1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاگون د خپلو افغان همکارانو د امنيت پلانونه جوړوي

۱۴۰۰ خرداد ۷, جمعه

امریکا متحده ایالات غواړي چي د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره د په زرو افغان مرستندوی کارکوونکو امنیت تضمین کړای سي.

Afghanistan Übersetzer Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د پنجشنبې په ورځ د خپلو څرگندونو په ترڅ کي خبر ورکړ: «موږ وینو چي د پام وړ شمیر افغانانو د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو ملاتړ يې کړی او ښايي هغوی اوس له خطر سره مخامخ سي».

میلي ویلي دي: «په اوس وخت کي زموږ ډیره مهمه وظیفه داده چي موږ هغوی ته ژمن پاته سو او داسي ضروري کارونه مخ ته بوزو چي د هغوی ساتنه گرانتي کړو. د هغوی په غوښتنه به د امکان ترحده هغوی له دغه هیواده راوباسو».

د نوموړي امریکايي جنرال په خبره د دغو ترجمانانو او نورو مرستندویه کارکوونکو د راوتلو مسؤلیت به د بهرنیو چارو وزارت پرغاړه واخلي. د هغوی په مقابل کي د وسله والو طالبانو له خوا د غچ اخیستنی بریدونو گواښ موجود دی.

د یوه پروګرام په چوکاټ کي چي له یوې لسیزي راهيسي پيل سوی، امریکا متحده ایالاتو د افغان ترجمانانو او ځانګړو ځواکونو په شمول د مهاجرت ۲۶۵۰۰ ویزې تصویب کړي خو تر اوسه پوري یوازي ۱۶۰۰۰ ورکړل سوي او ۱۸۰۰۰ نورو عریضو باندي کار نه دی سوی.

د امریکا متحده ایالاتو د پارلمان وکیلانو څه وخت مخکي خبرداری ورکړی وو چي پر هغو باندي کار کول به تر دوو کلونو دوام پیدا کړي. د امریکايي رسنیو په حواله کیدای سي ځیني مرستندویه کارکوونکي د نوموړي بهیر تر پای ته رسیدو پوري یوه دریم هیواد او یا هم له امریکا څخه وتلو سیمو ته واستول سي.

د امریکا ولسمشر جوبایدن، اعلان کړی دی چي د روان کال د سپتمبر تر ۱۱مي به ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي. د اپريل مياشتي له پای راهیسي د ناټو ځواکونو د راایستلو بهیر دوام لري. د امریکا متحده يالاتو د دفاع وزیر لوید آستین ویلي دي چي د امریکايي ځواکونو د راایستلو بهیر تر پلان سوي وخت یو څه مخکي لا پر مخ ځي.

طالبانو په دا وروستیو کي خپل بریدونه پر افغان امنیتي ځواکونو باندي شدید کړي دي.

GP/NZ/AG