1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوایي ډګر د برید طراح وژلی دی»

۱۴۰۲ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په حواله په افغانستان کې طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د برید طراح وژلی دی. په دې برید کې د امریکایي سرتیرو په ګډون ګڼ شمیر افغانانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

Afghanistan I Explosion am Flughafen in Kabul
انځور: Wali Sabawoon/AP/dpa/picture alliance

د سپینې ماڼۍ ویاند، جان کیربي د سه شنبه په ورځ د کابل د هوايي ډګر په يوه دروازه کې هغه بریدګر ته په اشارې سره چې د خلکو په منځ کې یې بمي چاودنه کړې وه، وویل: «هغه د داعش یو مهم جنګيالی وو، چې د ابي دروازې په څیر د عملیاتو په مستقیمو پلانولو کې سهیم وو او اوس نور نه سي کولای چې بریدونه پلان او یا هم عملي کړي.» 

آیا په هرات کې وسله واله نښته د طالبانو او داعش ترمنځ وه؟

د اسلامی دولت یا داعش د افغانستان څانګه د خراسان اسلامي دولت یا داعش خراسان په نوم مشهوره ده چې د سيمې یو تاریخي نوم دی. دا ډله د طالبانو دښمنه ډله بلل کیږي.

د آلمان د استخباراتو رئيس په افغانستان کي د داعش د فعاليت په اړه اندېښنه لري

نوموړی برید د ۲۰۲۱ م کال د اګست په ۲۶ مه نیټه هغه وخت ترسره سو کله چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو لږ وروسته د امریکايي ځواکونو د تخلیې د پروگرام پر وخت ګډووډي حاکمه وه. په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتیرو او بې شمیره ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

GP/BS/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل