لکه څنګه چي د امریکا د دفاع وزارت پرون جمعه (د جون میاشتي ۱۸ مه) خبر ورکړ، د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لوید استین امر کړی دی، چي « سږکال دوبی دي د دغي سیمي څخه مشخصي قواوي او ظرفیتونه وایستل سي.»
د امریکا د دفاع د وزارت ویاندي، جسیکا میک نولتي وویل، دا تر ټولو دمخه د دافع هوا ظرفیتونه دي. هغې همدارنګه وویل، چي د هغو یوه برخه به د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال سي، تر څو د بیرته ترمیمولو او معاینه کولو لازم کارونه یې وسي. پاته نور تجهیزات به نورو منطقو ته انتقال سي.
خو ویاندي دا نه وویل، چي ایا دغه تجهیزات به هم د بحر هند او اوقیانوس ارام ساحې ته انتقال سي، چیري چي امریکا غواړي د چین د په مخ پر ډیریدونکي نفوذ مخنیوی وکړي.
د «وال ستریت» مجلې تردې دمخه رپوت ورکړی ؤ، چي پنتاګون د جون میاشتي په سر کي په دې باندي شروع کړې ده، چي د عراق، کویټ، اردن او سعودي عربستان څخه خپل د دافع هوا اته سیسټمونه او هم د سعودي عربستان څخه د «تاد» په نامه د هوايي دفاع یو سیسټم وباسي.
د هر دغه سیسټم دپاره باید په محل کي په سلهاوو عسکر حضور ولري. د «وال ستریت» مجلې په حواله، دا نو پدې معنی، چي د دغو تجهیزاتو د ایستلو سره به د منطقې څخه په زرهاوو عسکر هم خارج سي.
خو د پنتاګون ویاندي بیا په عین حال کي اطمینان ورکړ، چي « د تهدیدونو متناسب به خپل نظامي حضور په منطقه کي وساتي.» او د دې بیره وجود نلري، چي دغه تغیرات به « زموږ د ملي امنیت پرعلاقه مندیو باندي منفي تأثیر وکړي.» په خبره یې سربیره پردې به «د امریکا متحده ایالات دا ډول انعطاف پذیره پاته سي، چي د ضرورت په وخت کي به ډیر ژر خپلی قواوي منځني ختیځ ته واستولای سي.»
د امریکا متحده ایالات په اوس وخت کي د افغانستان څخه هم خپلي ټولي قواوي راباسي او په عراق کي یې پروسږکال د خپلو قواوو ظرفیت ۲۵۰۰ عسکرو ته راکم کړ. دا هم پداسي حال کي ده، چي واشنګټن ایران ته اوس هم د یوه لوی خطر په سترګه ګوري. خو نوی جمهوررییس، جوبایدن ددې سره علاقه مندی لري، چي د تهران سره اټومي تړون بیرته احیأ سي.
آ./م.ق.ن./ا.ا.
د امریکا هوایي ځواک د نړۍ تر ټولو ستر هوایي ځواک دی. د دغو ځواکونو بې سارې وړتیا په جګړه کې ټاکونکی حیثیت لري. په دې انځوریز رپوټ کې د امریکا متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو مختلفو اړخونو ته کتنه شوې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/J. R. Beesley U.S. Navyد امریکا هوایي ځواک په ۱۹۴۷م کال کې رامنځته شو، چې اوس د نړۍ تر ټولو ستر هوایي ځواک دی. په دغه ځواک کې ۳۰۸ زره کسان خدمت کوي. په عین وخت کې ۱۸۰ زره او ۸۴ تنه غیر نظامي کارمندان، ۷۱ زره او ۴۰۰ ذخیره ځواکونه او همدارنګه ۱۰۶ زره کسان د هوایي ځواکونو په ګارد کې خدمت کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. R. Beesley U.S. Navyد امریکا هوایي ځواک د قوماندې لس مرکزونه لري. دغه ځواکونه په مجموع کې ۵۱۳۷ الوتکې او چورلکې په اختیار کې لري چې ۲۹ کاله مخکې جوړ شوي دي. دغه ځواکونه همدارنګه د ځمکې د کرې په مدار کې ۶۳ سپوږمکۍ لري. سربیره پر دې دغه ځواکونه د ځانګړو عملیاتو له پاره ۲۶ انتونوف الوتکې، ۲۳ میګ، ۲۷ سوخو او نور په اختیار کې لري.
انځور: picture-alliance/dpa/South Korea Defense Ministry"نورثروپ گرومن بي-۲ اسپیریت" هغه بم غورځونکي الوتکې دي چې رادار یي نه شي کشفولای او د اټومي وسلو د لیږد توان لري. دغه الوتکه د اتيا ۲۳۰ کيلويي ځیرک بمونو JDAM چي جي پي اس سیستم لري، یا د ۱۶ اټمي بمونو چي ۱۱۰۰ کیلويي وزن لري، د انتقال توان لري. بي-۲ په ټانکۍ کې له خپلو تیلو سره تر ۱۱ زرو کیلومترو ډیر واټن وهلی شي او که په هوا دوباره تیل ورکړل شي، د نړۍ په هره نقطه کې برید کولی شي.
انځور: picture-alliance/dpa/USir Force"لاکهید مارتین اف-۳۵ لایتنینگ ۲" دا په اوس وخت کې د نړۍ تر ټولو پرمختللې الوتکه ده. اف ۳۵ درې اصلي ماډلونه لري: اف ۳۵ ای د پرواز او کښيناستنې له امله مشهوره ده، اف ۳۵ په لنډه فاصله کي پرواز کولی شي او په عمودي ډول د ناستې توان لري. اف ۳۵ سي په لویو بیړیو کې د ناستې توان لري.
انځور: Reuters/Andy Wolfe/Lockheed Martinد «لاکهید مارتین اف-۲۲ رپتور» جنګي الوتکه رادار نه شي کشفولی او د هوایي برترۍ په موخه جوړه شوې ده. دغه الوتکه د شدیدو تعرضي بریدونو، الکترونیکي جګړې او الکترونیکې اوریدنې قابلیت لري.
انځور: picture alliance/ Everett Collectionد «بي-۱ لنسر» دا څلور ماشينه لرونکې بم غورځونکې الوتکه د صوت یا غږ تر سرعت چټک حرکت کوي او متحرک وزرونه لري. د سړې جګړې له پای سره د لنسر د اټومي بم غورځونکي په توګه رول هم پای ته ورسید، خو تر رغول کیدو او بیرته راګرځیدو وروسته په ۱۹۹۱م کال کې د فارس خلیج په جګړه کې یي د پام وړ نقش ولوباوه.
انځور: Reuters/US Air Forceد «جنرال داینامیکس اف-۱۶ فایتینګ فالکن ۶» د يوې ساده او ارزان بیه جنګي الوتکې په توګه د امریکا د هوايي ځواک له پاره طراحي شوې ده. امریکا تر اوسه پورې ۴۵۸۸ دغه شان الوتکي توليد کړي او پلورلي دي.
انځور: Imago/UPI Photoمکدانل داګلاس اف-۱۵ ایګل، دغه جټ الوتکې د هوایي برترۍ په موخه جوړ شوي دي. دغه الوتکې ډیر چټک حرکت کوي او په پرمختللو وسایلو سمبال دي.
انځور: picture-alliance/dpa/N. Hodge«فیرچایلد ریپابلیک ای-۱۰ تاندربولت ۲» په ځمکه کې د وسله والو زرې ټانکونو او نورو نظامي اهدافو د په نښه کولو له پاره جوړ شوي دي.
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS/M. Battlesلاکهید ایسی-۱۳۰ ماډل ایسی-۱۳۰ اسپکتر، په دوو ۲۰ ملي متري توپونو ام ۶۱ ولکان، يو اتوماتيک ۴۰ م م بوفورس او يو هويتزر ۱۰۵ميلي متري ام ۱۰۱ توپ مجهزه وي. د اسپوکی ماډل د ولکان توپونو پر ځای له ۲۵ مم جیاییو-اکوالایزر له توپ څخه استفاده کوي او د ډیرو تجهیزاتو د لیږدولو توان لري.
انځور: picture-alliance/Newscom/Tech. Sgt. Lee Schadingبوئینګ بی-۵۲ استراتوفورترس بم غورځونکې جټ الوتکه چټکوالی یي د غږ له سرعت څخه کم دی. له دغو الوتکو څخه د ستراتیژیکو تعرضي ماموریتونو، نږدې هوایي ملاتړ، او سمندري عملیاتو په برخو کې استفاده کیږي. دغه الوتکه کولی شي په دوو ساعتونو کې د سمندر ۳۶۴ کیلو متره ساحه وڅاري. په ۱۹۹۱م کال د فارس خلیج جګړې ۴۰ سلنه بمونه له دې الوتکې څخه غورځول شوي ول.
انځور: picture-alliance/dpa/Airman 1st Class Dillian Bammanد امریکا هوایي ځواک په مجموع کې له ۱۱ ډوله باروړونکو الوتکو څخه کار اخلي. له ۵ سي کلاسیک څخه نیولی بیا تر ۱۳۰ هرکولس پورې. سي-۱۳۰ په تر ۴۰ ډیرو ماډلونو کې له ډیرې مودې راهیسې د نظامي ځواکونو له پاره د ترانسپورتي- تکتیکي الوتکې په توګه د نړۍ په تر۶۰ ډیرو هیوادونو کې خدمت کوي.
انځور: AP Photo/U.S. Air Force/T. R. Tolleyد امریکا د هوایي ځواک په خدمت کې دوه ډوله تیل رسونکي الوتکې شته. دغه الوتکې د تیلو ۸ زیرمې یا ټانکونه لري چې د ۱۱۳ زره او ۵۶۰ لیتره تیلو کنجایش یا انتقالولو توان لري.
انځور: gemeinfreiد امریکا هوایي ځواک شپږ ډوله څارونکي الوتکي کاروي. "بوئینګ -۳ سنتري" (آواکس)، "ای -۸ جوینت سټارز"، د لنډ واټن "بمباردیه دش-۸"، "لاکهید سی-۱۳۰ هرکولس"، "بوئینګ سی-۱۳۵ ستراتولیفتر" او بالاخره "لاکهید یو-۲" (په انځور کې) چې ډیر لوړ او اوږد واټن کې پرواز کوي.
انځور: picture alliance/CPA Mediaبل بوئینګ وي-۲۲ سپری هم لکه د چورلکې په څیر په عمودي ډول د ښکیناستو او بیرته پورته کیدو توان لري. دا په داسې شکل جوړ شوي دي چې په عین وخت کې د چورلکې او لیري واټن وهونکې الوتکې ځانګړېنې لري.
انځور: U.S. Air Forceد امریکا هوایي ځواک درې ډوله بی پيلوټه څارونکي الوتکې لري چې له هغو څخه یي د پاکستان، عراق، افغانستان او لیبیا په هیوادونو کې استفاده کړې ده. "ام کیو-۱ پرداتور" بی پیلوټه الوتکې په ډیرو قوي دوربینونو سمبال دي چي د انځورونو د زوم کولو او توغندیو د لیږدولو توان لري.
انځور: Reuters/J. Smithد امریکا هوایي ځواک له ۲۰۰۳ کال راهیسې د " GBU-43/B" په بمونو سمبال شوي دي. دا بم چې ۸ زره کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي لري د امریکا د هوایي ځواکونو تر ټولو لوی غیر اټومي بم دی. دغه ځواکونه همدارنګه ۴۵۰ بالستیک قاره یي توغندي چې "LGM-30 Minuteman" اټومي سرګلولې لري په اختیار کې لري.
انځور: picture-alliance/dpa/Northwest Florida Daily Newsد "بل یواچ-۱ ایروکوای" چورلکې د توربوشفت ماشين درلودونکي لومړني هلیکوپترونه دي. همدارنګه د " سیکورسکي سیاچ-۵۳ سی ستالیون" او " سیکورسکي یواچ-۶۰ بلک هاوک" (چې په انځور کې لیدل کیږي) درانه بار وړونکي الوتکې د امریکا د هوایي ځواک په خدمت کي دي.
انځور: picture-alliance/dpa