د امريکا متحده ايالاتو پخواني جمهور رئيس د استيضاح کولو دویمه مصوبه په رسمې ډول د امريکا سنا ته وړاندې شوې ده. د استازو مجلس په دې مصوبه کې ترمپ »شورش ته په هڅولو« تورن شوی دی.
دیموکراتان د جنورې پر شپږمه نيټه پر د کانگرس پر ودانۍ باندې د ترمپ د پلويانو له خوا يرغل کې په خپله ترمپ ګرم ګڼې. په دغه بريد کې پنځه کسان چې يو پوليس هم پکې شامل وو، وژل شوي وو.
که څه هم ترمپ نور جمهور رئیس نه دې، خو د سنا له خوا د دغه استيضاح منل کيدلو سره به ترمپ د ټول عمر له پاره د امريکا په دولت کي د مسئوليت لرلو څخه محروم کړل شي.
اړونده موضوع: امريکا: دموکراتان د ترمپ پر پرځولو ټينګار کوي
د استيضاح په بهیر کي د سنا استازې د منصفه هيئت نقش لري او د ترمپ محکومولو په اړه باید پريکړه وکړي. له همدې کبله د استازو دوه په دريمه برخه يې بايد د استضاح له پاره راي ورکړې. په دي ډول د جمهوري غوښتونکو لږ تر لږه ۱۷ استازي او ورسره د ديموکراتانو ټول استازي باید د هغه د استيضاح سره موافق اوسي.
ترمپ د امريکا لومړي جمهوررئيس دی چې دوه ځلي استيضاح کيږې. لومړۍ استيضاح يې د هغه له قدرت څخه ناوړه ګټه اخيستو له وجې وه چې د سنا په جرګه کې رد شوه.
زموږ له آرشيف څخه:
انځورونه: د بايدن د بريا تر اعلان وروسته د امريکا واټونه
د امريکا او نړۍ خلک د امريکا د انتخاباتو د نتایجو اعلان ته په انتظار کې ول. دغه انتظار د شنبې په ورځ (د نومبر ۶مه) پای ته ورسيده. د جو بايدن د بريا تر اعلان وروسته، د هغه او د دونالد ترمپ پلويان د ښار واټونو ته راووتل. انځور: Andrew Kelly/REUTERS په ويلمينګون کې جو بايدن او کاملا هريس د خپلې بريا تر اعلان وروسته د امريکا خلک يووالي ته راووبلل.
انځور: Win McNamee/Getty Images د امريکا په انتخاباتو کې د جو بايدن د بريا اعلان وروسته له هغې چې د جو بایدن د بريا اعلان خپور شو، خلک د ښارونو واټونو ته راووتل. دلته اولارندو دی. د بايدن پلويان.
انځور: Willie J. Allen Jr/TNS/ZUMA WIRE/picture alliance د امريکا په انتخاباتو کې د جوبایدن د بريا اعلان ویل شوي چې ۳۰ سلنه خلک ترمپ سره د مخالفت درلودلو له کبله د راي ورکولو مرکزونو ته تللي ول او بايدن ته رايې ورکړي دي.
انځور: Carla Bleiker/DW وړاندوينه کيږي چې د بايدن ټولې راېې له ۷۵ ميليونو څخه هم واوړي. دا ډول انتخاباتي پایله د امريکا په تاريخ کې سابقه نه لري.
انځور: Carla Bleiker/DW دموکراټانو تقریبا د امريکا په اکثريت لويو ښارونو کې د رايو اکثريت ګټلي دي. دلته په شيکاګو کې د بايدن پلويان په ښار کې د ترمپ پر وړاندې د هغه بريا لمانځي.
انځور: Armando L. Sanchez/TNS/ZUMA Wire/picture alliance په واشنګتن کې هم خلک د بايدن د بريا تر اعلان وروسته واټونو ته راووتل. ټول خلک د «سي ان ان» او «اسوشتيد پریس» له خوا د پايلو اعلان ته په انتظار کې ول.
انځور: Yegor Aleyev/TASS/picture alliance په پنسلوانيا ایالت کې هم د بايدن رايې ډيرې شوې. په دغه ښار کې هم د بايدن پلويان خوښ دي.
انځور: Noah Berger/AP/picture alliance فيلادلفيا ښار د بايدن په بريا کې رول درلود. د دغه ښار په ګډون د امريکا په اکثرو لويو ښارونو کې خلکو د بايدن په ګټه راېې ورکړې.
انځور: Amien Essif/DW ترمپ او په انتخاباتو کې ېې ماته ترمپ حتی د انتخاباتو د پايلو تر اعلان وروسته هم خپله ماته نه منله. خو په اصل کې د امريکا انتخاباتو د دغه هیواد د خلکو په برخليک کې بدلون راوست. ترمپ پر ټويټر يو ځل بيا د خپلې بريا اعلان وکړ. دلته لاس انجلس دی.
انځور: Jim Ruymen/UPI Photo/Newscom/picture alliance امریکا په دوو برخو ويشل شوې. د ترمپ د ولسمشرۍ په دوره کې دغه درز نور هم ژور شو. خو د شنبې ورځې د انتخاباتو د پايلو اعلان د امريکا ښارونو ته نوې څيره ورکړه. دلته فيلادلفيا ده او خلک خوشالي کوي.
انځور: Amien Essif/DW د جو بايدن د بريا تر اعلان وروسته، د دونالد ترمپ پلويان هم ښارونو ته راووتل، خو دوی د اعتراض په بڼه راووتل او په انتخاباتو کې ېې د درغليو خبرې کولې.
انځور: Morry Gash/AP/picture alliance د ترمپ يو شمير پلويان د ترمپ له خوا د هغه د بريا له اعلان څخه ملاتړ کوي. دوی د «انتخاباتو په نتايجو کې د غلاو» څخه خبرې کوي. که څه هم په اريزونا ایالت کې بايدن ډيرې راېې ګټلې، خو د ترمپ پلویان هم راوتلي وو.
انځور: Jim Urquhart/REUTERS د ترمپ پلويان د «قانون او نظم» او همدارنګه د هغه د حکومت د بهرني سیاست څخه دفاع کوي. دلته په ميلواکي کې د ترمپ يو شمير پلويان ادعا کوي چې بايدن د چين یوه مهره ده.
انځور: Morry Gash/AP/picture alliance د ترمپ پلويان مختلفي څيرې لري. د مذهبي ځواکونو څخه نيولې تر ښې اړخي افراطي ډلو پورې. دلته د «قهرجنو وايکينګانو» په نوم يوه ډله ليدل کيږي. دا د پنسلوانيا ایالت د هاريسبرګ ښار دی. همدا د پنسلوانيا ايالت وو چې بايدن ېې بريا ته ورساوه.
انځور: Leah Millis/REUTERS