1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر ۹۰ سلنه بشپړ سوی

۱۴۰۰ تیر ۱۶, چهارشنبه

د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی دی چي له افغانستان څخه يې د ځواکونو وتل تر ۹۰ سلنه زیات بشپړ سوی . په افغانستان کي د طالبانو پر پرمختگ او زورزياتي سربیره امریکا له دغه هیواده د خپلو ځواکونو ایستلو ته همداسي ادامه ورکوي.

Nato Truppen verlassen Afghanistan
انځور: Vyacheslav Oseledkov/AFP/Getty Images

د پنتاگون یا د امریکا د دفاع وزارت چارواکو د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۷) اعلان وکړ چي تر اوسه د پوځي ترانسپورت (C-17) ډوله الوتکو په ۹۸۰ پروازونو کي له افغانستان څخه تجهیزات رایستل سوي دي.

د امریکا د ولسمشر جو بایدن په غوښتنه د دغو ځواکونو د ایستلو له پیل راهیسي د افغانستان د دفاع وزارت ته اوه نوري مهمي اډې هم سپارل سوي دي.

په دا وروستیو کي امریکا اعلان کړی چي غواړي د اگست مياشتي تر پایه پوري د ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ کړي. بایدن مخکي له دې اعلان کړی وو چي د ځواکونو وتل به د سپتمبر مياشتي تر یوولسمي بشپړ کړي، په دقیق ډول په هغه ورځ چي شل کاله مخکي پر واشنگټن او نیویارک باندي د القاعده شبکې مرگوني بریدونه د دې سبب سول چي امریکا او متحدین یې پر افغانستان یرغل وکړي.

امریکايي او د ناټو ځواکونو په دا وروستیو وختونو کي په بگرام کي خپله تر ټولو لویه اډه تخلیه کړه. کابل ته نژدې دغه اډه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سپارل سوې ده.

د پنتاگون ویاند جان کربي ویلي دي چي د افغانستان ملکي او نظامي مشرانو ته د دغي اډې د تخلیه کولو په اړه پر خپل وخت خبر ورکړل سوی وو. نوموړي د هغو رپوټونو پر وړاندي غبرگون وښود چي گواکي په دغه اډه کي نوي افغان قوماندان ته د اډې د تخلیه کولو په هکله کافي اطلاعات نه ول ورکړل سوي او له افغان ځواکونو سره سمه همږغي موجوده نه وه.

د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي دي چي د امنیتي دلایلو له امله د تخلیه کیدو د دقیق وخت په هکله خبر نه و ورکړل سوی. هغه ویلي دي چي همږغي موجوده وه، خو په عین حال کي احتیاط کیده: »دا د ورسپارلو یو بهیر وو... له همدې کبله له افغان چارواکو سره هم خبري اتري سوي وې.« هغه وویل چي دغه بهیر په پټه نه دی ترسره سوی.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چي له دغي اډې څخه د ځواکونو د ایستلو د دقیق وخت اعلان یو غیر مسؤلانه کار وو.

GP/NZ (dpa)