1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ او بايدن دوهمه او وروستۍ مخامخ مناظره

۱۳۹۹ آبان ۲, جمعه

د ترمپ او بايدن وروستۍ انتخاباتي مناظره، د مخکې په پرتله په آرامه فضا کې ترسره شوه. د کرونا پر وړاندې مبارزه، د روسيې دخالت، اقتصادي وضعيت، چاپيريال او د توکم پالنې مسئله هغه مسايل ول چې په دغې مناظره کې پرې خبرې وشوې.

USA I TV-Duell zwischen Donald Trump und Joe Biden
انځور: Jim Bourg/AP Photo/picture-alliance

 د امريکا متحده ايالاتو ولسشمريزو انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکو او ديموکرات ګوندونو نوماندانو، دونالد ترمپ او جو بايدن په خپلې وروستۍ انتخاباتي مناظره کې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې، په انتخاباتو کې د روسيې احتمالي دخالت، اقتصادي وضعيت، چاپيريال، مهاجرت او توکم پالنې په څير مشخصو مسائلو باندې خبرې وکړې. دغه مخامخ مناظره چې د پنجشنبې په ماښام (د اکتوبر ۲۲مه) د اتنسي ايالت په نشويل کې جوړه شوې وه، د مايکروفون تڼي د ګل کولو له برکته د مخکنيو مناظرو په پرتله آرامه تر سره شوه.

جو بايدن يو ځل بیا ترمپ باندې تور ولګاوه چې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې يې پاتې راغلی دی: «هغه څوک چې د دغو ټولو خلکو د ځان مسئوليت پر غاړه لري، نه بايد بيا ولسمشر شي.» هغه وويل د «ژمي سخت موسم» ته په ورنژدې کيدو سربيره، ولسمشر د کرونا پر وړاندې هيڅ کوم مشخص پروګرام نه لري.

ترمپ د حکومت کړنې وستايلې او د خوشالۍ احساس يې وکړ چې امريکا به ډير ژر د کرونا له بحرانه څخه ووځي. د ترمپ په خبره، د کرونا ويروس به ډير ژر محوه کيږي او د کرونا وبا پای ته رسیږي. هغه يو ځل بيا چين د کرونا ويروس د خپراوي لامل وښود او وې ويل: «دا زما تقصير نه دی، چې [ويروس] دلته راغلی دی، دا د چين تقصير دی.»

د دموکراټانو نوماند، جو بايدنانځور: Brendan Smialowski/AFP

ترمپ پر بايدن تور ولګاوه چې غواړي ټول هيواد رخصت کړي چې دا به «خطرناک عواقب» ولري. هغه زياته کړه چې په رخصتي سره کارونه له لاسه وځي او ځان وژنې ډيريږي.

خو بايدن يې په ځواب کې وويل چې نه غواړي هيواد رخصت کړي، بلکې هڅه به وکړي چې د يوې موثرې لارې له طريقه د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه وکړي. هغه وويل چې د کرونا وبا اکثرو قربانيانو د ولسمشر په کار د نه پوهيدو له امله خپل ځانونه له لاس ورکړل.

د روغتيا او امن سياست

بايدن د عمومي روغتيا په برخه کې د ترمپ پر سياست حمله وکړه. ترمپ بيا ديموکراټان تورن کړل چې د «سوسياليستي درملنې» غوښتونکي دي. په دې اړه يې وضاحت ورکړ او وې ويل چې د روغتيا او بيمې ټول هغه سيستم چې د اوبا په وخت کې وضع شوی دی، له منځه يوسۍ او پر ځايي ېې «د درملنې يو تازه او ښکلی» سيستم وړاندې کړي.

بايدن يې په ځواب کې وويل چې د امريکا هر اوسیدونکی بايد د درملنې امکاناتو ته لاسرسی ولري او دغه غوښته، سوسياليزم سره تړاو نه لري.

شمالي کوريا سره مناسبات

ترمپ ادعا وکړه چې شمالي کوريا سره يې بهرنی سیاست ډير کامياب دی. هغه وويل چې د يو لړ نوښتګرو اقداماتو سره يې وشو کړای د شمالي کوريا د جګړې مخنيوی وکړې کوم چې کیدای شول د «ميليونو انسانانو» د وژنې سبب واقع شي.

دونالد ترمپانځور: Jonathan Ernst/Reuters

ترمپ د شمالي کوريا په اړه وويل چې دا د پخواني ولسمشر، بارک اوباما او د هغه د مرستيال، جو بايدن څخه«يو کثيف ميراث» ورپاتې وو چې هغه وشو کړای په ښه لاره يې سیم کړي. بايدن ولسمشر تورن کړ چې غواړي د شمالي کوريا د مشر کيم يونګ اون، «ديکتاتوري» توجيه کړي. د بايدن په خبره، د ترمپ د آشتي طلبه سياست په سيوري کې د شمالي کوريا «ګنګستر» کافي فرصت په لاس ورکړ تر څو خپل اتومي پروګرام ته په بريا سره ادامه ورکړي.

بايدن زياته کړه، شمالي کوريا سره د ترمپ سیاست کولای شي د ياد هيواد مشر، د «هتلر په څير»، نړيوالې ټولنې له پاره د يو خطر په توګه بدل کړي.

 تبعیض او توکم پالنه

جو بايدن دغه راز په امريکا کې د توکم پالنې پر اساس د جوړښتونو ادامې ته په اشارې ادعا وکړه چې په دغه  هيواد کې برابري شتون نه لري او ترمپ په خپل سياست سره دغه نابرابري لا شديده کړې ده: «هغه پر هر نژادي کشمکش باندې تېل توېې کړل.»

بايدن د ترمپ په مقابل کې پر خپل ځان فخر وکړ چې د ابراهام لینکلن څخه پرته د نورو ټولو ولسمشرانو په پرتله يې تورپوستانو ته ډير خدمتونه کړي دي: «زه په دغه سالون کې د هر بل شخص څخه لږ توکمپاله يم.»

هغه وويل چې د تورپوستانو پر وړاندې د پولیسو تاوتريخوالی استثنايي موارد دي.

خو د دغو ټولو سره سره، د ترمپ او بايدن دوهمې مخامخ تلويزيوني مناظرې آرامه فضا درلوده. د دغې مناظرې کوربنه، کریستين ولکر وه. هغه کولای شول د هر وياند د مايک د مناظرې د اصولو سره د تخلف په صورت کې سمدلاسه بند کړي.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب