امريکا متحده ايالات اروپا ته نور سرتيري استوي
۱۴۰۰ بهمن ۱۴, پنجشنبهد امريکا د دفاع وزارت وياند، جان کيربي وويل، دلته خبره پر دايمي انتقال نه ده. د هغه په خبره: »اوسنی حالت د دې تقاضا کوي چي موږ د ناټو په ختيځ جناح کي د کړکېچ د مخنيوي او له ځانه د دفاع چمتووالی زيات کړو. ولسمشر بايدن په ښکاره ډول ويلي دي چي امريکا متحده ايالات به د اروپا د امنيت او ثبات پر وړاندي مخ پر زياتيدونکي گواښ ته جواب ووايي.
هغوی به ۲۰۰۰ سرتيري د نورد کارولاين ايالت له فورت براگ اډې څخه، جرمني او پولند ته واستوي. نور ۱۰۰۰ امريکايي سرتيري به چي په اوس وخت کي د بايرن په ويلسيک کي ځای پرځای دي، رومانيا ته وليږي.
د پنتاگون وياند زياتوي، که اړتيا وه نو په راتلونکي کي به له امريکا متحده ايالاتو او يا هم دننه اروپا څخه نور سرتيري هم واستول سي. هغه ټينگار وکړ، علاوه پردې به دغه سرتيري په اوکراين کي جگړه نه کوي.«
د بايدن په امر په تيرو اونيو کي ۸۵۰۰ سرتيري د تيارسي حالت ته راوستل سوي، تر څو د ضرورت پر وخت اروپا ته د هغوی ژر تر ژره استول ممکن سي. کيربي واضح کړه چي د اوسنيو سرتيرو استول په هغو کي نه شامليږي.
د ناټو سرمنشي ينس ستولتنبرگ په بروکسل کي د امريکا متحده ايالاتو د ژمني له پاره له يوه قوي زيگنال څخه خبره وکړه. د ستولتنبرگ په خبره به نور هيوادونه هم هوايي، مځکني او بحري اضافي ځواکونه په اختيار کي ورکړي. په دې ډول به د دغه اتحاد دفاع پياوړې سي.
روسيه پر امريکا متحده ايالاتو باندي انتقاد کوي
روسيې د امريکا متحده ايالاتو پر دغه ډول تدابيرو باندي لکه څنگه چي يې انتظار کيده، انتقاد کړی. د روسيې د خارجه وزير مرستيال، الکساندر گروشکو، انترفکس خبري آژانس ته وويل چي دا داسي ويجاړوونکي گامونه دي چي پوځي تاوتريخوالی لاپسي زياتوي او د سياسي پريکړو له پاره ساحه تنگوي.
له دغه ډول بحراني حالت څخه پرته هم په اروپا کي په منظم ډول په لسونو زره امريکايي سرتيري ځای پر ځای دي چي په هغو کي ۳۵ زره په آلمان، څه ناڅه ۴۰۰۰ په پولنډ او ۹۰۰ په رومانيا کي دي.
اوکراين ته نيژدې د څه د پاسه ۱۰۰ زره روسي سرتيرو ځای پر ځای کيدو ته په کتو سره، په لوېديځ کي د دې بېره موجوده ده چي روسيه به خپل گاونډي هيواد ته د ورننوتو پلان ولري.
کريملن دا خبره ردوي. خو د دې امکان هم سته چي مسکو غواړي فقط يوه بيره خپره کړي، تر څو د ناټو هيوادونه په دې قانع کړي چي د نوو امنيتي ضمانتونو په هکله امتيازات ترلاسه کړي.
GP/NZ/DW.Online