1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا افغانستان ته ۳ جنګي هلیکوپترونه وسپارل

۱۴۰۰ تیر ۲۷, یکشنبه

د افغانستان حکومت اعلان کړی دی، چي امریکا متحده ایالاتو دغه هیواد ته پرون شنبه د «بلک هاک» په نامه درې جنګي هلیکوپترونه وسپارل.

Afghanistan | Konflikt in Laschkar Gah | Afghanische Sicherheitskräfte
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د دغه خبر څخه د افغانستان دامنیتي قواوو ویاند، جنرال عمر شینواري پخپل تویتر کي خبر ورکړی دی. په خبره یې دغه هلیکوپترونه پرون شنبه (د جون میاشتي ۱۷ مه) لا افغانستان ته سپارل سوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت تردې دمخه خبر ورکړی ؤ، چي د امریکا متحده ایالات به د افغانستان د هوايي قواوو سره د ۴۵ جنګي هلیکوپترونو کومک کوي.

انځور: Getty Images/AFP/L. Robayo

د امنیتي قواوو د مسؤلینو په خبره به د افغانستان امنیتي قواوو ته د دغو جنګي هلیکوپترونو په وررسیدلو سره د جنګ د جبهو په وضعیت کي ښه والی رامنځته سي.

آ./م.ق./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل