1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن: له ایران سره خبرې کول به ډير ستونزمن وي

۱۳۹۹ آذر ۱۴, جمعه

جو بايدن او کامالا هریس له سي ان ان سره په لومړنۍ مرکه کې بايدن د ايران له اتومي تړونه د ترمپ د وتلو پر پريکړي د انتقاد تر څنګ ويلې دي چې نه پريږدي تهران دې اتومي وسلې ولري.

USA Wilmington, Delaware | Joe Biden, Vorstellung Team | Joe Biden
انځور: Mark Makela/Getty Images

د امريکا ولسمشرۍ ته انتخاب شوی جو بايدن او مرستيالي يې پخپله لومړنۍ ګډه مرکه کي د دولت مقام په رغولو، د کرونا پر وړاندې بنسټيزه مبارزه، د اوبو او هوا په مسله کي نړيوال تعامل د خپل کار لومړيتوبونه ياد کړي دي.

بايدن وويل راتلونکی حکومت څلور لومړيتوبونه په مخکې  لری، چې د کرونا ويروس، اقتصاد، توکميزه نابرابري او د اقليم بدلون دي.

بايدن د ايران له اتومي تړون څخه د ترمپ پر پريکړه د انتقاد تر څنګ، له ايران سره بيا خبرې کول ډير ستونزمن وبلل.

هغه وويل ترمپ له اتومي تړون څخه په وتلو له ايران سره مرسته وکړه چې خپلې هستوي ذخيرې زياتې کړي او د اتومي وسلو تولید ته نږدې شي: «د بالستیک توغنديو مسله هم شته. موږ نه شو کولې ايران ته اجازه ورکړو چې اتومي وسلې دې ولرې... دغه کار په يوازي توګه نه شو تر سره کولی، نو له همدې کبله غواړو د يوې سترې ډلې غړي و اوسو چې نه يوازې ايران، بلکې له روسې او چين سره په پراخه کچه له موضوع ګانو سره چلن وشي.»

هغه دغه راز زیاته کړه چې نه شي ويلې د محسن فخري زاده وژل به د تهران او واشنګتن پر اختلافاتو څه ډول اغيز وکړې.

بایدن اعلان وکړ چې انتونې فايوچې به د کرونا پر وړاندې د مبارزې نوي ټيم ته مشوره ورکړي او له خلکو يې وغوښتل چې ۱۰۰ ورځي دې ماسکونه وتړي. بایدن زياته کړه چې د کرونا واکسين له بې خطرۍ څخه تر ډاډمن کيدلو وروسته به د عمومي واکسيناسيون د چارو ترسره کول پيل کړي.

جوبايدن وويل چې د۹۰۰ ميليونو ډالرو بله حمایتې بسته به د کوچنيو کسبګرو له پاره ورکړل شي چې د بې کارۍ بيمې او د مساکنو پورونه ورکړل شي او هم يې هيله څرګنده کړه چې له سنا څخه د دغه بستې د تصويب په هکله همکاري تر لاسه کړي.

دغه راز د اروپايي او ناتو سره همکاري يې د راتلونکي حکومت کار وګڼه او زیاته يې کړه: «لومړي کار چې باید ترسره شي له اروپايې متحدينو سره نږدي همکاري ده.»

بایدن او هریس وويل چې راتلونکې حکومت به له يوه ټيم سره په چارو پيل وکړي او د ټويټ له لاري به پيغام استولو ته د پای ټکې کيږدې.

بایدن وويل، غواړي چې له هریس سره يوځای ټيم جوړ کړي له هسې چې د اوباما سره د نږدي همکارۍ فضادرلوده هماغه ډول کار وکړي. هريس وويل: «هغه غواړي چې زه د مشورې په خونه کي لومړی او وروستی کس اوسم.»

د دغه خبرو په وروستۍ برخه کې بایدن هيله څرګنده کړه چې د جنوري پر شلمه نيټه د تحلیف په ورځ ترمپ هم حاضر وي: «دا یو شخصې کار نه دی، بلکي د هيواد پورې اړه لري. بايد دا ښکاره کړو چې زموږ له نظري اختلافاتو څخه وروسته اوس د واک انتقال په مسالمت امیز ډول ترسره کيږې.»

FAR/ه.ح/ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب