1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیمې ته د بي ۵۲ الوتکو رسیدل او ایران ته د امریکا خبرداری

۱۴۰۳ آبان ۱۳, یکشنبه

د امریکا د قوماندې مرکز(سنتکام) اعلان کړی دی چې د بي ۵۲ بم غورځونکي الوتکې سیمې ته رسیدلي دي. دا اقدام په داسې یو وخت کې صورت نیسي چې متحده ایالاتو ایران ته پر اسرائیل د تازه برید له کبله خبرداری ورکړي دی.

د امریکا متحده ایالاتو بي ۵۲ ډوله جنگي بم غورځونکي الوتکې
متحده ایالاتو ایران ته پر اسرائیل د تازه برید له کبله خبرداری ورکړي دیانځور: Sra Karrla Parra/U.S. Air/ZUMAPRESS/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې او د اسرائیل وروستیو بریدونو ته د «قطعي ځواب» ورکولو په هکله د ایراني چارواکو له څرګندونو په پام کې نیولو سره، واشنګټن تهران ته د دا ډول یوه اقدام له کبله خبرداری ورکړی دی.

د «اکسیوس» انټرنټ پاڼې په خپل رپوټ کې د یوه امریکایي چارواکي او په اسرائیل کې د یوه پخواني مسئول چارواکي په نقل لیکلي دي، که ایران لکه څنګه چې یې اعلان کړی دی یو وار بیا پر اسرائیلو برید وکړي د امریکا حکومت به ونه توانیږي «دغه هیواد د ایران په مقابل کې له زغم څخه کار اخیستنې ته قانع کړي.»

اسرائیلۍ انټرنټ پاڼې "والا" (Walla) چې د جروزالم پوست نشریې پورې تعلق لري هم رپوټ ورکړی دی چې د امریکا حکومت دغه خبردارۍ د سویسي دیپلوماتانو په وسیله ایراني چارواکو ته رسولی دی. په پيغام کې ویل شوي چې واشنګټن به د ایران د نوې حملې په صورت کې اسرائیل یو ځل بیا دې ته وهڅوي څو یوازې «محدود او دقیق برید ترسره کړي.»

د رسنیو د رپوټونو له مخې دا ډول خبرداری د واشنګټن او تهران په ارتباطاتو کې بې ساری تماس بلل کیږي.

سیمې ته د بي ۵۲ الوتکو رسیدل

دغه رپوټونه په داسې یوه وخت کې خپریږي چې د امریکا د قوماندې مرکز(سنتکام) په ایکس شبکه کې سمیې ته د بي ۵۲ ډوله جنګي بم غورځونکو الوتکو د داخلیدو خبر ورکړی دی.

د استول شویو الوتکو د شمیر په هکله څه نه دي ویل شوي، یوازې همدومره ویل شوي چې دغه الوتکې په نورث داکوتا ایالت کې له «مینوت» هوایي اډې څخه د سیمې پر لور روانې شوې دي.

مخکې تر دې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي وو چې په منځني ختیځ کې د مستقرو امریکایي ځواکونو د حفاظت، د اسرائیل د ملاتړ او همدارنګه د یوه پوځي شخړې رامنځته کیدو د مخنیوي او تاوتریخوالي د کمولو له پاره، څو ستراتیژیک بم غورځوونکي الوتکې او د بالستیک توغندیو ضد بیړۍ منځني ختیځ ته استوي.

په همدې هکله د پنټاګون ویاند پاتریک رایدر، ویلي وو چې د امریکا متحده ایالات د دفاع وزیر لوید آستن په امر اراده لري چې څو بي ۵۲ ډوله الوتکې او د بالستیک توغندیو ضد دفاعي بیړۍ او همدرانګه د سون موادو رسوونکي الوتکې سیمې ته واستوي.

د ایران «قاطع ځواب»

د شنبې په ورځ د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي، یو وار بیا امریکا او اسرائیل ته ګواښ وکړ چې دغه هیوادونه باید د ایران له خوا «قاطع او غاښ ماتونکي ځواب» ته په تمه اوسي.

خامنه اي همدارنګه ادعا وکړه چې ایران د پوځي او وسلو له پلوه خپله بشپړه او لازمه امادګي نیولې ده.

مخکې تر دې د سپاه پاسداران یو شمیر مسئولینو هم ګواښ کړی و چې ایران به د اسرائیل برید بې ځوابه نه پریږدي.

اکسیوس انټرنټ پاڼې د جمعې په ورځ د دوو باخبره اسرائیلي سرچینو په حواله رپوټ ورکړی وو چې د دغه هیواد د استخباراتي ارزونو له مخې ایران په راتلونکو ورځو کې د عراق له خاورې څخه پر اسرائیل د حملې کولو له پاره د امکاناتو د برابرولو په حال کې دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

آیا له اسرائیل سره د ممکنه جګړې په صورت کې به روسیه د ایران ملاتړ وکړي؟

02:35

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب