د امريکا متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي چې د روسيې د سفارت دوه استازي يې »نامطلوب کسان« بللي دي. نوموړي زياته کړې چې ياد وزارت به »زموږ د ديپلوماتانو سپکاوی د روسيې د حکومت له خوا ونه زغمي.««روسي هیکران د المان د برېښنا شبکې ته شدید خطر پیښولی شي»
روسيې په سپتمبر مياشت کې دوه امريکايي ديپلوماتان اخراج کړي ول. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وويل چې دغه دوه ديپلوماتان له روبرت شونوف سره »تړلي کسان« ول چې د روسيې په ولاديوستوک ښار کې يو پخوانی روسي کارکوونکی دی، چې د جاسوسۍ په تور په می مياشت کې ونيول شو. متحده آيالاتو د جاسوسۍ دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.بلینکن: روسیه په ټوله نړۍ کې د وسلو پیرلو په لټه کې ده
په تېرو کلونو کې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د ديپلوماتانو د ايستنې بېلابېلې پېښې وليدل شوې. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې يوې ژورې ته سره رسېدلې دي، په تېره د هغه وخت راهيسې چې روسيې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د اوکراين په وړاندې تهاجمي جګړه پيل کړه.
پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته ډېرو هیوادونو له روسیې سره سوداګریزې اړیکې قطع کړي دي چې له کبله یې د روسیې د نفتو سکتور هم له ستونزو سره مخامخ شوی دی. په دې رپوټ کې د روسیې د نفتو پیردونکو ته کتنه شوې.
انځور: Getty Images/S. Plattاوسمهال د هند د نفتو دولتي شرکت بهارت پیټرولیم یوازې د راتلونکې می میاشتې له پاره دوه میلیونه بوشکې نفت له روسیې رانیولي دي. دغه هندي شرکت ویلي دي تر دې وړاندې دوی د ورځې ۳۱۰ زره بوشکې نفت له روسیې څخه رانیول. د هندوستان بهارت پټرولیم، هندوستان پیټرولیم، انډین اویل، نیارا انرژي هم د هغه هندي شرکتونه دي چې له روسیې څخه لا هم نفت را نیسي.
انځور: Indranil Aditya/NurPhoto/picture allianceد یونان د نفتو تر ټولو ستر شرکت هم د خپلي اړتيا نیږدې ۱۵ سلنه نفت له روسیې څخه اخلي. دغه شرکت د روانې میاشتې په لومړیو کې د خپلې تقاضا د پوره کولو له پاره لا ډیر نفت له سعودي عربستان څخه رانیول.
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/Strد ایټالیا د نفتو د تصفیې تر ټولو ستر شرکت لوک اویل لا هم له روسیې څخه نفت رانیسې او تصفیه کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Liankevichآلمان هم لا تر اوسه پورې له روسیې څخه د نفتو پر وارداتو بندیز نه دی وضع کړی. په آلمان کې د نفتو د تصفیې تر ټولو ستر شرکت میرو د خپل اړتیا وړ نیږدې ۱۴ سلنه نفت له روسیې ترلاسه کوي. په آلمان کې د پي سي کې په نامه د نفتو د تصفیې بل ستر شرکت هم خپل د اړتیا وړ نیږدې ۵۴ سلنه نفت له روسیې رانیسي او دغه نفت د دروږبه پايپ پر مټ دغه هیواد ته رسیږي.
انځور: Rolf Poss/imago imagesد هنګري د نفتو تر ټولو ستر د تصفیې شرکت چې په کرواسیا، هنګري او سلواکیا کې فعالیت لري لا هم له روسیې څخه نفت رانیسي. دغه هیواد له روسیې څخه د نفتو پر وارداتو له بندیز سره مخالفت کړی دی.
انځور: PIUS UTOMI EKPEI/AFPد لوک اویل په نامه د بلغاریا د نفتو د تصفیې شرکت هم له روسیې څخه په نورمال ډول خپل نفت رانیسي او دغه ستر شرکت خپل د اړتیا وړ نیږدې ۶۰ سلنه نفت له روسیې ترلاسه کوي.
انځور: NIKOLAY DOYCHINOV/AFP/Getty Imagesد اندونیزیا د پرتمینا په نامه د نفتو د تصفيې شرکت هم غواړي له روسیې څخه نفت رانیسي او خپل کمښت پرې پوره کړې. دغه شرکت د نفتو د تصفیې نوې کارخانه جوړه کړې او غواړي نفت ورته له روسیې څخه وارد کړي.
انځور: Reuters/Beawihartaد پولنډ تر ټولو ستر د نفتو د تصفیې شرکت له روسیې سره له تازه تړونونو ډډه کړې، خو د روان میلادي کال تر پایه پورې به له روسیې څخه د نفتو وارداتو ته ادامه ورکړي. دغه شرکت په لیتوانیا، پولنډ، چیک جمهوریت کې فعالیت لري او د روسیې له نفتو خورا ډېره ګټه ترلاسه کوي.
انځور: Viktor Drachev/AFP/Getty Imagesد سینوپیک په نامه د چین تر ټولو ستر دولتي شرکت چې د نفتو د تصفيې په برخه کې فعالیت کوي لا هم له روسیې څخه خپل د اړتیا وړ نفت رانیسي. د راتلونکو تړونونو په هکله له روسیې سره کار کولو ته لیواله دی.
انځور: dpa/MAXPPP/picture alliance