د ملي ګارد پر عسکرو بريد: ترمپ له «ترهګریز عمل» څخه خبره کړې
۱۴۰۴ آذر ۶, پنجشنبه
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشردونالد ترمپ، د چهارشنبې په ورځ وویل چې شکمن بریدگر یو نارینه دی چې په ۲۰۲۱ م کال کې له افغانستان څخه راغلی دی. د نوموړي په خبره له افغانستان څخه ټول هغه افغانان باید تر څېړنې لاندې ونیول سي چې د پخواني ولسمشر جوبایدن پروخت دغه هیواد ته تللي دي. د فدرالي پولیسو (اف بي آی) په حواله په د پلازمینې واشنگټن په مرکز کې د یوه وسله وال له خوا د ملي گارډ دواړه سخت زخمیان سوي سرتیري په "حساس وضعیت" کې دي.
اړونده موضوع: يو افغان په امريکا کې د برید د طراحۍ په تور د بند په سزا محکوم سو
ترمپ د یوه لنډ ویډیویی پیغام له لارې وویل:" دغه ناوړه برید د شر، کرکې او ترهگرۍ یو عمل و. دا زموږ د ټول اولس په وړاندې یو جنایت و."
ترمپ د هغو افغانانو تخلیې ته په اشارې سره چې د امریکا له وتلو وروسته د طالبانو د واکمنۍ له امله له افغانستانه وتلي وو، وویل: "هر بهرنی چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال له افغانستان څخه امریکا ته داخل سوی و، اوس باید له سره غور ورباندې وسي."
د افغانانو د مهاجرت د غوښتنليکونو پروسې ځنډېدل
په آنلایني شبکو کې د ترمپ له ویډیویی پیغام وروسته، د امریکا د مهاجرت او تابعیت د خدماتو ادارې USCIS څرگنده کړه چې دوی به سمدلاسه د افغانانو د مهاجرت د ټولو غوښتنلیکونو پروسه تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي.
د پولیسو په حواله د ډزو دغه برید د سپینې ماڼۍ شمال لویدیځ کې دوه سړکه آخو اته او د مترو تمځای ته نیژدې ترسره سو. په دغه وخت کې ترمپ د پنجشنبې په ورځ د «شکر گزارۍ» په نوم فامیلي مراسمو له پاره په فلوریدا کې و؛ هغه له خپلې میرمنې میلانیا سره له مار-ا-لاگو څخه ستون سوی و.
اړوند: امریکا کې له اخراجه د حفاظت پای؛ په زرونو افغانان اغیزمنیږي
د واشنگټن ښاروال، موریل بوسیر، پر ملي گارد باندې له یوه "هدفمند" برید څخه خبره وکړه، پرته له دې چې د ممکنه انگیزې په هکله یې جزیات وړاندې کړي.د پولیسو په حواله وسله وال کس له کمین څخه پر خپلو قربانیانو برید وکړ. ترمپ دغه بریدگر په خپل آنلایني شبکې، تروث سوشال باندې يوه پيغام په ترڅ کې یو "حیوان" بللی او لیکلي یې دي چې بریدگر به د خپل دغه عمل له پاره لوړه بیه ورکړي.
د اف بي آی مشر، کش پاتیل د خبریالانو په مخکې "د زورزیاتي له یوه سخت عمل" څخه خبره وکړه او ویې ویل چې دواړه ویشتل سوي سرتیري په یوه "حساس صحي وضعیت" کې دي.