1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولادیمیر پوتین «سره کرښه» کش کړه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

د کریملن د مشر له خوا واضح څرګندوني: غربیان باید د روسیې امنیتي منافع ومني. په بل صورت کي به مسکو «چټک او کلک» غبرګون وښيي.

Russland Moskau | Präsident Putin Rede an die Nation
انځور: EVGENIA NOVOZHENINA/REUTERS

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اروپا او امریکا متحده ایالاتو پر وړاندي تندي خبري کړي: هغه لویدیځوال د پخواني شوروي اتحاد په ساحه کي د ړنګولو په هڅو تورنوي. په عین حال کي هغه د یوې سرې کرښي له وتلو څخه خبرداری ورکوي. پوتین په مسکو کي اولس ته د خپلي کلنۍ وینا په ترڅ کي اعلان وکړ: «د هر ډول راپارونو سازمان ورکوونکي به چي زموږ د امنیت اصلي ګتو ته تاوان رسوي، خپل پر اعمالو به داسي پښیمانه سي چي تر اوسه یې داسي پښیماني نه وي لیدلې.»

د پوتین دغه خبرداری له اوکراین سره نژدې په پراخه کچه د روسي پوځ د جوړښت په ترڅ کي رامنځته کیږي. هلته په تیرو اونیو کي په بیا بیا سره د روسیې په ملاتړ بیلتون غوښتونکو او اوکرایني امنیتي ځواکونو ترمنځ، له کلونو راهیسي شخړه کي د یوه اوربند له رامنځته کولو څخه سرغړونه سوې ده.

د روسیې او اوکراین پرسرحد باندي کړکیچانځور: Serhiy Takhmazov/Reuters

امریکا متحده ایالاتو او د هغو متحدینو له کریملین څخه غوښتي چي خپل ځواکونه له هغه ځایه وباسي. خو مسکو بیا دغه تورونه ردوي او وايي چي دا کار هیچاته کوم ګواښ نه متوجه کوي او روسیه آزاده ده چي په خپله سیمه کي خپل ځواکونه ځای پرځای کړي.

په عین حال کي دغه خبرداری د اوکراین چارواکو ته هم متوجه دی چي د یاغیانو له خوا کنترول سوې شرقي سیمه به په زور سره بیرته ترلاسه کړي دا ځکه چي روسیه به دې ته مجبوره سي چي حمله وکړي. د روسیې غبرګون به غیرمتوازن، چټک او سخت وي.

پر لوکاشینکو باندي د برید پلان؟

د سیاست، اقتصاد، کلتور او مذهب، په سلونو استازو مخي ته پوتین د سپیني روسیې حالت ته هم اشاره وکړه. هغه وویل چي هلته پر واکمن الکساندر لوکاشینکو باندي په تیرو نژدو وختو کي یو پلان سوی برید شنډ کړل سوی دی. په عین حال کي هغه انتقاد وکړ چي غربیانو تر اوسه پوري دغو تورونو ته جواب نه دی ویلی.

روسي داخلي استخباراتو او په سپینه روسیه کي د کا جي بي استخباراتي ادارې د دغه شکمن پلانونو ړنگول عام محضر ته وړاندي کړي او خبر یې ورکړی چي دوه تورن کسان نیول سوي چي په هغو کي یو کس د امریکا پاسپورت لري.

د پوتین په خبره د لوکاشینکو د سیاست په اړه ښايي مختلف نظریات موجود وي، خو د یوه سیاسي قتل په اړه پلانونه چي په هغو کي لوړپوړي چارواکي شامل وي، دا له حد څخه تیری دی.

هغه زیاتوي چي په ۲۰۱۴م کال کي په اوکراین کي پخوانی ولسمشر ویکتور یانوکوویچ هم راوپرزول سو او نیژدې وو چي وژل سوی وای. یانووکوویچ د ځان ژغورلو له پاره روسیې ته ولاړ.

د روسیې مشرتابه په وار وار سره پر غربیانو تور لګوي چي د پخواني شوروي اتحاد په خاوره کي د غير اولسي دولتونو د راپرځولو په هدف انقلابونو ته لمن وهي.

GP/NZ/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب