پرون جمعه (د اپریل میاشتي ۳۰ مه) په دوحه کي د لیدني کتني پر وخت د دغو څلورو هیوادونو د نمایندګانو په یوه ګډه اعلامیه کي راغلي: «موږ ټینګار کوو، چي د بین المللي قواوو د وتلو پروسه نباید مخطل سي، په افغانستان کي هیڅ جنګونه او ناارمۍ رامنځته نه سي او د هغوی امنیت تأمین سي.»
هغوی په دوحه کي د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو سره هم ولیدل. په ګډه اعلامیه کي همدارنګه راغلي دي، چي «موږ د ټولو دخيلو اړخونو څخه پر خپلي دې غوښتني باندي ټینګار کوو، چي په هیواد کي د تشدد اندازه راکمه کړي او طالبان دي خپل پسرلني عملیات نه شروع کوي.»
د اعلامیې په یوه بله برخه کي راغلي، چي «موږ ټولې حملې او بریدونو ډیر سخت غندو، کومي چي په قصدي ډول سره ملکي خلګو ته متوجه وي او همدارنګه د ټولو اړخونو څخه غواړو، چي د بین المللي او بشري حقوقو مطابق خپل مکلفیتونه پرځای او مراعت کړي.»
د امریکا، روسيې، چین او پاکستان نمایندګانو پر طالبانو او افغانستان حکومت دواړو باندي ږغ وکړ، چي د خبرو د لاري د حل یوې لاري ته سره ورسیږي چي په خبره به يې په افغانستان کي د زور د لاري د رامنځته سوي یوه حکومت ملاتړ ونه کړي.
د امریکا متحده ایالاتو جمهوررئیس، جو بایدن د همدې اپریل میاشتي په نیمايي کي د سپټمبر تر ۱۱ مي پوري د افغانستان څخه د ټولو امریکايي قواوو د وتلو اعلان وکړ. تر هغه وروسته ناټو هم اعلان وکړ، چي تر همدغه تاریخ پوري په افغانستان کي خپل ټول ماموریت پای ته رسوي.
د ناټو ائتلاف او روسیې ترمنځ د ځواک توازن څرنگه دی؟ کوم يو ډېري وسلې او عسکر لري؟ په دې اړه دويچه ويله د ستراتيژيکو مطالعاتو له نړيوال انستيتوت او نورو سرچينو څخه ارقام راټول کړي چې په دې انځوريز راپور کې وړاندي کيږي.
انځور: REUTERSروسيه ۱۸۰۰ داسي توغندي يا راکټونه لري چې د اتومي سرگولولو د ليږد توان لري. ناټو ائتلاف بيا په ټولیزه توگه ۲۳۳۰ دغه ډول راکټونه لري چې له دې څخه يې دوه زره له امريکا متحدو ايالاتو سره دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lo Scalzoناټو ائتلاف په ټوليزه توگه شا او خوا درې نيم ميليونه عسکر لري چې تر ۱،۶ ميليونه زيات يې د اروپايي هيوادونو په پوځونو کې، ۳۸۲ زره د ترکیې په پوځ او تقريباً څه کم ۱،۴ ميليونه يې د امريکا د پوځ عسکر دي. د دې په پرتله د روسیې د عسکرو شمير۸۰۰ زرو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/PAP/T. Waszczukد روسیې د ټانکونو شمير کابو ۱۵ نيم زره دی. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو هيوادونه په ټولیزه توگه شا او خوا ۲۰ زره ټانکونه لري. په دې کې ۲۵۰۰ ترکي او ۴۰۰۰ امريکايي ټانکونه هم شامل دي.
انځور: picture alliance/dpa/F. Kästleروسيه په يو وار د څو راکټونو د فایرولو توان او کابو ۳ زره ۸۰۰ راکټ لانچر لري. ناټو بيا ۳۱۵۰ دغه ډول راکټ لانچر لري چې له دې څخه ۸۱۱ د ترکیې له پوځ سره دي.
انځور: Reuters/Alexei Chernyshevروسيه ۴۸۰ جنگي څرخي الوتکې لري. د ناټو متحدين بيا تر ۱۳۰۰ زياتې څرخي الوتکې لري چې له دې څخه کابو ۱۰۰۰ د امريکا له پوځ سره دي.
انځور: REUTERSد ناټو ائتلاف په تولیزه توگه ۴۷۰۰ بم غورځونکې الوتکې لري. له دې څخه کابو ۲۸۰۰ د امريکا متحدو ايالاتو، ۱۶۰۰ د ناټو د اروپایي غړو او ۲۰۰ له ترکیې سره دي. روسيه بيا ټول ټال ۱۴۰۰ دغه ډول طيارې لري.
انځور: picture alliance/CPA Mediaد روسيې د جنگي الوتکو شمیر کابو ۷۵۰ ته رسيږي. ناټو بيا په ټولیزه توگه کابو ۴۰۰۰ جنگي الوتکې لري. په دې کې د امريکا ۲۳۰۰ او د ترکيې ۲۰۰ جنگي الوتکې هم شاملې دي.
انځور: picture-alliance/Photoshotروسيه يوازي يوه الوتکې ليږدونکې بيړۍ لري، خو ناټو ائتلاف دا ډول ۲۷ بيړۍ لري.
انځور: picture-alliance/newscom/MC3 K.D. Gahlauد ناټو د غړو د جنگي کښتيو شمېر په ټولیزه توگه ۳۷۲ ته رسيږي چې له دې څخه ۲۵ د ترکیې، ۷۱ د امريکا، ۴ د کاناډا او ۱۶۴ د ناټو د اروپايي هيوادونو له سمندري ځواکونو سره دي. روسيه بيا د سلو په شا او خوا کې جنگي کښتۍ لري.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/Impact Press Group/P. Petrovد ناټو غړي هيوادونه کابو ۱۶۰ اوبتلونه لري. د روسیې د اوبتلونو شمېر بيا ۶۰ ته رسیږي. د ناټو د ټولو اوبتلونو څخه یې ۷۰ د امريکا، ۱۲ د ترکیې او ۷۲ د نورو اروپايي غړو هيوادونو سره دي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Bagerد روسیې او ناټو دفاعي بودجه هم د مقايسې وړ نه ده. د روسیې دفاعي بودجه يوازې ۶۶ ميليارده ډالره ده. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا دفاعي بودجه ۵۸۸ ميليارده ډالرو ته رسيږي. د ناټو ائتلاف ټولیزه بودجه کابو ۸۷۶ ميليارده ډالر ده.
انځور: picture alliance/chromorange