د امریکا متحده ایالاتو د خارجه وزارت نوي ویاند ، نېد پرایس ویلي دي، چي هیواد یې په وضاحت سره پرون د مظاهره کونکو او ژورنالسټانو په مقابل کي د امنیتي قواوو سخت رفتار غندي. هغه د روسي مقاماتو څخه غوښتنه وکړه، چي« ټوله هغه کسانه بیرته ازاد کړي، چي د خپلو اساسي حقوقو، یعني مظاهره کولو او د بیان حق څخه یې استفاده کړې ده.»
د ویاند په خبره، د امریکا متحده ایالاتو حکومت سربیره پردې د «الکسي نوالني د ژرتر ژره ازادیدو»غوښتنه هم کوي. همدارنګه باید روسیه پردغه مهم سیاستمداره باندي د زهري موادو د استعمال په هکله بین المللي تحقیقاتو کي پوره همکاري وکړي او په خپل هیواد کي د کیمیاوي وسلو داستعمال موضوع په صداقت سره تشریح کړي.
د بلي خوا بیا د اروپا د اتحادیې د خارجي مسایلو نماینده، جوزیف بوریل په خپل تویتر کي «ډله ایز بندیګرت او زور استعمال» غندلی دی. هغه اعلان وکړ، چي د دغي اتحادیې خارجه وزیران به سبا دوشنبه(د جنورۍ ۲۵ مه) د روسیې په مقابل کي د یوه بل اقدام په هکله سره سلا مشورې وکړي.
د بریتانیې خارجه وزیر، دومنیک راب هم د سوله ایزو مظاهره کونکو او ژورنالسټانو په مقابل کي د تشدد او زور استعمال غندلی دی. د بخښني بین المللي سازمان، امنسټي انترنیشنل ویلي دي، چي ډیر«سوله ایز» او ځوان مظاهره کونکي په ډیر ظلم سره وهل سوي او بندیان سوي دي.
انځور: Evgenia Novozhenina/REUTERS په ټوله روسیه کي بې مثاله مظاهرې
په ټوله روسیه کي په بې مثاله ډول سره په لسهاوو زرو کسانو د کرملین د منتقد، الکسي نوالني د ازادیدو او جمهورریس ، پوتین پرضد مظاهرې وکړې.
یوازي په مسکو کي حداقل ۴۰۰۰۰ کسانو په دغو مظاهرو کي برخه واخیسته. د مسکو د داخله وزارت په خبره بیا په دغو مظاهرو کي یوازي ۴۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه. د روسیې په نورو ښارو کي کي هم په زرونو کسانو په مظاهرو لاس پوري کړی ؤ.
د پرون په مظاهرو کي په ټوله روسیه کي حداقل ۲۵۰۰ کسان بندیان سوي دي.
آ./م.ق./ا.ا.
زموږ د ارشیف څخه یو انڅوریز البوم:
د ترافیکي ګڼې ګوڼې له اړخه د نړۍ تر ټولو بند ښارونه
په نړۍ کې په محدود شمیر ښارونو کې ښايي داسې ښارونه وي چې خلک ترې د ترافيکي ګڼه ګوڼې شکایت ونه لري. د انریکس په نامه یوه سازمان د نړۍ په ۳۶ هیوادونو کې د ښارونو ګڼه ګوڼې ته کتنه کړې ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. C. Hongپر سړکونو د موټرو د ګڼه ګوڼې له کبله د روسیې پلازمېنه مسکو تر ټولو په بد وضعیت کي دی. د تیرکال په ترڅ کې موټر چلوونکو په اوسط ډول په کال کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې له کبله ۲۱۰ ساعته په ترافيکي بندښت کې تير کړي دي.
انځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnovپه ترکیه کې بیا استانبول ښار د ترافیکي ګڼه ګوڼي او بندښت له کبله په دوهم ځای کې دی. د دې ښار پر سړکونو باندې په کال کې په اوسط ډول موټر چلوونکي ۱۵۷ ساعتونه په ترافيکي بندښت کې تیروي.
انځور: AFP/Getty Images/O. Koseپه دې درجه بندۍ کې د کولمبیا بوګوټا ښار د ترافیکي ګڼه ګوڼې له اړخه دریم بد ښار دی. خو د موټرو د بندښت له کبله پر سړکونو باندې د خلکو د وخت د ضایع کیدو له اړخه دغه ښار په لومړي مقام کې دی. د کولمبیا په بوګوټا ښار کې په کال کې په اوسط ډول هر موتر چلوونکی ۲۷۲ ساعته وخت په بندښت کې تیروي.
انځور: Luis Acosta/AFP/Getty Imagesد ترافیکو د ګڼه ګوڼې د بد وضعیت له کبله د مکسیکو پلازمېنه مسکسیکو سیټي په څلورم ځای کې موقعیت لري. د تیرکال په ترڅ کې د ترافیکي ګڼه ګوڼي له کبله د دې ښار موټر چلوونکو په اوسط ډول په کال کې ۲۱۸ ساعته وخت ضایع کړی دی.
انځور: Christoph Koberد برازیل تر ټولو ستر ښار ساؤ پاؤلو د ترافیکي ګڼه ګوڼي له کبله په نړۍ کې پنځم ښار دی. په ساؤ پاؤلو ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې او د موټرو د بندښت له کبله په کال کې په اوسط ډول ۱۵۴ ساعتونه وخت ضایع کيږي.
انځور: imago/Fotoarenaد بریتانیا پلازمینه لندن ښار د ترافیکي ګڼه ګوڼي له کبله په دې درجه بندۍ کې ۶ ښار دی. د تیرکال په ترڅ کې په اوسط ډول د دغه ښار موټر چلوونکو ۲۲۷ ساعتونه پر بندو سړکونو تیر کړي دي.
انځور: Getty Images/S.Barbourد برازیل بل ستر ښار ریو دي جنيرو هم د ترافیکي ګڼه ګوڼې له کبله ښه نوم نه لري او په اوم مقام کې دی. په دې ښار کې تیرکال د ترافیکي ګڼه ګوڼې له کبله په اوسط ډول د موټروانانو ۱۹۹ ساعتونه په بندښت کې ضایع شوي دي.
انځور: imago/Fotoarena۸۔ بوسټن، امریکا متحده ایالات
د امریکا متحده ایالاتو بوسټن ښار بیا په اتم مقام کې دی. په دې ښار کې د تیرکال په ترڅ کې د موټرو د ګڼه ګوڼې له کبله د موټر چلوونکو ۱۶۴ ساعتونه وخت په بندښت کې ضایع شوی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. C. Hongد روسیې بل ښار سانکت پيترسبورگ بیا د ترافیکي ګڼه ګوڼې له کبله په نهم ځای کې دی. تیر کال په دې ښار کې د موټرو د بندښت له کبله موټر چلوونکو په اوسط ډول ۲۰۰ ساعتونه په موټرو کې تیر کړي دي.
انځور: DW / Evgeny Zhukovد ایټالیا پلازمېنه روم هم د موټرو د ګڼه ګوڼي له کبله په بد وضعیت کې دی او ۱۰م ځای لري. تیرکال په دې ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼي له کبله موټر چلوونکو په اوسط ډول ۲۵۴ ساعتونه د موټرو په بندښت کې تیر کړي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/G. Borgiaد جرمني پلازمېنه برلین بیا په دې درجه بندۍ کې ۱۵م ځای لري. په ۲۰۱۸م کال کې د برلین ښار موټر چلوونکو د ترافیکي ګڼه ګوڼي له کبله په اوسط ډول ۱۵۴ ساعتونه د موټرو په بندښت کې تیر کړي دي. د دې ستونزې له کبله د برلین ښار ډير اقتصادي زیان هم لیدلی دی.
انځور: Getty Imagesد فرانسې پلازمېنه پاریس بیا د موټرو د ګڼه ګوڼې او بندښت له کبله په ۱۶ ځای کې دی. تیرکال په دې ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې له کبله موټر چلوونکو په اوسط ډول ۲۳۷ ساعتونه وخت د موټرو په بندښت کې تیر کړی دی. له همدې کبله بیا د ټولي نړۍ په کچه پاریس د ترافیکي ګڼه ګوڼې له اړخه پنځم ښار دی.
انځور: Getty Images/AFP/P. Desmazes