د رویترز خبري آژانس په حواله د بایدن ادارې د افغانستان حکومت او طالبان تر فشارلاندي راوستلي دي، چي د دغه مهلت ترسرته رسیدو دمخه باید پر یوه سیاسي توافق او اوربند باندي سره جوړ سي.
جمهورریس اشرف غني هم په دې اواخرو کي اعلان کړی، چي حکومت يې په دغه کنفرانس کي ګډون ته پوره امادګي لري. هغه به په دغه کنفرانس کي د سولي یوه طرحه هم وړاندي کړي، د کوم پراساس چي باید ژر تر ژره انتخابات ترسره سي.
د مختلفو طرحو ارزیابي او یووالی
د افغانستان د سولي د عالي شورأ رییس، عبدالله عبدالله پخپل فیسبوک پاڼه کي لیکلي دي: «د هغو طرحو، کومي چي د سیاسي حزبونو، حکومت، مدني ټولنو، رسنیو او افغانانو لخوا دوی ته رسیدلي دي، د ارزیابۍ او یووالي کار پای ته رسیدلی دی. »
ویل کیږي، چي راتلونکې سه شنبه ورځ به د دغو طرحو جمع بندي وروستۍ مرحلې ته ورسیږي او د سولي د عالي شورا د رهبرۍ کمیټې ته وړاندي سي.
د سولي عالي شورا په یوه اعلامیه کي راغلي دي: « په دغه طرحه کي په عمومي ډول د اسلامي جمهوري نظام پر اصل، د اتباعو پر اساسی حقوقو، د بشر د حقوقو، یوه شخص او یوه رایه پراساس انتخاباتو اصل، په نظام کي د ټولو افغانانو عادلانه شرکت، په هیواد کي د جنګ او تشدد دایمي ختمیدل او د سولي د موافقتنامې د تطبیق پخاطر قوي منطقوي او بین المللي ضمانتونو» باندي ټینګار سوی دی.
باید وویل سي، چي تر اوسه پوري په رسمي ډول د استانبول د کنفرانس د جوړیدو دقیقه نیټه نه ده اعلان سوې.
په استانبول کې څومره اروپا نغښتې ده؟
د اړیکو پر بحران سربیره هم اروپا او ترکیه مشترک ټکي لري. د مثال په ډول استانبول. دغه ۱۵ میلیوني ښار نه یوازې د جغرافیایي موقیعت له مخې د اروپا یوه برخه ده بلکې په دغه ښار کې نور تضادونه هم لیدل کیږي.
انځور: Rena Effendi
استانبول د نورو ښارونو په کتگورۍ کې نه راځي
استانبول د نړۍ یوازینی ښار دی چې په دوو لویو وچو اروپا او آسیا کي پروت دی. په دغه ښار کی په موازي ډول عنعنه او عصریتوب، دین او سیکولار ژوند داسې ډول پر مخ ځي چې په بل ځای کې نه موندل کیږي. د زیاترو کسانو په نظر همدا خبره د دغه ښار ځانگړتیا ده.
انځور: Rena Effendi
د نړۍ دوه زره کلن تاریخ درلودونکی ښار
استانبول څه د پاسه ۲۶۰۰ کاله تاریخي قدامت لري چی اغیز یې تر نن ورځي پوری لیدلي کیږي. د دغه ښار د په لاس راوړلو له پاره پارسیانو، یونانیانو، رومیانو او عثمانیانو له او یو بل سره شخړې کړي دي. قسطنطنیه وروسته د عثمانیانو مرکز وو او په ۱۹۳۰ کی یې نوم په استانبول واوښت.
انځور: Rena Effendi
د دوو نړیو ترمنځ
بوسپوروس یا بسفر تنګی د استانبول زړه جوړوي. دغه سمندر د نوموړي ښار اروپایي او آسیایی برخه سره بیلوي. هره ورځ بیړۍ په لسونو زره کسان له یوې برخې څخه بلې برخې ته انتقالوي. دغه سفر د شلو دقیقو په شاوخوا کی وخت نیسي.
انځور: Rena Effendi
پُلونو دغه ښار سره نښلولی دی
د گالاتا له پله څخه کښتۍ او نور څه ښه لیدل کیږي. کب نیونکي یو بل ته نژدې د یوه ښه ښکار له پاره ولاړ دي. همدارنگه دوکانداران، سیلانیان، بوټ پاکوونکي او د جوارو خرڅوونکي هم لیدل کیږي. دلته لومړنی پُل په ۱۸۴۵ کال کې جوړ سوی دی. په هغه وخت کې دغه ښار قسطنطنیه نومیده.
انځور: Rena Effendi
اروپا یو احساس دی
یو کب نیونکی وایی «زما نوم ویفکي دی. زه ځان اروپایی احساسوم. موږ د لازیاتي آزدۍ په هیله یو. له همدې کبله باید اروپایی ټولنه او ترکیه یو وار بیا سره نژدې سي. ویفکي متقاعد دی او د کب نیولو سره شوق لري. د هغه په خبره په بازار کی د دوو کیلو ماهیانو په بدل کی د اته یورو معادلې پیسې په لاس راوړي.
انځور: Rena Effendi
د ښار په زړه کی منارونه او گُنبدی
د ښار په زړه د تقسیم په میدان کی ودانۍ. په ډیر سرعت سره دلته د یوه نوي مسجد چی ۳۰ متره لوړه گُنبده او دوه منارونه لري، د جوړولو چاری روانی دي او باید په ۲۰۱۹ کال کی تر انتخاباتو پوری بشپړه سي. منتقدین بیا وایی چی د ترکیی ولسمشر طیب رجب ادروغان غواړی دغه ځای ته د اروپایی او سیکولارې څیرې پر ځای اسلامی محافظه کاره او نوې عثماني څیره ورکړي.