1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او آلمان روسیې ته خبرداری ورکړ

۱۴۰۰ دی ۱۶, پنجشنبه

د اوکراین په بحران کي امریکا متحده ایالاتو او جرمني په ښکاره الفاظو سره  روسیې ته خطاب کړی دی. د جرمني خارجه وزیري بېربوک ویلي چي «په اوکراین کي به د روسیې نظامي عمل هغوی ته په لوړه بیه تمام سي.»

USA Washington | Annalena Baerbock, Außenministerin & Antony Blinken, Außenminister
انځور: Mandel Ngan/REUTERS

د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړي موضوع د امریکا متحده ایالاتو څخه د جرمني د خارجه وزیري د لومړنۍ لیدني کتني په ترڅ کې مهمه موضوع وه. د امریکا متحده ایالاتو د خارجه وزیر، انتوني بلینکن سره په ګډه هغې روسیې ته د دې څخه اخطار ورکړ، چي بیا دي د اوکراین ارضي تمامیت او حاکمیت نه نقضوي. د زرغون ګوند دغي سیاستمداري په خپلو خبرو کي وویل، چي په اوکراین کي نظامي مداخله او تشنج به له ځانه سره «سخت ډیپلوماتیک او اقتصادي عواقب ولري» او «په اوکراین کي به د روسیې نظامي عمل په لوړه بیه ورته تمام سي.»

د امریکا متحده ایالاتو خارجه وزیر، انتوني بلینکن په خپلو خبرو کي وویل، چي د اوکراین په امتداد د روسي قواوو استقرار ته هم جرمني او هم د امریکا متحده ایالات د «اروپا ثبات او سولي ته یو مستقیم او عاجل چلنج بولي.» او د «روسیې هر ډول مداخله او د اوکراین د حاکمیت نقضول به د ځانه سره جدي عواقب ولری.»

له روسیې سره معامله

په همدې حال کي په واشنګټن کي دواړو خارجه وزیرانو د ګډ مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د مسکو سره په راتلونکې اونی کي خبرو ته په اشارې سره څو واره په ښکاره الفاظو سره وویل، چي په دې موضوع کي به د امریکا متحده ایالات په تنهايي سره نه، بلکي د غربي متحدينو سره په ګډه عمل وکړي.

 

بېربوک نورهم په ښکاره الفاظو سره وویل، چي «د اروپا د امنیت په خاطر بی له اروپا تصمیم نسي نیول کیدلای.» او «په راتلونکو خبرو کي په قضیه کي د دخیلو اروپايي هیوادونو ورشاملیدل مرکزي اهمیت لري.»

د همدې میاشتي پر ۱۰ په ژنیو کي د امریکا متحده ایالاتو او روسیې تر منځ خبري پلان سوي دي. بیا د همدې میاشتي پر ۱۲ مه د ناټو - روسيې د شورا جلسه پلان سوې ده، کوم چې تر دوه نیمو کلونو وروسته د اول وار دپاره بیرته دایریږي. د اوکراین د بحران په ارتباط پردې سربیره د جنورۍ پر ۱۳ مه په اروپا کي د امنیت او همکارۍ د سازمان-OSCE جلسه هم پلان سوې ده.

د اوکراین د مسلح کولو په موضوع کي یووالی نه سته

د امریکا متحده ایالاتو او جرمني ترمنځ  د بیربوک د یوې ورځنۍ لیدني کتني پر مهال یو وار بیا د هغوی په منځ کي د اوکراین پر تجهیز کیدو باندي اختلاف رامنځته سو.  بیربوک د جرمني د موقف د توضیح کیدو پر مهال وویل، چي حکومت یې اوس هم اوکراین ته د وسلو لیږل په نظر کي نه لري. هغې ټینګار وکړ، چي هیواد یې د اوکراین سره مثلأ د نظامي روغتون په جوړولو کي کومک کړی دی.

خو بلینکن بیا وویل، چي هیواد به یې بیا هم اوکراین ته د ځان د دفاع پخاطر وسلې ولیږي او د روسیې د یوې نظامي مداخلې په صورت کي به امریکا متحده ایالات تر اوس نور هم اضافه دغه هیواد په دفاعي وسلو باندي مجهز کړي.

MQ/BS/DW Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب