د چین او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ په سویس کې د سوداګریزې جګړې پای ته رسولو په برخه کې مذاکرات د یکشنبې په ورځ پای ته ورسیدلې. واشنګټن او پيکنګ بې له دې چې جزویات ورکړي د تجارتي موازنې په هکله د «مهمې موافقې» خبره کړې ده.
د امريکا د مالیې وزیر سکاټ بنسټ، په دې منځ کې ويلي دي چې چين او امريکا توافق کړی دی چې د راتلونکو ۹۰ ورځو له پاره به پر يو بل متقابلې تعرفې د پام وړ راکمې کړي.
نوموړي خبريالانو ته وويل: «موږ [د تعرفو په اړه] پر يوې ۹۰ ورځنې وقفې باندې توافق کړی دی.» بنسټ، زياته کړې: «موږ دواړه [هېوادونه] له متوازن تجارت سره علاقه لرو، امريکا متحده ايالات به دې لوري ته حرکت ته ادامه ورکړي.»
تر دې مخه په سوداګریزو چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي جمیسون ګریر، ويلي ول چې د چین او امریکا په سوداګریزو مناسباتو کې د کسر د لیري کولو په برخه کې توافق ترلاسه شوی دی.
نوموړي د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د دې موافقې اړوند جزویات به د نن دوشنبه (د می میاشتې ۱۲ نیټه) ورځې په جریان کې اعلان شي.
د چین د لومړي وزیر مرستیال هه لیفنګ، هم د دې موضوع په تاییدولو سره خبریالانو ته وویل چې د دواړو هیوادونو د پلاو ترمنځ خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ ترلاسه شوی دی او نن دوشنبه به په دې اړه ګډه اعلامیه خپره شي.
د ایران او چین د ستراتیژیک تړون لاسلیک د ډيرو غبرګونونو لامل شو. په عين حال کې ايران په تېرو دوو لسيزو کې د چين د سترې پانګونې ډېره لږ برخه راجلب کړې ده. چین په کومو هيوادونو کې څومره پانگونه کړې ده؟ د امریکن ايترپرايز موسسې د معلوماتو له مخي چين په وروستيو ۱۵ کلونو کې د نړۍ په بېلابيلو هيوادونو کې ۲ تريليونه او ۱۰۰ ميليارده ډالره پانګونه کړې ده. له بډایه هیوادونو لکه سویس او متحده ایالاتو څخه نيولې تر افریقایي هیوادونو لکه کانګو پورې.
انځور: picture-alliance/dpa/K.-J. Hildenbrand د چین په دې پانګونه کې د ایران ونډه یوازې ۲۶.۵۶ میلیارده ډالره وه، چې په هرو پنځو کلونو کې یې اندازه نه ده بدله شوې. يعني د ۲۰۰۵ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ بندیزونه په ایران کې د چين د پانګونې په لږښت یا ډېرښت کې ډېر اغېز نه لري. (عکس: د تهران – شمال لويې لارې په پروژه کې چینايي کارګران)
انځور: farsnews.com نړيوال اقتصادي بحران چې په ٢٠٠٨م کال کې پيل شو، د چين له پاره يو ښه فرصت و چې په ټوله نړۍ کې حتی په اروپا کې هم د لويو پورونو په ورکولو سره پل کښېږدي.
انځور: picture-alliance/dpa په ۲۰۱۳ کال کې چين د ورېښمو نوې لار په نامه خپل ستر پلان پيل کړ. دغه پروژه دوې مهمې موخې لري: په ارزانه خامو موادو او ارزانه انرژۍ سره د توليد زياتول او د خامو موادو لېږد او د سړکونو، بندرونو، هوايي ډګرونو او اورګاډي پټلۍ د پراخولو له لارې د چينايي توکو پلورل.
د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز (CSIS) په وینا، چین یوازې په شپږو کلونو کې (۲۰۱۳ تر ۲۰۱۹) په ۳۴ هیوادونو کې د ریل پټلۍ په برخه کې شاوخوا ۶۲ ميلیارده ډالر پانګونه کړې ده. د چین فعال اقتصادي شتون هم د خپل سیاسي نفوذ د پراخولو په معنی دی. (عکس: د چین ولسمشر شي جین پینګ په ۲۰۱۴م کال کې د وینزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره په کاراکاس کې)
انځور: AFP/Getty Images/L. Ramirez په انګولا کې د بنګولا د بار وړونکي ریل ګاډي انځور. دا کرښه په لابیتو، انګولا کې پیل کیږي او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ټینک کې پای ته رسیږي. د اورګاډي پټلۍ د چین په پانګونې سره په انګولا کې بیا پیل شوه.
انځور: DW/N. Sul D'Angola افریقا د چټک ښاري کیدو پر لور. کارپوهان حتی وايي چې څلورم صنعتي انقلاب په افریقا کې کیږي. په هر حال د دې بدلون له پاره کافي زیربنا نشته. چین او هند له دې خلا څخه کار اخلي. (عکس: چین د موزمبیق د کب نیولو په برخه کې پانګونه کوي)
انځور: DW/S. Lutxeque د فوربس مجلې د ليکنو له مخې، چين د افريقا تر ټولو ستر سوداګريز ملګری دی چې د دواړو خواو ترمنځ کلنۍ سوداګري دوه سوه ميليارده ډالرو ته رسېږي. په دې توګه په افريقا کې څه دپاسه سل زره چينايي شرکتونه فعال دي. د جان هاپکنز پوهنتون د چين او افريقا سوداګرۍ د څېړنې څانګې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۹م کال کې له افريقا څخه چين ته تر ټولو زيات صادرات شوي دي.
انځور: picture-alliance/Photoshot/Zhang Gaiping د فوربس مجلې په وینا، افریقا د چین ۲۰ سلنه کتان چمتو کوي. افریقا هم په نړۍ کې د مګنیزیم نيماي زیرمې لري، کوم چې د فولادو په صنعت کې کارول کیږي او یوازې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د ټولې نړۍ نیمایي زیرمې لري. افریقا لاهم د کولتان د پام وړ زیرمې لري چې په الکترونيکي صنعت کې ورته اړتیا ده. چین دغو ټولو سرچینو ته اړتیا لري. (عکس: د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې د کبالت کان)
انځور: Getty Images/AFP/F. Scoppa ډان روفین یو هالنډی څیړونکی او د معمارۍ د MORE انستیتیوټ بنسټ ایښودونکی دی. هغه په افریقا کې د ښاري کیدو د پراختیا په ګدون په پراخه کچه لیکلي دي: "په افريقا کې تر درو پوړونو لوړه ودانولو پروژه نشته او تر درو کيلومترو اوږد سړک نشته چې د چينايانو په لاس کې نه وي." (عکس: چینايي او ځايي کارګر په یوګانډا کې د لویې لارې جوړولو په ورکشاپ کي)
انځور: Imago خو په ايران کي به څه پيښ شي؟ د ایران او چین ترمنځ د ۲۵ کلن ستراتیژیک تړون جزیات نه دي خپاره شوي. نیویارک ټایمز راپور ورکړی و چې دغه تړون پنځه کاله وړاندې (۲۰۱۶) د چین د ولسمشر له خوا وړاندیز شوی و. د دغه تړون مسوده د ۱۹۹۹م کال د جولای مياشتي پر ۲۵ نېټه په بېجينګ کې لاسليک شوه. دوې اونۍ وروسته نیویارک ټایمز د ۱۸ مخيزي مسودې جزئیات خپاره کړل.
انځور: ana.press "تيل د پانگوني په بدل کي" د «بلومبرګ» اقتصادي وېبپاڼې د راپور له مخې، چین به د دغه تړون په چوکاټ کې په ایران کې ۴۰۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي او په بدل کې به له ایران څخه په لوړه بیه او پرله پسې تېل اخلي. چین د افریقا په وچه کې هم ورته تګلاره تعقیب کړې ده. د بنسټيزو تاسيساتو د بيارغونې په بدل کې چين د خپلو اړتياوو يو پر دريمه برخه تېل له افريقايي هېوادونو څخه واردوي.
انځور: Mana Neystani که د " ارزانه تېلو په برخه کې د پانګونې" موضوع سمه وي، بېجينګ به د ارزانه تېلو د بيو د توپير له لارې خپله يو څه پانګونه جبران کړي. د پانګوني بیرته ستنیدل د لګښتونو بله برخه هم چمتو کوي. په سیمه کې د چین د نفوذ پراخول هم کولای شي اقتصادي ګټې زیاتې کړي. له چین سره ۲۵ کلن تړون ایران ته څه ګټه رسوي او د ایران له پاره څومره اقتصادي ګټه لري؟
انځور: AFP
د چین د لومړي وزیر مرستیال او همدارنګه د تجارت په نړیوال سازمان کې د دغه هیواد د استازي لي چنګ ګانګ، د څرګندونو له مخې، واشنګټن او پيکنګ موافقې ته رسیدلي دي چې د « سوداګریزو مسایلو اړوند منظم او نامنظم ارتباطاتو» د تمرکز له پاره یو نوی جوړښت او میکانیزم رامنځته کړي.
سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دواړو خواو ترمنځ د رغنده او مثبتو مذاکراتو اړوند د جمیسون ګریر، او سکات بسنټ، خبرو ته اشاره کړې ده.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په ژنیف کې له چین سره د ګمرکي تعرفو پر سر خبرې اترې یو « بشپړ نوی پیل» وباله او په «تروث سوشل» ټولنیزه شبکه کې یې ولیکل چې په مذاکراتو کې ډیر موضوعات مطرح شول چې پر اکثرو یې توافق شوی دی.
نوموړي په تیرو میاشتو کې د چین پر یو شمیر توکو په مختلفو پړاونو کې ۱۴۵ سلنه تعرفې زیاتې کړې، په داسې حال کې چې له چین څخه پر یو شمیر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې ۲۴۵ سلنې ته ورسیدل.
چین هم ځوابي اقدام وکړ او له متحده ایالاتو څخه پر وارداتي توکو یې تعرفې ۱۲۵ سلنه زیاتې کړې.
په سویس کې د چین او امریکا د لوړپوړو چارواکو خبرې اترې په ګمرکي تعرفو کې د پام وړ زیاتوالي وروسته راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ لومړني مذاکرات ګڼل کیږي.
د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادونو ترمنځ لوړو تعرفو پر نړیوالې سوداګرګۍ دوامداره اغیزې پريښې او د نړیوال اقتصاد د ودې له پاره ګواښ ګڼل کیږي.
اروپایې اتحادیه د چین پر الیکټرونیکي موټرو ګمرکي تعرفه لوړويThis browser does not support the video element.