې وويل چې د نيوجرسي پوليسو ته د ملاتړ په موخه نور پرسونل او تکنالوژي هم په اختيار کې ورکړل شوې ده. انځور: John Moore/Getty Images

دا پديده په نوامبر مياشت کې د نيوجرسي په فضا کې هغه وخت پېل شوه، کله چې يوې بې پيلوټه الوتکې ته ورته څه يوه پوځي بنسټ ته څېرمه ليدل شوي ول.

په آسمان کې د دې مرموزو روښانه رڼاګانو ويډيوګانې ډېر ژر په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې او خلکو یې په اړه بېلا بېل اټکلونه وکړل.

مايورکاس، ټينګار وکړ: «زه د امريکا عوامو ته ډاډ ورکوم چې موږ په دې اړه لاس په کار شوي يو.» خو نوموړي يو ځل بيا دا خبره تکرار کړه چې په دې ترڅ کې د «بهرنۍ مداخلې» په اړه تر اوسه هیڅ نښې نښانې نه دي ليدل شوي.

له خپلو ليکو څخه نیوکې

د ديموکراتانو سناتور چک شومر، د فدرالي ادارو، ایالتونو او سيمو ترمنځ د خطرناکو ډرونو د پيژندو او د اړتيا په صورت کې د غه ډرونونو د «ويشتلو» له پاره د ګډکار د ښه کولو په موخه د يوه قانون غوښتنه وکړه.

نوموړي د هيواد ساتنې له وزير اليخاندرو مايورکاس، څخه په يوه ليک کې غوښتنه کړه چې پر دې سربيره دې په نيويارک او نيوجرسي کې په چټکه توګه ډرون پيژندوکي تکنالوژي نصب کړي، ځکه چې موجود رادار دومره کوچني شیان په سمه توګه نشي پيژندلی. 

د اور لوبې پرځای د ډرونونو د نمایش محبوبیت ډیر شوی

02:16

This browser does not support the video element.

جيم هېمس، چې د استازو مجلس په استخباراتي کمېټه کې د ديموکراتانو غړی دی، پر دې سربیره د امريکا د هوايي چلن ادارې اف ای ای د معلوماتو پر سیاست هم نیوکې وکړې. نوموړي د «فوکس نيوز» شبکې ته وويل: «دا ځواب چې موږ نه پوهیږو، په هیڅ صورت کافي ځواب نه دی.»

نوموړي خبرداری ورکړ: «کله چې خلک مطئمن نه وي نو دغه خلا یې ويره، اندېښنه او د توطيې نظريات ډکوي.»

د پيژندنې مقررات

د امريکا د هوايي چلن فدرالي ادارې د مقرراتو پر اساس له تېر ميلادي کال راهېسې ډرونونه بايد د پيژندو وړ وي، د هغه د چلوونکي د موقعيت په ګډون.

دا روښانه نه ده چې آيا چارواکي توانيدلي دي چې د دې ځانګړنې څخه په استفادې دا معلومه کړي چې د نيويارک او نيوجرسي په آسمان کې د دې ډرونونو تر شا څوک دي. په دې اړه د اسوشیتد پريس خبري آژانس پوښتنو ته د مايورکاس دفتر ځواب نه دی ويلی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب