1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اويغوريانو په اړه د ايران او ترکیې متفاوت دريځونه

۱۴۰۰ فروردین ۱۸, چهارشنبه

ترکیې په انقره کې د چين سفير د اويغوريانو په اړه د خپرو شويو ټويټونو له کبله احضار کړی. خو په پيکنک کې د ایران سفير بيا د اويغوريانو په تړاو د چين د سياست ستاينه کړې او پر دغه اقلیت يې د چين د هر ډول فشار خبره رد کړې ده.

Feature-Titel:  Ein Volk in Gefahr  – Uiguren in China | 10499 (BILDINHALT NICHT VERIFIZIERT)
د اټکلونو پر اساس په چين کې په اجباري کمپونو کې کابو يو ميليون مسلمانان ساتل کيږيانځور: WeChat/Xinjiang Judicial Administration

د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اپريل ۶مه) په دغه هيواد کې د چين سفير احضار کړی دی.

په انقره کې د چين سفير تر هغه وروسته احضار شو چې د دغه هيواد د سفارت پر انترنت پاڼه د اويغوريانو په اړه ټويټونه خپاره شول. دا ټويټونه د ترکیې د سياسي ګوندونو له خوا په چين کې له اويغور مسلمانانو سره پر ناوړه چلن تر اعتراض وروسته ليکل شوي ول.  

د چين سفير په خپل تويت کې د ترکیې حکومت ته ليکلي ول چې چين خپل حاکميت او ځمکني تماميت ته متوجې له هر ډول چيلينج سره که هغه د يوه شخص او که د يوه قدرت له خوا وي، مخالفت کوي او د مناسب ځواب د ورکړي حق له ځانه سره ساتي.

دې موضوع د ترکیې د سياسي کړيو غوسه وپاروله چې د ملتپاله ګوند « Iyi Parti» مشره مرال آکشنر هم پکې شامله وه.

اړونده موضوع: پاپ وايي چين ایغور مسلمانان زورولي

آکشنر د چين د سفارت د اعتراضي ټويټ په غبرګون کې وليکل: «تشې خبرې مه کوئ، لومړی د اويغوريانو له نسل وژنې لاس واخلئ!»

د ترکیې دولت تر اوسه په څو ځلي په نړيوالو غونډو کې چې د «اسلامي همکاريو سازمان» غونډه هم پکې شامله ده، د اويغوريانو وضعيت ته د نړيوالو پام را ګرځولی دی.

خو يو شمیر اسلامي هيوادونه چې پاکستان او ایران هم پکې شامل دي، چين ته «د اقتصادي احتياج» له کبله تر اوسه له اويغوريانو سره د دغه دولت د چلن په اړه غلي دي.

په اجباري کمپونو کې يو ميلیون مسلمانان

د اټکلونو پر اساس د چين په اجباري کمپونو کې لږ تر لږه يو میليون مسلمانان ساتل کیږي چې له ډېرو سره ېې هلته تر داخليدو وروسته تماس نه شي نيول کيدلی.

دويچه ويله ته د رسيدلو سندونو پر اساس ډېر دغه کسان کارخانو ته د اجباري کار له پاره استول کيږي. که څوک له دغو کمپونو آزاد هم شي، هر وخت د چين د امنيتي ادارو تر څار لاندې وي.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو ټولنې تل په چين کې له ايغوريانو سره چلن غنديانځور: picture-alliance/dpa/O. Weiken

د دې سندونو پر اساس عادي کارونه لکه د ږيري پريښوول او يا د پوړني پر سرول او همدا راز لمونځ او عبادت ته د چين د حکومت له خوا د «شکمنو» اعمالو په ستر کتل کيږي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو يو شمير نړيوالو سازمانونو د روزنې په اجباري کمپونو کې د اويغوريانو د ساتلو په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.

له اويغوريانو سره د چلند په اړه د ايران دريځ

د ایران اسلامي جمهوريت د ترکیې برعکس له اويغوريانو سره د چين د چلند په تړاو متفاوت دريځ لري.

ايراني چارواکي نه يوازې له اويغوريانو سره د چين چلن نه غندي، بلکې هڅه کوي چې دغه چلند توجيه کړي.

په چين کې د ایران سفير محمد رضا کشاورز زاده، د چين او ايران ترمنځ د يوه ۲۵ کلن ستراتيژيک تړون تر لاسليکيدو څو ورځې وروسته په چين کې د اويغور مسلمانانو د «نسل وژنې» په تړاو رپوټونو رد کړي او ويلي يې دي چې د چين د دولت اقدامات د دې باعث شوي چې د سيمې مسلمانان د «ژوند له ښو شرائطو څخه برخمن» شي.

د ایران سفير ويلي دي چې په چين کې مسلمانان نه ځورول کيږي. چينايي رسنيو د ايران د سفير ستايوونکې څرګندونې او سنکيانګ ايالت ته د نوموړي سفر ستايلی دی. چينايي رسنيو ليکلي دي: «زموږ ايراني دوستانو د سنکيانګ واقعيت نړۍ ته ښکاره کړ.»

خو په ايران کې يو شمير سياسي شخصيتونو په چين کې د اویغوريانو د ځورونې د رپوټونو په اړه د ايران د حکومت پر چوپتيا اعتراض کړی دی.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب