1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

بایډن خپل ټاکنیز کمپاین لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري

۱۴۰۲ اردیبهشت ۹, شنبه

ولسمشر جوبایډن راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره تر خپلې نوماندۍ درې ورځې وروسته، ټاکنیزو منډو ترړو ته د مرستو راټولول پيل کړي. آټکل دی چې بایډن به ددغه کمپاین لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ولري.

جوبایډن، د امریکا ولسمشر
جوبایډن، د امریکا ولسمشرانځور: Leah Millis/REUTERS

دد امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ماښام د واشنګټن په «سالاماندر» پنځه ستوریز هوټل کې یوې میلمستیا ته شاوخوا ۲۰۰ امریکايي شتمن وربلل ول.

په ګډونوالو کې د «خطر پوښښ صندوق» یا Hedge Fund  پخوانی مدیر ټام سټایر هم ؤ. سټایر د ۲۰۲۰ میلادي کال ټاکنو کې نوماند ؤ چې په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو یې ۳۰۰ میلیونه ډالر لګولي ول. پردې سربیره یې میلیونونه ډالرو جوبایډن او نورو دیموکراتانو ته ځانګړي کړي وو.

ددې میلمستیا تر رسمي پيل وړاندې د خبریالانو یوې کوچنۍ ډلې ته اجازه ورکړل شوې وه چې هلته ګډون وکړي.

د جوبایډن پلویان وړاندوینه کوي چې د اغیزمن ټاکنیز کمپاین لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

اړوند مطالب:ترمپ: په «ډېر قوي احتمال» به په راتلونکو ټاکنو کې ځان کاندید کړم

د جمعې ماښام د میلمستیا ګډونوال، جوبایډن سره مرسته کونکې مهمې څېرې دي. هغوی نه یواځې د امریکا ولسمشر ټاکنیز کمپاین ته پيسې ورکوي، بلکې د شتمنو خلکو شبکې هم په دغه مالي مرسته کې کاروي.

جوبایډن په دې میلمستیا کې وویل: «مونږ نه شو کولای چې له تاسو پرته دا کار وکړو. فکر کوم او لیدل کیږي چې تاسو چمتو یئ چې بیا دا کار ترسره کړئ. زه نن شپه دلته یم چې له تاسو مرسته وغواړم، ترڅو وتوانیږو کار ترسره کړو.» بایډن خپلو میلمنو ته په خطاب کې زیاته کړه: «ډېر مهم ټکی دا دی چې مونږ تاسو ته اړتیا لرو. ولسواکي تاسې ته اړتیا لري.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب