1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

په مسکو کي د جنرال د وژني په تور يو کس نیول سوی دی

ګل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۲۸, چهارشنبه

روسي پلټونکو د خپلو معلوماتو له مخې په مسکو کي پر لوړپوړي جنرال ایګور کیریلوف، باندي د برید په تور یو کس نیولی دی.

مسکو:هغه ځای کی د روسیې لوړپوړی جنرال او د هغه مرستیال پکښي ووژل سول
په مسکو کي د جنرال د وژني په تور يو کس نیول سوی دیانځور: ALEXANDER NEMENOV/AFP via Getty Images

په مسکو کي د پلټنو کمېټې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱۸) خبر ورکړی دی: "په ۱۹۹۵م کال کي زېږیدلی یو ازبک تبعه نیول سوی دی." د نوموړې کمېټې د معلوماتو له مخې پر هغه باندي تور لگول کیږي چي دغه برید یې کړی دی.

د سې شنبې په ورځ سهار وختي په مسکو کي په دغه بريد کي د راډیو اکټیفو، بیولوژیکي او کیمیاوي بریدونو پر وړاندي د مخنیوي له پاره د روسیې د ځواکونو قوماندان ایگور کیریلوف، او د هغه مرستیال الیا پولیکارپوف، ووژل سول. د مسکو  د معلوماتو له مخي تورن کس اعتراف کړی دی چي «د اوکرایني ځانگړو ځواکونو له خوا گومارل» سوی وو.

د کمېټې په معلوماتو کي زیاته سوې ده، چي تورن کس اقرار کړی دی چي د دغه برید په هدف یې مسکو  ته سفر کړی وو. په یوه کرايي موټر کي نصب سوي د څارني یوې کمرې چي له ودانۍ څخه بهر پارک سوی وو، دغه پیښه فملبرداري کړې ده چي په ژوندۍ بڼه خپره سوې ده.

ویل کیږي چي بریدگر کس ته د دغه برید په بدل کي، د ۱۰۰ زره ډالرو د ورکولو او «په یوه اروپايي هیواد کي» د اوسېدو ژمنه سوې وه.

جنرال کیریلوف د روسیې  د پوځ یو لوړپوړی چارواکی دی، چي په ۲۰۲۲م کال کي پر اوکراین باندي د روسیې  له برید راهیسي د روسیې په خاوره کي وژل کیږي.

ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل